د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په بهرنيوچارو وزارت کې د پښتو بيخ ايستل شوی دی

الماس افغان 16.03.2008 13:58
د افغانستان د بهرنيوچارو وزارت خپرنيزارګان ( ستوری ) اوومه ګڼه مې تر لاس لاندې ده پر پوښ يې د بهرنيوچارو  وزيرښاغلی سپنتا په داسې حال کې ليدل کیږي ، چې د الازهر رئيس شيخ طنطاوي ته سوغات ورکوي ،مجله يوازې له همدې نامه ( ستوری ) او د افغانستان له ملي نښان څخه ښکاري و چې دا د افغانستان د بهرنيوچارو وزارت مجله ده او که نه کټ مټ د ايران کومې مجلې غوندې ښکاري ، له پوښه پرته او هغه هم ددې مجلې د زيږون له زمانې څخه ، چې پښتو نوم پرې ایښوول شوی اوښايي د ښاغلی سپنتا انډيوالانو يې د بدلون جرئت نه دی کړی ، نوره ټوله مجله پاړسي ده او يوه کليمه پښتو په کې نشته . يو هندي محصل په کابل کې پښتو زده کوي يوه ورځ يې راته وويل ، ياره زما لکه چې هسې وخت ضايع شو . ما ويل ولې ، راته يې وويل د افغانستان رسمي ژبه هسې هم پاړسو ده او پښتو څوک په رسميت نه پيژنی زه يې ولي زده کړم ؟ او ما چې دده ددغې انګېرنې دليل وپوښته راته يې کړه ، چې وروره ستاسو د خارجه وزارت رسمي ارګان وګوره يوازې په پاړسي او انګريزي ده .
يوپښتون پيژنم ،چې دده تر نظر لاندې هره خپرونه په ترازو تلل کيږي او که چيرې په کومه مجله یا اخبار کې يوه کلمه پښتو اضافه شي نو پر چلوونکي يې غوږ تاووي خو د هغه لکه ، چې د بهرنيو چارو وزارت مجلې او دې ته ورته ډيرو نورو دولتي مجلو ته پام نه دی شوی ، چې حتی د ثواب لپاره هم يوه کلمه پښتو په کې نه شته .
ګرانو هېوادوالو !
په بهرنيوچارو او نورو ګڼو وزارتونو کې پښتو مړه ده او په لوی لاس يې بيخ ايستل شوی دی موږ نه پوهيږو ، چې د افغانستان ملي بوديجه ولې پر متعصبو خپرونو لګيږي او ولي دنيوکو ټولې سترګې يوازې پښتنو ته متوجه دی او نور ورڅخه معاف
                                                                          قربان شوم خدا را
                                                                         یک بام و دو هوا