د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د افغانستان قومي - ژبنی جوړښت

انجنیر محمدانعام واک 21.03.2008 19:26

د افغانستان په قومي جوړښت کې، د وینې او خټې په بنسټ، د پښتانه په سلنه ډېرې ناندرۍ وهل ګټور کار ځکه نه دی چې له یوې خوا «که شپه تیاره ده مڼې په شمار دي»، پښتانه په یوازې ځان له ټولو شته افغان قومي ګروپونو نه په شمار کې زیات دي، له بلې خوا په سیاسي لوبه کې ژبنۍ سلنه «رنګ پره» ده نه د وینې او خټې یوه. دا خو ژبنی جوړښت او ژبنۍ سلنه ده چۍ د دغه، هغه قومي جوړښت سیاسي سلنه ښکته پورته بیایي.
پښتون قومي ګروپ د ژبې د ویونکو د شمار له مخې هم له نورو افغان قومي ګروپونو ډېر دی، خو د رسمیاتو، دولتي سیاست او بېروکراسۍ په ډګر کې د پښتو ژبې نشتوالي او یا کمزوري شتون د پښتنو سیاسي ملا ماته کړې، د ژبې ستونزه، بیاهم، یوه درنه ملي ستونزه ده. نو له هغه ځایه چې قومي – ژبنۍ سلنه سیاسي پایلې لري، د خپلې خوښې سلنې وړاندې کول غټ ملي تاوان دی. د قومي ګروپونو سلنه، نه له سخاوته د شلغمو ډک تول دی او نه د دغه، هغه قومي ـ ژبني ګروپ له جبه خیرات ورکول کېدای شي.

قومي جوړښت:

د افغانستان له پاره د واک فونډېشن د قومي جوړښت شپږ کلنې ( ۱۹۹۱ – ۱۹۹۶) سروې او څېړنې وښوده چې پښتانه په سلو کې د افغانستان د ټول نفوس ۶۲،۷۳ (دوه شپېته اعشاریه دري آویا)، تاجک ۱۲،۳۸(دولس اعشاریه آته دېرش)، هزاره ۹( نهه)، اوزبک ۶،۱۰ (شپږ اعشاریه لس)، ترکمن ۲،۶۹( دوه اعشاریه نهه شپېته) او ایماق ۲،۶۸( دوه اعشاریه آته شپېته) نفوس جوړوي.( وګورئ: د افغانستان قومي جوړښت، د افغانستان له پاره د واک فونډېشن شپږ کلنه، ۱۹۹۱-۱۹۹۶، سروې او څېړنه، د ساپی د پښتو څېړنو او پراختیا د مرکز چاپ، ۱۳۷۷ لمریز کال، پېښور).
د افغانستان له پاره د واک فونډېشن د سروې او څېړنې سلنې تر اوسه پورې د افغانستان د قومي جوړښت په اړه له ټولو بهرنیو او کورنیو خپرو شویو سلنو نه درنې او د اعتبار وړ دي.
د افغانستان د قومي او ژبني جوړښت په اړه د CIA او ناتو NATO په ګډون د ټولو خپرو شویو ایرانۍ ډولو «سلنو» او «نقشو» شا ته افغاني - پښتني ضد سیاسي اهداف پراته دي. غټ امریکایي افغانستان پوه «لویي ډوپرېLouis Dupree» په آویایمه لسیزه کې هزاره ګان په سلو کې د افغانستان د ټول نفوس ۶ (شپږ) وښودل، خوCIA په آتیایمه لسیزه کې ۱۹ (نولسو) ته ورسول. ډوپرې په هماغه لسیزه کې، پښتانه په سلو کې د افغانستان د ټول نفوس۴۶ (شپږ څلوېښت) وښودل، خو CIA د بن د دوه زره یوم ۲۰۰۱ کال په تړون کې په سلو کې «آته دېرشو» ته را ښکته کړل.
قومي ـ ژبنۍ سلنه، په حقیقت کې، سیاسي سلنه ده. د ډېرې اریانتیا ځای دی چې میاشت، دوه مخکې د افغانستان د مرکزي احصائیې د ادارې د یوې څانګې پښتون رئیس په کابل کې له آریانا (؟) ټلویزیون سره د افغانستان د را روانې سرشمېرنې پروژه، چې د افغانستان له قومي ـ ژبنی جوړښت سره بنسټیزې اړیکې لري، یوه غیر سیاسي پروژه وګڼله. دغه ډول رئیسان، وزیران، مشاور وزیران، ولسمشر، که په رښتیا، دې ډول ملي پروژو ته په غیر سیاسي سترګه ګوري، نه ښایي دې ډول درنو ملي دندو او ملي پروژو ته وګومارل شي...

پخوانی ژبنی جوړښت:

واک فونډېشن په نويیمه لسېزه کې د خپلې پورتنۍ سروې او په آتیایمه لسیزه کې د ملګرو ملتونو د UNIDATA د افغانستان د ژبو د یوې سروې له پرتلې نه جوته کړه، چې په سلو کې د افغانستان ۷،۷۳ ( اوه اعشاریه دري آویا) پښتنو، ۰،۳ ( صفر اعشاریه درې) اوزبکو، ۱،۲۹ ( یو اعشاریه نهه ویشت) ترکمنو، په سلو کې ټولو هزاره ګانو او ایماقو، په سلو کې ټول ټال ۲۱ (یو ویشت) قومي ګروپونو د خپلو مورنیو ژبو په پرېښودلو او د دري ژبې په کولتوري - سیاسي بټۍ کې په ویلې کېدو سره دري ژبي شوي دي. همدغې ژبنۍ ویلې کېدنې، د افغان تاجکو قومي سلنه له ۱۲،۳۸ ( دولس اعشاریه آته دېرش) نه ۳۳ ( دري دېرش) ته جیګه کړې ده. تاجکو د ژبې له همدې ائتلافي سلنې نه، په پوره سیاسي مهارت، په افغان سیاست، پارلمان او کابینه، کې د تل له پاره د دېرشو په شا او خوا کې وڼده خپله کړې ده.

نوی ژبنی جوړښت:

په افغانستان کې د شاهي نظام په له منځه تللو، په تېره بیا، په افغانستان باندې د پخواني شوروي اتحاد د ۱۹۷۹ کال پوځي یرغل د افغانستان په ژبني جوړښت کې له ښه مرغه ګوتې ووهلې. له پخواني باچا، محمدظاهر، او قوماندان احمدشاه مسعود نه پرته، ډېری پاړسي ژبو پښتنو افغانانو او غیر پښتنو افغانانو هلته، له ډیورند لاین نه آ خوا، په شمالي او جنوبي پښتونخوا کې پښتو ژبه زده کړه. اوس د افغانستان څه ناڅه ټول غټ او واړه قومي ګروپونه په پښتو ژبه خبرې کولای شي.
په پښتو ژبنۍ بټۍ کې د غیر پښتانه قومي ګروپونو او پخپله د دري ژبو پښتنو د ویلې کېدلو په بنسټ، ویلای شو، پښتو ژبه له دې وروسته یوائتلافي ژبنی ګروپ دی. که څه هم د دې ژبنې ویلې کېدنې کره عد لا په لاس کې نه شته، خو د واک فونډېشن د وروستیو څېړنو لومړنۍ لاس ته راوړنې ښیي چې په ژبه کې نوموړې قومي ویلې کېدنې پښتو ژبه د بایلات له خپل پخواني کوره را وایستله. د دې ویلې کېدنې د یوه نسبي عدد تر لاسه کول به د پښتنو په ګټه د افغان ژبني جوړښت نوې سلنې لاس ته راوړي، خو یو په بل باندې د پښتنو د «قومي» او «ژبنۍ» سلنې د لګېدلو د مثبت کولتوري بدلانه په رښتینواله کې کټ وټ نشته.

دولتي ژبنۍ پالیسي:

د ۲۰۰۳ کال د ډسمبر د میاشتې د اساسي قانون د تصویب لویې جرګې، قومي ګروپونه په بېلو بېلو ملي او محلي تیږو ودرول. پښتانه یې د «یوه موټي» افغانستان د بیا رغونې په نوم وغولول. یو شمېر بې پښتو پښتنو، ان امریکایانو او انګرېزانو، په پښتو ژبه باندې د لویې جرګې ولاړ پښتانه غړي د پښتو ژبې له ملي کولو نه تېر کړل. پښتو ژبه، بیاهم، و نه توانېده د یوې بالفعل کولتوري- سیاسي پدېدې په توګه د افغان ملت جوړونې بهیر ته مثبت تګ لوری ورکړي.
د اساسي قانون شپاړسمې مادې د هیواد د دوو غټو ژبو په توګه پښتو او پاړسي دواړه د هیواد او دولتي ژبو په کچ او یو لړ کوچنۍ ازبکي، ترکمني، بلوچي، پشه یي ژبې یې په سیمه ییز کچ رسمي کړې.
که په کوچنیو ژبو کې د غټې ژبې په توګه د ازبکي ژبې رسمي کېدل پښتو ژبې ته، په ښکاره، کومه بالفعل ګټه نه لري، لږ تر لږه پاړسۍ ژبې ته باالقوه کولتوري - سیاسي تاون لرلی شي.
په پښتو ژبه باندې د ملي ترمینالوژۍ د لیکلو او ساتلو له پاره د اساسي قانون د ترمینالوژې پاراګراف ګونګ او کمزورې دی. پښتو ژبې ته، د پخوا په څېر، د ملي ترمینالوژۍ د ویاړ د ورکولو دا کمزوری پاراګراف د افغانستان د رښتینې ملي ژبې، پښتو، حق نه شي خوندي کولای. دې پاراګراف هم د افغانستان د ۱۳۴۳ کال د اساسي قانون د پینځه دېرشمې مادې په څېر د پښتنو په سترګو کې خاورې شیندلې. په داسې حال کې چې د افغانستان د رسمي ژبو یادونه د هغه قانون په درېیمه ماده کې شوې وه، خو د ملي ژبې خبره بیا دېرش مادې وروسته، په پینځه دېرشمه ماده کې راغلې وه. د ژبې هغه پخوانۍ ژبنۍ شاهي پالیسي د ښاغلي حامد کرزي د ژبو له نننۍ امریکایي پالسۍ سره څه ځانګړی توپیر نه لري. پښتانه په خپل کور کې بې کوره او د خوار ژوند ورځې، شپې تېروي.