د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

آیا طالبان او د کرزي حکومت د سولې د پرېکړې واک لري؟

محمد کريم نور 28.03.2008 20:44

له څو ورځو راهیسې په افغانستان کې بیا د سولې او پخلاینې او د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د خبرو اترو انګازې اورېدل کېږي۰ که څه هم چې وړاندې څو ځلې ډېرې داسې هاندو هڅې وشوې، خو د سولې بهیر به تل ټکنی یا هم په ټپه ودرېد۰ له دې سره سم به د افغانانو هیلې هم مړاوې شوې۰ دا چې د دې ماتې لاسوندونه څه ول، رنګارنګ تبصرې وشوي۰
خلک به انګېري چې پر افغان حکومت او طالبانو د ملا او طالب کیسه کېږي:
چې کله ملا وي، طالب نه وي، چې طالب وي، ملا نه وي، خو چې دواړه وي، بیا د جمعې ورځ او لوست نه کېږي۰
په همدې توګه چې کله طالبان سولې ته تیاری وښیي، دولت یې نه مني، خو کله چې دولت د سولې خبرې کوي، نو بیا طالبان داسې آړونه وړاندې کړي چې نه دولت ته، او نه هم ناټوځواکونو ته د منښت وړ وي۰ کله هم دواړه غاړې یو څه نرمي وښیي، خو بیا هم د سولې بهیر په ټپه ودرېږي۰ تل دا پوښتنه راپورته شي، چې ولې؟

آر ستونزه نه ملا دی، نه طالب، او نه هم افغان دولت، دا ځکه چې د دوی باداران (پاکستان، امریکا، انګلستان ۰۰۰) سره نه جوړېږي، نو ځکه افغان دولت او طالبانو ته د رخصتۍ ورځ جوړه کړي۰

سوله هغه ډلې کولای شي چې د جګړې واک او ځواک ولري، او په جګړه کې داسې ښکیل وي چې یو بل لوري ته پوره ګواښمنې وي۰ نه افغان دولت او نه هم طالبان پر خپلو کړو وړو واکمن او نه هم د کومې پرېکړي اجازه او نه هم د جګړې واک و ځواک لري۰ افغانستان له آره د نورو سیاسي ډلو لوبغالی دی، لکه د روسیې، امریکااو انګلستان۰ د دې تر څنګ پاکستان او ایران چې له خپل پیداښته یې له افغانانو سره دوښمني په ډاګه کړې، هم په افغانستان کې اورونه بلوي او تل یې ژوندي ساتي۰ انګلستان هم په دې وروستیو وختو کې له امریکا سره خپل ناباندېتوب په ډاګه کړ او دا هم په دې توګه چې په برلا یې له طالبانو سره نظامي مرستې کولې چې په پایله کې ونیول شول او له افغانستان څخه واېستل شول۰

پوښتنه دا ده چې آیا د طالبانو او افغان دولت خبرې به څه ګټه ولري په داسې حال کې چې د دوی باداران او په افغان خاوره کې د جګړې آر لوب ډلې یو له بل سره کومې پرېکړې ته ونه رسېږي۰ ځواب دا دی:
تر څو چې د افغان جګړې آر لوب ډلې له یو بل سره کوم جوړجاړي ته نه وي رسېدلې، دا د سولي بهیر به د تېرو نورو په څېر ټکنی او په ټپه درېږي۰

ځکه چې:
که چېرې افغانستان ته سوله راشي او افغانان خپل برخلیک په خپله وټاکي، افغان دولت او اردو به جوړ شي، او دهر ډول بهرني یرغل، په ځانګړې توګه د اسلامي ښندیالانو د ځپلو به جوګه شي۰ بن لادن به یا ونیول شي او یا هم نور خونسا اعلان شي او امریکا ته به له افغان خاورې هېڅ ګواښ نه وي۰ نو امریکا به نور په افغانستان کې څه غواړي؟ امریکا به د یوې نظامي هډې غوښتنه څنګه وکړي چې خپل امنیت د پامیر په غرونوکې ټینګوي؟ نه یوازې افغانستان، بلکې زموږ ګاونډي ملکونه او ان اروپایي هېوادونه به له امریکا څخه غواړي چې نور نو خپل نظامي ځواکونه له افغانستانه وباسي۰ د دوی د خوښې ټولی به ورو ورو په ماتېدو شي، هر بهرنی ځواک به خپل ملک ته ستون شي۰ خو امریکا نه د افغان خاورې ساتنه او نه هم له دې سره لېواله ده چې افغان خپل سرلیک په خپله وټاکي۰ امریکا نه غواړي چې یوازي د افغانستان له ستراتېژیک موقعیت څخه ګټه واخلي، او پر دې سوداګریزه لار پټک واچوي، بلکې د تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان انرژي د افغانستان له لارې وباسي او په دې سره زموږ ګاونډي ملکونه چې د امریکا سره پوره سیالي کوي، تر خپل اغېز لاندې رولي۰

د امریکا له دې تابیا سره نه یوازې زموږ ګاونډې ملکونه، بلکې روسیه او انګلستان هم ناباندې دي۰ پاکستان خو له خپل ناوړه پیدایښته تر اوسه له افغانانو سره خپل دوښمنې کوي او هر چېرې یې چې وس لاس رسېږي، افغانانو ته کړنګ کني۰ هر دولت او یا ترهګر غونډ چې د افغانانو پر ضد وي، لمړی د پاکستان پلندر شي، او بیا وروسته افغانان وژني۰ حدیث شریف وایي چې هېڅ مسلمان له یوه سوري څخه دوه ځلې نه چیچل کېږي، نو ځکه هر مسلمان افغان نور پر پاکستان باور نه شي کولای۰
که څه هم چې د مشرف حکومت اوس په خپله د السلامي ښندیالانو ښکار شوی، خو د افغان اور له آر لوبغاړو څخه یوه هم د پاکستان څارګره اداره آی اېس آی ده، چې د ا نګریزانو د سکاټلند یارډ یوه څانګه ده۰ په دې اداره کې اسلامي ښندیالان نه شته، بلکې مرتد هغه چې د اسلامپالو جامي یې اغوستې، خو له آره د انګریز غلامان دي .

اېران خو لا اوس هم د \'\'مثلث فارسي زبان و اېران کبیر\'\' خوبونه ویني۰ که لږ سم غور وکړو، پر وس یې هم پوره ده او هر وخت کولای شي چې خوب یې رښتیا کړي۰ دوی نه یوازې خپله اېرانۍ زموږ تر پارلمان راورسوله، بلکې زموږ \'\'قهرمان ملي\'\' او د ده ټوله ناوړه ډله یې پېرلې ده۰ د دې تر څنګ یې هر تاجک، ازبک او ترکمن، په ځانګړې توګه هر شیعه مذهب باندې د خپلوۍ او ورورۍ کوډې کړې۰ دوی هم د خپلې کینې، فاشیزم، کم سوله توب او خپل وطن ته د سپک نظر له مخې پر اېران داسې نازېږي، لکه مشوم پر خپله مور۰ اېران د خپلو مزدورانو په مټ، افغانان یو پر بل ووژل، د مسلمانانو پر سرونو یې مېخونه ټک وهل، د وطن ملي شیتمني یې پرې چور کړه، پر افغان هڅوبي او ژبې یې یرغل وکړ او اوس یې داسې پر واک کړي، چې د هر ډول پخلایني او سولې بهیر ردولی شي۰ اېران تل خپله نیکمرغي د افغانانو په بدمرغۍ کې ګوري او تر اوسه له بده مرغه تل بریالي شوي هم دي۰

انګلستان که څه هم چې د امریکایانو نیکه او ډېر کلک ملګری دی، ګټې یې جلا دي او د خپلو ګټو ساتنه هم کوي۰ لکه مخکې چې د افغانستان د زېرمو، ستراتېژیک موقیعیت او د ازبکستان، ترکمنستان، قزاقستان د زېرمو او کانونو په باره کې وویل شول، نو انګلستان ته دا د منښت وړ نه ده چې په جګړه کې دویم ښکېل ځواک وي، خو ټولې ګټې امریکایان واخلي۰ په دې وروستیو کې په هلمند کې د انګرېزدېپلوماتانو نیول، چې طالبانو ته یې وسلې او روپۍ ورکولې، دا څرګنده کړه چې دوی له امریکا سره ناباندې دي۰ له بلې خوا، چېرته چې انګرېزان وي، هلته کابو هر ورځ جګړه وي۰ داسې انګېرل کېږي، چې دا جګړه نه، بلکې هسې د افغانانو ځورول، امریکا او افغان دولت ته د ستونزو رامنځ ته کول دي۰ ځکه چې له یوې خوا له طالبانو سره مرسته او له بلې خوا له دوی سره جګړه د هېڅ انسان په سول او پوهه دا نه شي زباتولی چې ګواکي انګرېزان او طالبان سره داسې دوښمن دي لکه امریکا او طالبان۰ دا په دې مانا چې دلته ماته او بریا ډېر په پام سره تولېږې چې یوه خوا هم درنه نه شي۰

روسیه هېڅ وخت دا نه شي منلای چې د پېړیو پېړیو دوښمن یې په انګړ کې ورته مورچل ونیسي او د ده ګټې په پوره سپین سترګۍ، کبر او خوښۍ له ځان سره یوسي۰ د ولسمشر پوتین ګوتڅنډنه، نیوکې او کله کله هم وړوکی ګواښ نه د هیرولو وړ دی او نه هم باید سترګې پرې پټې شي۰ \'\'موږ امریکا ته وخت ورکوو چې یا د افغانستان جوړ کړي او یا د له افغانستانه ځواکونه وباسي!\'\' دا د ښاغلي کرزي وینا نه ده چې هر سړی پرې پسخند کوي، نه هم د ښاغلي رباني ګیلې او نه هم د ملا محمد عمر آخوند نارې دي چې څوک غوږ نه ورته نیسي۰ دا د هغه ولسمشر ګواښنه ده چې امریکا یې اوس هم له ډاره په \'\'آستابرو\'\' کړې، که نه نو اوس یې ټوله نړۍ تر پښو لاندې کوله۰

تر دې ټولو لویه ستونزه، زموږ یاغي، فاسد، نا اهله، مزدور او لنډغر (مافیا) حکومت دی چې یوازې او یوازي د خپل جېب په ګټه پوهېږي او بادارانو ته تل په جوپړ کې وي۰ د شمالي ټلوالي ځناور خو نه افغانان دي او نه هم افغانستان خپل وطن ګڼي۰ دوی د خپلو بادارانو په لارښوونه هغه څه کوي چې ورته وویل شي۰ د دې ډلې باداران اوس هم د افغانستان مرګ غواړي او یوازېنۍ هیله یې هم دا ده۰

ولسمشر کرزی چې د امریکا د ګټو سمبالوونکی (منېجر) دی، او له بده مرغه د سیاسي پوهې څخه څه ناڅه بې برخه پاتې دی، نه شي کولای چې یوې سیاسي ستونزې ته یو منلی ځواب ووایي۰ له یوې خوا د کاغذي زمریو تر پنجه لاندې او له بلې خوا امریکا ته په درنښت سره د دې جوګه کېدای نه شي چې اوسني ناورین ته د پای ټکی کېږدي۰ دا هم په داسې حال کې چې افغانستان یوه داسې ولسمشر ته اړ دی چې پرېکنده تصمیم ونیولی شي او د اساسي دوی پلیتابه ته مټي روانغاړي۰

د طالبانو پر کړو وړو یو ځغلنده لید دا جوتوي چې دوی هم د ځان واک نه لري۰ کله د ښوونځي ماشومان وژني، کله سپین ږیري، کله بې ګنا ځوانان ځړوي او کله مېرمني۰ کله هم په جومات کې ځانونه الوزوي، او کله د خلکو په منځ کې۰ هو، داسې هم پېښه شوې چې د ناټوځواکونو ته یې په سل مترۍ کې ځانونه چولي وي او یو څو افغانان یې وژلي وي۰ سربېره پر دې، د طالبانو ستونزې نورې او خورا غټې دي:
طالبان یو پوه لارښود نه لري! دوی چې هر څه کوي، د داسې چا په بولنه یې کوي چې تور له سپینه نه شي جلا کولای۰ یا به نه پوهېږي، او یا به په پردو لومو کې بند وي۰ لوی خدای (ج) فرمایي چې تاسې له دوښمن سره په ځواک وجنګېږئ۰ که موږ پر دې باورکوو چې علم او پوهه ځواک دی، نو بیا خو د یو ویشتمې پېړۍ سیاست په ملا محمد عمر آخوند نه کېږي۰ د ده پر تقوا کې شک نه شته، خو د کفر سره سیاسي لوبې په تقوا نه کېږي، هغه هم داسې لوبې چې هره ورځ په کې ماشومان وژل کېږي۰ کله چې نابالغه کافر مړ شي، نو بښونکی خدای یې د دوزخ او جنت تر منځ برید ته لیږي، خو زموږ افغان مسلمان ماشومان چې په لاس کې یې د خداې کلام نیولی وي او زدکړه یې کوي، د کفر په نامه وژل کېږي او هغه هم د طالبانو له خوا! طالبان بې له یوه سیاسي لارښود څخه د یوې تشې ککرۍ په څېر دي۰ دوی یوازې د شطرنج د دانو په څېر لوبول کېږي، هر ګوره داسې چې نه پوهېږي چې څوک یې لوبوي۰

که طالبان دا انګېرې چې ګواکي په جګړه کې دوې ښکېل غاړې شته دې، چې یوه یې کفر او بله یې مسلمان هغه، نو بیا د له ښاغلي حکمتیار سره یو جوړجاړې ته ورسېږي ځکه چې هغه هم د بهرنیو ځواکونه پر وړاندې جنګېږي۰ که څه هم چې ښاغلي حکتمیار سترې سیاسي ماتې وخوړي، خو بیا هم تر طالبانو سل زره وارې ډېر پوهېږي۰ زه ښاغلي حکمتیار ته تبلیغ نه کوم، یوازي په دې اند یم چې له حکمتیار سره به جوړه نه یوازې د افغانانو یووالی ټینګ شي، بلکې پر بهرنیو ځواکونو به نور هم زور ډیرشي۰ که چېرې طالبان له ښاغلي حکمتیار سره جوړه نه کوي، نو بیا د دې یوه بل لارښود په لټه کې شي، ځکه چې اوسنی هغه دا وړۍ نه شي شړۍ کولای۰ په ټینګار سره وایم چې له طالبانو سره هغه وخت خبرې کېدای شي چې لارښود یې بدل شي۰

د پورتینو رښتینتیاوو په پوهاوي د پایلې ته رسېږو چې نه افغان حکومت او نه هم طالبان د دې واک و ځواک لري چې یو له بل سره د سولې خبرو ته کښېني اوپرېکړه د وکړای شي۰ ځکه چې دوی د جګړې واک نه لري، او د غاړو مزي یې د بل په لاسو کې دي۰ د ښه پوهاوي لپاره:

سوله هغه وخت کېدای شي چې په جګړه کې ښکېل ډلې خپلواکې وي، نه د نورو لاس پوڅي!!!