د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

٥٠ سلنه يوازې پښتانه!

رحيمه ساپۍ 19.03.2008 12:33

د زيارکښ ليکوال محمد انعام واک تبصره مې وکتله، ښه ځاى ته يې پام شوى، خو په ليکنه کې زما موخه يوازې پښتانه وو. ليکنه مې، چې کله په سايټ کې پرليکه شوه، پام مې شو، چې ښايي يو شمېر کسان پکې تېر وځي. بېنوا پاڼې ستاسې د سپيناوي په اړه ماته خبر راکړى دى، خو ما غوره وګڼله، چې پخپله دغه سپيناوى وکړم.
د پښتنو د سلنې په اړه په رښتيا هم، چې په دې وروستيو کې يو لړ سروې ګانې خپرې شوې، چې پر واقعيتونو له څېلمې سترګې پټوي. د ٢٠- ٢١ ازادو سروې ګانو له مخې، چې د افغانستان د نفوس په اړه شوې، پښتانه د افغانستان ډېره کى قوم راښيي او که هغه پښتانه هم پکې وشمېرو، چې د بېلابېلو لاملونو له مخې يې خپله ژبه هېره کړې، دا سلنه نه يوازې دا، چې ستاسو په وينا ٦٣ ده، بلکې اويا ته رسيږي. زما په ليکنه کې يوه نقشه هم خپره شوې ده، چې د دري ژبې د ويونکو سيمې په زېړ رنګ پکې ښودل شوې دي، که څوک په ٥٠ سلنه کې تېروځي، ددغه زېړ رنګ له مخې په افغانستان کې د دري ژبو سيمې پېژندلاى شي. د فارسي نېټ په نامه د يوه ويب سايټ په وينا، چې دا نقشه يې خپره کړې ده، په اېران کې ٣٠ ميليونه فارسي ژبي او په افغانستان کې اووه ميليونه فارسي ژبي اوسيږي. په افغانستان کې د اکثريت ستونزه اواره ده او پر دې، چې څوک سترګې پټوي، هغه به تعصبانه عمل کوي.
يو ځل بيا مننه، چې مهمې موضوع ته دې پام شوى دى.