د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د هراتیانو پټ غلیمان هم باید وغندل شي

محمد نقیب 24.03.2008 14:05

له شکه پرته چې د هرات نه بلکی ټول په هیواد او ولس مینو شهیدانو په سر کې د خپل عزت او عفت خوندی کولو، په پاکه اسلامي عقیده د پاتېکیدو، د اولادو د روزلو، د سر، مال او خپلواکۍ د ساتلو، د ارام او امن ژوند د لرلو په خاطر بیا د ټول افغان ولس د ظلم، جبر تېریو نه، د ژغورلو او د لرغونی، سرلوړي افغانستان د استقلال، ملي حاکمیت او ویاړنو د ساتلو په موخه خپل سرونه زار کړل او کوی یې. نه پدی موخه چې یو غلیم نه واک واخلي او بل غلیم ته یې وسپاري او پخپله ورته د پخوا په شان مریان پاتی شی.
ښاغلی نکته دان: د عدل، انصاف او قضاوت وړانګې له ډیرو لوړو او هسکو نه سر پورته کړی. هغه په غرونو، غونډیو، ځنګلونو، سمندرو نه بندیږي، نه زر، زور، ځواک پېژني نه خپل خپلوان او نه ډله ټپله. هر چا چې په هره جامه او وخت کې د چا به عقیده، ژبه، عزت، عفت، سر، مال او په ازادۍ تېری کړی وی، د ظالم، قاتل او تېرې کونکي څیره بربنډه او په سزا یې محکومه وی چې بیا یې نه دی او نه نور تکرار کړی. او که عدالت او حقانیت له زر، زور، خپلولۍ او له نورو تمو او هیلو نه زار شی نو بیا د ټوک ټوک او کنډواله افغانستان په شان په کې وحشت، جنایت او بربریت اخري پولې ته رسیږي.
عزتمنده: تاسو باید د ډلی اوډلګۍ پلوي نه وه کړی، حقیقت مو باید په ریښتني ډول کښلی وه. د هراتی شهیدانو د قاتلانو تر څنګ مو باید هاغه جنایت کاران هم په ورته ژبه غندلي وه چې د هغوی پاک روح ته یې سپکاوی کړی اوکوی یې. د هغوی هیلی، امیدونه او پاکه وینه یې په تومنو او ډالرو وپلورلې. د شهیدانو پیغلی لوڼې او ځوانې میرمنې یې ځانو ته واده کړی، کومو کنډو او یتیمانو چې کور هټۍ، سرای اوځمکه لرله هاغه یې تری ذولیت کړه د هغوی اوښکی یې په وینو بدلې کړی.
هغو جاسوسو معامله ګرو چې د همدې او نورو شهیدانو د ژوند په بیه امران او امیران شول، د بلډنګونو، هټیو، هوټلونو د هوایی شرکتونو او د میلونو ډالرو خاوندان، د نه مسلکي پوهۍ او تجروبی په لرلو سره زوی، پلار او ورونه، والی، وزیر، سفیران او د ولسمشر مرستیال شوی، لکه د مسعود اواسمعیل کورنۍ.
د تاسو د مقالې د بشپړیدو لپاره به د هراتي شهیدانو د روح او هیلو پلورونکي د اسمعیل ایرانپال جنایتونه په ګوته کړم چې د مقالۍ سره دې غوټه کړی یو دا چې د شهیدانو روح به ارام شی او بل عدالت او انصاف به پر ځای شی.
ټوپک چې داسمعیل د عقل، پوهۍ سمبول او دګټو وټو وسیله ده. د بی وسلی کولو په اړه د بی بی سی رادیو د خبریال د یوی پوښتنی په ځواب کې ویلې: دا وسله مجاهدینو په جګړه کې غنیمت کړی دا دهغوی شخصي مال دی. څوک حق نلری چې ترې یی وایخلي(.۳ /۱۰ /۱۳۸۰یم کال کابل )
اصف معروف د بی بی سی راډیو خبریال په هرات کې د مسلخ کمپ د کډوالو دحالت د لیدو لپاره ورغلی وه. د نوروکډوالو تر څنګ یې له لس کلن یتیم پښتون ماشوم سره هم خواله کړی وه . وږی ،تږی ویر ځبلی بیوزلی ماشوم په مظلومانه او درده ونکې غږ ورته وایې : د کمپ مامورین اوساتونکی راله وایې ته طالب یې تاته مواد نه درکوو. بی بی سی (۱۰ /۱۰ /۱۳۸۰ )
یو انګلیسی خبریال د معلوماتو د راغونډولو لپاره د هرات ولایت ته تللی وه. په پټه یې په ښار کی د روان حالت او د ورځنیو پیښو په اړه مستند فلم ډک کړی وه. چې ایرانیان سړکونه او ښوونځۍ جوړه وی او د ایران د استازو لاس وهنه د ولایت په چارو کې په سترګو کیږي. هغه په یوه لویه کلاه کې یې د شپږ سوو تنو په شمیر ایراني عسکر لیدلي وه. هغه ویل چې دی عسکرو پخوا د لبنان د حزب اله ملیشوته د جګړه ایزه روزنۍ ترڅنګ په جګړه ایزو عملیاتو کې هم ونډه اخستي. دا فلم د۲۰۰۲ کال د فبروری په لومړی شپه د بی بی سی په شپږم کانال کې خپور شوی.
خبریال له اسمعیل سره ځانکړی مرکه کړی.
پ : داسې ویل کیږي چې ایران تاسو ته نوی وسلې در کړی او په اداري چاروکې لاسوهنه کوی؟
ځ : نه خیر دا دروغ ده.
پ : د تاسو د کسانو په غاړه نوی وسلی دی هاغه مو له کومه کړی ؟
ځ : له طالبانو نه په بانک کې روپی پاتی وی او بل د ګمرک محصول مو چې را ټول کړی هغه مو پرې رانیولي.
دطالبانو د ماتی نه وروسته د ایران ولسمشر په یو ورځني سفر کابل ته تللی وه د هرات د شهیدانو د وینو او ارمانو پلورونکی (اسمعیل) نه چې د کابل له خوا بلل شوی وه او نه هم د هرکلي په ډله کې شامل وه لیکن ایرانی جاسوس د پوره وفادارۍ له مخۍ د خاتمی هرکلي ته د کابل هوایې ډګر ته ورغی دخپل بادار ته د ښه راغلاست له ویلو وروسته وا پس هرات ته ستون شو.
د ۲۰۰۳ یم کال د اپریل په ۱۱ مه کرزي د ګمرک لرونکو ولایتو والیان کابل ته غوښتی وه لیکن اسمعیل غونډی ته نه وه ورغلي. په غونډه کې یې ورته وویل: د جهاد او مقاومت په نامه له ولس نه باج مه اخلې؛ حکومتي څوکۍ د ځانو شخصي حق مه ګڼی، او لدی لاری د روپیو دټولولو، د ځمکو او کورو د رانیولو، او د ولس د زوره ولو لپاره ملا مه تړی.
د ۱۳۸۱یم کال د غوایې په یولسمه د وخت د کورنیو چارو وزیر په کابل کې د کنفرانس ګډون والو ته وویل: ما د باد غیس د ولایت لپاره سرحدي لوا تشکېل او قوماندان ورته ټاکلی وه خو د هرات والي اسمعیل د ثور په څلورمه پری حمله کړی څه یې بې وسلې کړې، ۳۸ تنه یې د مقاومت په ګنا ه وژلی، د سیمی اوسېدونکې یې هم کړه ولي. د اکازیو په کلي کې درې تنه ښځی او یوولس تنه ماشومان یې په دار ځړولی د بالامرغاب په ولسوالۍ کې ۸۰۰ کورونه او هټۍ لوټ شوی .

د ۲۰۰۲ کال د اګست په دریمه کلیموریس د بی بی سی خبریالۍ د هرات نه په راپورکې وویل: د اسمعیل ملیشو د شیډند او غوریانو د ولسوالیو په اوږدو کې د لاری په سر پاټکونه اچولي د اوسیدونکو لپاره خواړه، دارو اونور توکي نه پرېږدي.
اسمعیل نارینه ښوونکي ګواښه ولی چې په کورسو کې انجونوته زده کړه ورنکړي. او په ټولګیو کې دی هلکان او نجونی سره ګډ نه وی. (بی بی سی ۲۳ /۱ / ۲۰۰۳ یم کال)
د ۲۰۰۳ یم کال د مارچ په دریمه اسمعیل د ایران دکورنیو چارو وزارت له خوا په رسمی سفر بلل شوی وه . هلته یې د مشهد د ښار د چارواکو سربیره د بهرنیو چارو له وزیر او له ولسمشر خاتمی سره ولیدل .

د بشريحقو د ټولنۍ د استازو لخوا د هرات په ښار کې غونډه جوړه شوی وه. خبریال احمد بهزاد د ولایت د امنیت له رئس نه د بشريحقو په اړه پوښتنه کړی وه. اسمعیل پری غضب شوی، په څپیړه یې وهلې بیا یې په ساتونکو په زوره له غونډی شړلی وه. (بی بی سی ۲۰ / ۳ /۲۰۰۳ )
اسمعیل ته وفادارو ملیشو د هرات د ښار د پولیسو په هغی حوزې وسلوال برید وکړ چې د هغی آمر (مشر) د کورنیو چارو د وزارت لخوا ګمارل شوی وه .(بی بی سی ۶ /۹ /۲۰۰۳ )
ناپېژاندو کسانو د هرات د ولایت د محکمی په رئس د وژلو برید کړی نوموړی سخت ټپی شوی هاغه د اسمعیل د مخالفینو څخه وه . د یوی میاشت په دننه کې دا پنځم کس دی چې د وژلو برید پری کیږي (۵ /۱۰ /۲۰۰۳ بی بی سی)
اسمعیل پخپلو بادیګاردانو د ولایت د بانک مدیر پدې خاطر وډبه وه چې د بانک پوری د تړلې ځمکې اجاره یې مرکزي بانک ته لېږه لی وه.(بی بی سی ۵ /۳ /۲۰۰۴ کال.)
د ۲۰۰۵ ځم کال د مارچ په پنځمه وزیر اسمعیل خپل کور هرات ته په رخصتی تللی وه. یو تن کارګر چې د استقلال د پارک د هوایې پلونو په جوړولو بخت وه اسمعیل پری شتله ور وړی، په خپلو ساتونکویې په وینو لت پت کړی. نوموړی غدار د امارت په وخت کی دا پارک جوړ کړی وه هغه له مرکزي حکومت سره نه منله چې په کې هوایې پلونه جوړ کړی.
دا او دیته ورته قصابان ،دحیا ،عزت او خپلواکۍسوداګران ،دګاونډیو،سیمی او د نړۍ د جلادانو نوکران د
عدل او انصاف په حکم باید چې دوی په دار ځړه ول شوی وه یا په جیلو کې وراسته پراته وه اوکه نه ناولي لاسونه خو یې له واکه لنډ شوی وه.له بده مرغه چې دامریکې ،روس اوایران په خوښه کرزي د هغوی په جنایتو او ملي خیانتو کمپله غوړه ولی اوځان یې د دوی په خاطر په ګناه اخته کړی .د افغانانو او د ګران افغانستان د دښمنانو د بشپړی تباهۍ په هیله .