د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

مسلمانانوته څه پكاردي ..... ؟

فضل الرحمن عمرخيل 10.03.2008 23:32
څه موده وړاندې يوځل بيا په يوشميرډنماركي ورځپاڼوكې داسلام دسترلارښودحضرت محمد ( صلي الله عليه وسلم ) كاريكاتورونه خپاره شول اوورسره جوخت دهالنددپارلمان دغړي خيرت ويلدرز له خوا دقرآن عظيم الشان پرضد يوفلم جوړ شو چې دغې چارې دتيرپه څيريوځل بيادنړۍ دمسلمانانواوپه ځانګړې توګه دافغانانوچې له اسلام څڅه ددفاع په اړه په نړۍ كې ځانګړى ځاى لري ، غوسه راوپاروله.
دډنماركي خپرونوله خوا ددوهم ځل لپاره دحضرت محمد (صلي الله عليه وسلم ) دكاريكاتورونوخپرول اودهالنډي سياستوال له خوادقرآن كريم پرضد دفلم جوړول له مسلمانانوسره دلويديځې نړۍ پخوانۍ دښمني په ډاګه كوي داځكه چې يوځل مخكې هم ډنماركي ورځپاڼو ورته ګام پورته كړى وه .
كه سړى دډنماركي ورځپاڼواوهالنډي سياستوال ورستيوهڅوته وګوري نوپه رښتياچې لويديځه نړۍ دبيان دآزادۍ ترشعارلاندې د نږدې يونيم ميليارد مسلمانانومذهبي اوديني ارزښتونوته سپكاوى كوي .
داخوهغه څه دي چې لويديځه نړۍ يې ترسره كوي اوس پوښتنه داده چې لويديځوال ولې دخپلوټولوهغوشعارونوترڅنګ چې ددريمې نړۍ داستوګنولپاره يې زمزمه كوي ، په داسې كړنولاس پورې كوي ...... ؟ بله داچې كه چيرې لويديځوال داسې لوبې ترسره كوي دنړۍ مسلمانان بايد څه وكړي ترڅوپه راتلونكي كې دلويديځوالودداډول كړنومخه ونيسي ....... ؟ چې زه غواړم دامكان تربريده دغوپوښتنوته دخپلې ليكنې په لړكې ځواب پيداكړم .
لويديځه نړۍ دخپلې هغې تاريخي دښمنۍ له مخې چې له مسلمانانوسره يې لري (( دصليبي جګړې په ترسره كيدودغه كينه څوبرابره شوه )) تل هڅه كوي دخپلوامپرياليستي غوښتنودترسره كيدوپه موخه دمسلمانانوپه وړاندې په بيلابيلوتوطيولاس پورې كړي چې زماپه آندپدې سره لويديځوال څوموخې لري چې بايد لاس ته يې راوړي :
لومړى : لويديځه نړۍ دډنماركي ورځپاڼوپه څيرپه خپرونوكې داسلام دسترلارښود دكاريكاتورونوپه خپرولوسره زيارباسي دهغوپه وړاندې دمسلمانانودغبرګون اويووالي كچه معلومه كړي كه چيرې مسلمانانوپه ډنماركي خپرونوكې دحضرت محمد ( ص ) دكاريكاتورونوپه لومړي ځل خپرولوسره غوڅ اوپريكنده غبرګون ښودلى واى ښايي داځل يې دهغوددوهم وار چاپولوتكل نه واى كړى زماپه آند لويديځوالودمسلمانانوله بې اتفاقۍ ، اقتصادي كمزورتياووڅخه په ګټه اخيستوسره تل هڅه كړې ترڅودهغوى په مذهبي ارزښتونولوبې وكړي .
دوهم : لويديځوال هڅه كوي پدې سره مسلمانان په څوبيلابيلوډلو ( منځ لاري ، راډيكال ) باندې وويشي ددوى په آند هغه كسان چې دلويديځې نړۍ دداډول كړنوپه وړاندې چټك غبرګون ښيي هغه راډيكال ياسخت دريځي مسلمانان دي اوبايد چې په لومړي سركې وځپل شي اوهغه چې لږسوړ غبرګون ښيي منځ لاري مسلمانان دي اوبايد چې دراز ، راز اقتصادي مرستوپه وركولوسره تطميع شي ترڅودلويديځوالودمرهون كيدوله وجې دهغوى دهرډول اسلامي ضد هڅوپه وړاندې چوپه خولې پاتې شي چې پدې سره لويديځوال كولاى شي په اوږدمهالې توګه خپلوشومواهدافوته لاس رسى پيداكړي .
دريم : لويديځوال تل پدې لټه كې دي چې څه ډول وكولاى شي داسلامي هيوادونوهغوطبيعي زيرموته چې لاتراوسه دمسلمانانودتخنيك پوهنې دكچې دخورا ټيټوالي له لامله چاورته لاس ندى وروړى ، ځان ورسوي اوهغه ترستوني تيرې كړي نوددې موخې دترلاسه كيدولپاره اړينه ده ترڅودمسلمانانودځپلولپاره داسې چارې ترسره كړي ترڅوپه هغوسره دمسلمانانولويديځ ضداحساسات راوپاروي چې په پايله كې يې هرومرودلويديځ اومسلمانانوترمنځ دټكرزمينه برابريږي داچې مسلمانان په تخنيكي لحاظ له هغوى سره دمقابلې وسايل اومكانات نلري ښايي پايله به يې دلويديځ له خواداسلامي هيوادونوله اشغال څخه پرته بل څه نه وي .
څلورم : لويديځوال تل دخپلې پراختياغوښتنې پاليسۍ له مخې تل هڅه كوي په اسلامي هيوادونوكې د ( نفاق واچوه ، حكومت وكړه ) سياست دپلي كيدوله لارې دمسلمانانوترمنځ دبې اتفاقۍ په خورولوسره هغوى په متمدن اوزاړه پاليوباندې وويشي ترڅووكولاى شي لدې لارې په هغوى باندې لويديځ كلتوراوفرهنګ وتپي اوپه په راتلونكي كې پدې وسيله داسلامي فرهنګ دخپريدومخه ونيسي .
پنځم : ګلوبلايزيشن يانړيوالتوب بله هغه ستره اوخطرناكه توره ده چې اوس لويديځوال دهغې په واسطه غواړي داسلامي هيوادونوملي ، سياسي ، اقتصادي ارژښتونه له منځه يوسي ترڅولدې لارې په راتلونكي كې ددوى په آند اوددوى په خوښه اوطبيعت برابريواځې يونړيوال كلى چې لويديځه نړى اوپه سركې يې ........ ؟ دهغې ملكه وي ، رامنځته شي چې پدې سره به لويديځه نړۍ دوروسته پاتې هيوادونواوپه ځانګړې توګه داسلامي ملكونو اومه اوپاخه توكي ترخپل ستوني تيركړي .
زماپه آند داخوهغه څه دي چې لويديځه نړۍ يې غواړي اوهغوته درسيدوپه موخه بيلابيلې لارې اووسيلې كاروي نوپدې ځاى كې داسلامي هيوادونواومسلمانانودنده اومسئوليت څه دى ... ؟ آيادهغوى په وړاندې دمسلمانانوله خوادمظاهروپه كولوسره دغبرګون ښودل كفايت كوي اوكنه ..... ؟ آيامسلمانان دخداى ( ج ) ددين په وړاندې يواځې همدومره مسئوليت اودنده لري چې دكفاروپه وړاندې مظاهره وكړي اوكه نورهم څه دنده لري چې بايد دخداى ( ج ) دسپيڅلي كتاب دلارښوونوپه رڼاكې يې ترسره كړي ..... ؟
داسمه ده چې لوى څښتن ( ج ) داسلام دسپيڅلي دين اودخپل سپيڅلي كتاب دساتلووعده كړې خومسلمانان هم دنده لري چې دبيلابيلولاروچارو په كارولوسره چې لوى څښتن يې په قرآن عظيم الشان كې سپارښتنه كړې ، داسلام دسپيڅلي دين په وړاندې خپله دنده اداكړي .
مسلمانان يواځې پدې نه خلاصيږي چې يوچيرته راټول شي اومظاهره وكړي ددې اوهغه كس ګوډاګي ته اور واچوي . دوى بايد دلوى څښتن ( ج ) ددغه امر ((( واعدوالهم ماستطعتم من قوه ))) په رڼاكې خپل ځان دخپلومنابعواوامكاناتوپه مټ داسې سمبال كړي چې هروخت دهردښمن دهرې توطيې په وړاندې ډاډه اوغاښ ماتوونكى غبرګون وښيي اوكه داسې نه وي نويوخوبه مودلوى څښتن ( ج ) له پورتني امرڅخه سرغړونه كړې وي چې داپخپله يوه ستره ګناه ده اوبل به موتل خپلې سترګې اولاسونه دهغه چاجيب ته نيولي وي چې دمسلمانانوځورول ، وژل ، برمته كول يې دورځنيوچاروڅخه شميرل كيږي . زماپه آند مسلمانانودخداى ( ج ) كتاب ته شاه كړې دهغه په اوامرو عمل نه كوي اوكه داسې نه واى نود څه باندې سل ميليونه عربومځكې به يواځې څومليونه اسرائيلونه لاندې كولې .مسلمانانوتل ديوه كافرهيوادسره جګړه دبل كافرهيواد په امكاناتوترسره كړې چې داپخپله كفري نړۍ ته دمسلمانانواړتياپه ګوته كوي .
په پاى كې ددې لپاره چې مونږ مسلمانان دتل لپاره دلويديځې اوكفرۍ نړۍ له شراواحتياج څخه خلاص شو نواړينه بريښي چې ددغې خاورينې كرې پرمخ پخپل موجوديت اوميشت كيدوباندې له سره غوروكړو په نړۍ كې دمسلمانانودتاريخ پاڼې يوواربياوګورو اوله هغوڅخه پندواخلواوله ځان سره دافكروكړو چې آيادهغه وخت مسلمانانوهمداسې له شرمه ډك ژوند تيرولو ... ؟ په قرآن عظيم الشان كې دسورت حديد په نوم سورت مسلمانانوته له اوسپنې څه دكاراخيستلولارې چارې په ګوته كوي راځۍ وګورو چې مونږ پدې برخه كې دخداى ( ج ) ددغه امرڅومره برخه ترسره كړې مسلمانان كافي طبيعي زيرمې لري بايد له هغوڅخه ددغه سپيڅلي كتاب دارشاداتواولارښوونوپه رڼاكې ګټه واخلي مونږ مسلمانان دلويديځ اوكفري نړۍ په مټ دهرډول جوړوشووتخنيكي آلاتواووسايلوڅخه استفاده كول دځان لپاره وياړګڼوپه لوكسوګاډوكې يې سپريږو ، له ګرځنده تليفونونوڅخه يې ګټه اخلو ، پيسې پوراخلو له دغوكفري هيوادونوڅخه وسلې رانيسو چې دڅه مودې وړاندې دسعودي عربستان اومصرهيوادونوله خوا له امريكې څخه دميلياردونوډالروپه ارزښت دوسلورانيول يې ستره بيلګه ده خودمسلمانانوپلاس دهغوپه جوړولوشرميږو، مونږ مسلمانان له امريكې څخه وسلې اخلوله روس سره پرې جهاد كوو ، له چين څخه يې اخلو له ....... ؟ سره پرې جهاد كوو خوپدې نه پوهيږو چې دغه يوهم له اسلام سره مينه نلري بلكې خپلې سياسې موخې لاسته راوړي نوپه هرقيمت چې وي مونږ بايد دغيراسلامي هيوادونوله سياسي ، نظامي ، اقتصادي ، فرهنګي انحصاراو احتياج څخه ځان خلاص كړوترڅووكولاى شو دهغوى دهرډول دسيسوپه وړاندې په خپلواكه توګه غبرګون وښيواوكه داسې نه وي نودډنماركي ورځپاڼوپه څيردې دنوروګڼ شميرلويديځوخپرونوله خوادې دورته نوروګامونوپورته كولوته سترګې په لار اوسو .