د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

اېران بالاخره ((زرياب)) ونمانځه

حامد شينډنډى 18.03.2008 10:39

د شنبې په ورځ په کابل کې د اېران سفارت د ١٣٨٧ لمريز کال او ميلادالنبي په پلمه يوه غونډه جوړه کړې وه،خو په افغانستان کې يې د پارسي ژبې يو تن ((خدمتګار)) پکې ونمانځه. په غونډه کې رهنورد زرياب، محب بارش، حيدري وجودي، طغيان سکايي، محمد حسين محمدي، سيد ضيا قاسمي، جاوېد فرهاد او يو شمېر نورو کسانو برخه اخستې وه. غونډه د ملي سرود د غږولو پرځاى د مولانا د شعرونو په اېرانۍ دکلمه پيل شوه او محب بارش د رهنورد زررياب پر خدمتونو! کار! او زيار! رڼا واچوله. هغه کال ورځ(نوروز) د اېرانيانو دود وباله: (( د نوروز جشن اېرانى خراسانى جشن دى، طالبانو ځکه بند کړى و، چې اېرانى جشن دى. دغه جشن يوازې په پارسي ژبو کې دود دى.))
محب بارش خپل اېرانى اصليت په دې څرګند کړ، چې خپل وياړ او دود يې په اېرانيانو پورې وتاړه او ټول هغه قومونه يې له کال ورځې بې برخې او لرې وګڼل، چې په خپلو ورځنيو چارو کې له لمريز کاليز نه کار اخلي. ترکيه او افغانستان دواړه يې بې نوروزه وګڼل او لويه اريانا يې په ( اېران) واړوله.
 د اېران تر ټولو ستر هڅه داده، چې د اريانا ټول وياړونه په اېران بدل کړي او په دې برخه کې تر ډېره بريالى شوى هم دى. دمګړۍ د نړۍ په ګڼو نويو تاريخونو، ويکي پډيا او دايرۀ المعارفونو کې اريانا اوسنى اېران ګڼل کيږي او کله، چې زموږ ځينې اېران ځپلي او د اېران سفارت معاش خواره ليکوالان له دغه ډول سره سمې څڼې غورځوي، دغه ګومان په حقيقت ور بدلوي!.
د اېران په سفارت کې د محب بارش، زرياب او نورو ملګرو څرګندونې او د اېراني بادارانو پر وړاندې غوړه مالۍ له دې پرته بل څه دي، چې دا د دانشګاه او دانشکدې په نامه بهير له کومه ځايه اوبه خوري او څوک يې ترشا ولاړ دي. ويل کيږي په دې وروستيو کې د ويس يه نامه د اېران د يوه پوهنتون استاد هرات ته راغلى او افغان فرهنګيان دې ته هڅوي، چې د پارسي ژبې توغ پورته کړي او له پارسي نه دفاع وکړي. دغه استاد دا ١٥ ورځې کيږي، چې د اېران په فرهنګي کړيو کې فعاليتونه کوي.
تر ټولو بده او خواشينوونکې لا دا، چې کيسه ليکوال محمد حسين محمدي د زرياب پر ستاينو خوله پرانسته او د واصف باختري دا خبره يې راواخسته، چې: (( موږ بايد زرياب ونمانځو، ځکه زموږ د داستاني ادبياتو سرخېل دى)). دا به تر يوه بريده ومنو، چې زرياب په داستاني ادبياتو کې نسبي مخکښ رول لري، خو که ايينه او ګلنار او څو نور کتابونه يې له سره ترپايه وګورې، هومره څه نه ښکاري، لکه ځينې ښاغلي يې ،چې مخکې مخکې کوي. د ژبپوهنې په برخه کې د دغه ښاغلي نه کوم اکاډميک کتاب ترسترګو کيږي او نه کومه علمي او اکاډيميکه ليکنه. له څو اېرانيو او وارداتي لغتونو پرته د زرياب په قاموس کې تاسې څه وينئ؟ هرڅوک، چې د زرياب د ادبي شخصيت ادعا کوي، په درې کوچنيو بېلګو کې دې دا ادعا ثابته کړي، چې ايا رښتيا هم زرياب له پنځو شپږو اېراني وارداتي لغتونو پرته نور څه لري او که نه هسې ډنډورې او تعصب يې لوړو مدارجو ته رسوي. زرياب د خپلې وينا په ترڅ کې وويل: (( د ژبې په اړه نوره دا مقوله زړه او ناکاره ده، چې ژبه د افهام او تفهيم وسيله ده. دا مقولې نورې مردودې او منسوخې دي. د ژبې په اړه ميشل فوکو خبرې کوي، ويتکنشتاين خبرې کوي، ژاک دريدا خبرې کوي، خو له دې موږ ناخبره يو)).
د زرياب په وينا، نوره ژبه د افهام او تفهيم وسيله نه ده، يوه قومي ،سياسي او ان اقتصادي حربه ده. د هغه په اند ژبه داده، چې په څو بې سر او بوله لغاتونو يې ککړه کړې، نه خپله پرې وپوهيږې او نه نور بني ادمان. په طلوع کې د يوه نږدې ملګري په وينا، چې اوس يې دغه ځاى پرېيښى، وايي، يوه ورځ مې د طلوع له کارکوونکو وپوښتل، چې (( اذر اويز پندار)) څه مانا لري؟ هيچا هم ځواب ونه وايه او بالاخره خبره (( فرهنګ عميد)) ته ورسېده. نو کله، چې پر ويونو او وارداتي کليمو پخپله هغه کس پوه نشي، چې توليدوي يې ، يا را واردوي يې، نو د نورو بېوزلانو به څه حال وي.
په هرحال د اېران د سفارت په غونډه کې پرېکړه وشوه، چې تر دې وروسته به په دريو ځانګړو برخو کې غونډې کيږي:
شعر او داستان
د افغانستان د دري د زړو څېرو معرفي ( چې تر اوسه يې اېرانيان نه پېژني)
او د فارسي څېرو نمانځنه
په دې توګه غونډه پاى ته ورسېده او د اېران سفارت د فرهنګي چارو مشر ښاغلي غلامي د يو شمېر برخه والو په جيبونو کې له ريالونو ډک پاکټونه کېښودل.