د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

انساني غوښتنې او شیطاني کړنې

محمد نقیب 09.03.2008 17:22
له نن نه ۴۴کاله پخوا دستګیر پنجشیري ځان د لوی او لوړ ارمان کس نومه ولی له ظلم،جبر،تیري، نابرابری، لنډ اوتنګ فکرسره یې دښمني ډاګیزه کړی وه. هغه نه یوازی د افغان مظلوم ولس د روا ،برابرو حقو دګټلو، د هوساینی اونیکمرغۍ غوښتنه کوله بلکی د ټولې نړۍد زیار کښانو د حق د ګټلو دعوه دارهم وه .
د دی لوی ارمان د پوره کولو لپاره د انګلس،مارکس،اولینن د ایدیالوژی معتقد اولاروی شوی او ډېر وطن او ولس پال کسان یې دې انترناسیونالستي مفکورې ته د رابللو په پلمه دوکه کړي .نوموړی د افغانستان دخلق د موکراتیک ګوند د بنسټ ایښودونکوڅخه دی.
او د همدی ګوند په ۱۵ کلنه واکمنۍ کې د ښوونی اوروزنی وزیر، فواید عامی وزیر، دسیاسي بیرو غړی او د دولت پیاوړی او ځواکمن کس پاتی شوی.
سره لدی چې نوموړی ګوند یو ویشلې ټوټی، ټوټی ګوندوه. د مشرانو یې ذهني او فکري نظر سره ورته نه وه لیکن دستګیر د دوه مخۍ، غوړه مالۍاو تېروېستنې د پوره کمال په لرلو په ګوند اودولت کې دمطرح او ځواکمن کس په څېره د پاتی کېدو لپاره د تره کی، کارمل، امین اونجیب د خوشاله ولو په خاطر د هغوی هر ساز ته نڅېد لی دی.
د څو کالو راهیسی مې د ځینو هېوادوالو له خولې اورېدلي وه چې دستګیر اوس د ژبی او قوم پالنۍ په رنځ اخته شوی د تبعیض اوتعصب له مخی د پښتنو کولتور، تاریخ او ژبی پسې لاڅه ان ګران افغانستان پسی اوتی بوتی لیکی. ماد هغوی په خبرو باور نه کاوه، پدې چې د طبعیت دحکم په اساس ټول ژوندي موجودات د دودې او پرمختګ په لور درومي او د ساینس پوهنۍ دتجروبو د پایلو په بنیاد د نن ورځی انسان د پخوا انسانانو په پرتله څو برابره پوه اوهوښیار دی. د عقل نړی یې ډېره لویه او پراخه شوی..د لری لید د مفکورې(دور فکره) انسانانو د زیار له وجی او د پوهۍ له برکته دستګیر چې په امریکې کې څه ولیکي شېبه وروسته یې خامه نه یې په تهران، محققیان او مسعودیان یې په افغانستان کې د ایمیل له لاری لوستلی شی او که وغواړي ورسره ګړېدای هم شی. نو څنګه کیدایشی چې هاغه دی د طبعیت دحکم اودپوهۍ دلاسته راوړنو سر چپه څرخ ووهی .
تیره ورځ مې د نورو ویب پاڼو د کتلو نه وروسته اریایې ویب پاڼه پرانسته د دستګیر بنجشیری، سید احمد شاه دولتی فاریابي او داکتر نورالحق نسیمی لیکنی مې یو په بل پسی ولوستی. د اکادومیسن د مقالی دلوستلو نه وروسته مې له ځانه وپوښتل چې د مارکس او لېنن د مفکورې په لاروي اود انترناسیونالیزم دخورولو پلوي باندی څه شوی چې د ۴۴ کالو د کمونستي مبارزې اود اکادومیسن د علمي درجې د لاسته راوړو نه وروسته ۳۶۰ درجې په شاه وڅرخېد. د پوهۍ لری لید یې دومره لنډ، تنګ اوتیاره شوی چې اوس قامی اوژبني تعصبات راپاره وی او افغان ورونه یو پر بل وژني.
د روان کال د دلوی په ۲۴ مه د اطلاعاتو او کولتو وزیرد بلخ په ولایت کې خپل محلي خبریال له هغه وروسته ۳ ورځی کسر معا ش کړ چی دری پلاه یې مکتوبي خبر ورکړی وه چې داساسي قانون په حکم په راپوروکې ایراني اصطلاحات، نه بلکې ملي مصطلحات کاروه. پدی قانوني کار ټول ایرانپال په غضب شوې د خرم صیب سربېره ټول پښتانه یې کنځلي.
اکادومیسن شیطاني تومار د ناڅرګنده خراسان په یاد په لاندی شعر پیل کړی.
ګر خیره کند مردم چشمان مرا خورشید جهانم و خراسان مرا
من روز نهء امید نو باز کنم ای دوست نګر راه درخشان مرا.
زما په اند د خراسان د کیسی په اړه ژړا اوهایاهوی دیته ورته ده لکه څوک چې د وایم لسم ناپېژانده ډرنیکه د راژوندي کېدو په هیله ترپیږی.
چې دا هیڅ امکان نلری. که د معجزی په ډول داکار هم وشی د هغه له ژوندي کېدوسره د ښیګڼی پرځای په خرورو غمیزی زېږیږی. داسی کس چې د مړی پر ژوندي کولو ژوندي کړه وی دا عمل د هغه له ځان غوښتنی منافقت، شرارت او لیونتوب نه پرته په بل څه دلالت کوی؟ که په ریښتیا سره په خراسان مین یې نو امریکا له څله اوږدېدی. دعمر اخري پېر د دی دلته لنډ د خراسان په مرکز مشهد کی به دېره شوی وی.
نوموړی فتنه ګر بیا د تېر په شان د دومخی او تېرویستنی په جادوګر کمال چې خپلو درغو، تورونو، شیطانې او لمسونو کړوته د حقیقت لار هواره او د ریښتینولی جامه ورواغوندي د پرویز کامبخش موضوع یې راپورته کړی چې د لیکنی له متن سره په هیڅ وجه سر نه خوري. پدې چې هدف یې ملي مصطلحات دی. سپین سترګي رند د هغه په اړه هم پښتانه پړه کړی پداسی حال کی چې هغه مظلوم د بشريحقو سرغړونکي، ځواکمن جنګسالار د همده په شان لنډ، تنګ، اوتیاره فکره متعصب عطا محمد بندي او د اعدام حکم یې ورته اورولی، پدی ریا او ظالمانه کار کې هیڅ پښتون چار واکی لاس نلری .
پخواني انتر ناسیونال او اوسني ملت پال اصلي شیطاني هدف یې پدی ټکو لیکلی
( دربرابر واژهای ریشه دار خوش اهنګ و ګوهرشریف دانش،دانشجو،دانش اموز،دانشکده،دانشګاه ونوشته های دانشمندان نو اندیش وطن حساسیت دیوانه وار،تهوع اور و بیمار ګونهء از خود نشان میدهد.......به ګناه نوشت وخواندن این واژهای فصیح وروشنُ فارسی دری ُ مجازات ومتهم به کفرګو یې مینمایند )
دمارکس اولینن پیرو خو د عوامو د احساساتو د پارولو په چل ډېر ښه پوهیږی د ورور وژنی او د وطن د ورانونۍ هڅولو لپاره یې تاجک ورونو ته لاندې سندره ویلی .
دو روزی بزی و مګر سر بلند نه عمری که ګردن ګذاری به بند
به ننګی که یابی امان از ضحاک چه بهتر که خونت بریزی به خاک
چنین بود رسم دلیران ما وراه نبرد شهیدان ما
زه له ځان پلورنکي، ځان پال اوشراچونکی اکادومیسن نه پوښتم.
ایا دا اصطلاحات (واژی) تا او تا ته ورته اوربلونکو نوی واورېدل او زده مو کړل؟ ایا دا واژی د لسیزو راهیسی ایرانی پهلوی فارسی کې نه استعمالیږی؟ له یوی خوا وایې دا واژی خوږی،سپیڅلی دی، ژوری ریښی لری اوځان اکادومیسن اعلانوی له بله خوا همدا ښکلي غږ لرونکی نومونه د امریکایانو له یرغل نه پخوا د نه وه زده. او که دی زده وه، نو ولی د ی د خپل وزارتو اوسیاسی بېرو غړیتوب په دوران کې نه ویل او نه لیکل. له شکه پرته چې اوس د ایرانیانو د روپیو په بدل کی ایرانۍ ژبه پر موږ تپی .
دوی خو پدی ښه پوهیږی چې ښاغلي وزیر قانون تطبیق کړی. ځو دعوه جلابان ځانونه نړوالوته بر حقه ښیې په خرم صیب تور لګوی چې ګویا موږ د مورنی ژبی له ویلو منع کوی. اود بابی خبری یې له کفر ویلو سره پر تله کړئ .
دوی د زاغ اورزاق کانه کوی. وایې چې یو مومن بډا سپین ږیری دیوال ته تکیه کړی وه تسبح یې اړه ولی، یا رزاق، یا رزاق یې پری وایه منافق کس یې تر خواه کښیناست شېبه وروسته یې چیغه کړه چې دا خو په تسبو یا زاغ ،یا زاغ وایې.
د تاریخ په اوږدوکې د لرغوني افغانستان کوم دری ژبی پاچا او واکمن پښتنو ته د هغوی په مورنۍ ژبه ور سره ګړېدلی. کوم یو ه یې د پښتون لیکوال په پښتو لیکل شوی اثار چاپ کړی. او کوم ښاغلی ورته ښوونځۍ، مدرسه ورته اباده کړی یا یې دزدکړی اسانتیاوی برابری کړی. که په لنډو ووایم کوم واکمن د پښتنو د زده کړی مخه نده ډب کړی، اثار، روزه نیزاو تعلمي ځایونه یې ندی سېزلی.
د مغولی بابر په واکمنۍ کی د پښتنو نه سر خوندی وه اونه مال په خپلو کورو، کلیو، او سیموکې د داړمارو او یرغلګرو له خوا وهل، ترټل او لوټیدل. د اداري چارو واک یې خپلو کسانوته سپارلی وه پښتنو دلوی خوشال بابا په مشری د انساني حقه حقوقو غوښتنه وکړه پدې کار د هغه ځای جیل شو، د ماشومانو، او سپین ږیرو په ګډون په لکونو ځوانان یې شهیدان کړل.
څلورنیم کاله پخوا چې یونس قانوني د کورنی چارو وزیراو فهیم د دفاع وزیر وه. په خټه پښتون ۲۳ کلن عبدل امطلب وروسته له ۱۷ کالو ګډوالۍ نه د خپل، خپلوانو داحوال او لیدو لپاره خپل کلي ته له پېښور نه را ستنېده د تره خیلو د تنګي په پوسته کې د پوستی کسانو نیولی، نشنلستو متعصبو قاتلانو پدې ګناه وژلی چې فارسی یې زده نه وه. ( بی بی سی د ۱۳۸۱ یم کال د چنګاښ اا مه )
عجیب انسانان دی په هیڅ وجه مو په کرار نه پریږدی، له ادمه تر دی دمه چې پښتانه د خپلې مورنۍ ژبی پرځای د دوی ژبه زده کوله او زده کړی، لیک او لوست هم پرې کوی د مننی او کور ودانۍ پر ځای مود بی فرهنګ، خامه بدست او جاهلانو په نومو او په سپکو، سپورو تعنو مو ستایې. اوس چې ځان له تعنو تری خلاصه وو. د معصب او نشنلست په نومو مو یاده وی.
متعصب اوربلونکی د خپل همژبی چې په امریکا کې مړ او هلته خاوروته سپرل شوی وطن ته د هغه د جنازی د وړلو غمه خوري خود د لوی قندهار، لویې پکتیا او د څلوروختیځو ولایتو په ګډون په غزني او وردګو کې هره ورځ لس، شل مړه یا ټپیانیږی کورونه او کروندی یې د بمو به لمبو کې سوزی د هغوی ویر او ناورین ته غلی ناست دی نندارې نه یې خوند اخلي.
دخپل د ملګری د جنازی لپاره یې کاږلي (به حکومت پشنهاد کردم که تابوت سردار محمد رحیم شیو پدر زنده یاد به وطن انتقال شود انها کار را انجام نداد باز ګفتم که کرایه انرا از پول تقاعدی وامتیازی اکادومی امرا مصرف کنید).
پدی کې هم ښاغلی خرم تورن کوی چې له قصده یې د اکادومیسن خبر نده منلی. نوموړی که یوذره انسانی کرامت لره دخپلو ناحقه امتیازاتو سربیره به یې د افغانستان د ورانولوپه سر د ایران اوروسیه له خوا د ورکړشویو ډالرو یوه کوچنۍ برخه به یې هغه وطنوالوته ورکړوی چې دوه میاشتی دمخه یې په هرات او کندوز ولایتو کی د لوږۍ له لاسه اولادونه وپلورل. په حقیقت کې خو هاغه پخپله او ټلواله د ولس د کډوالېدو لامل شوی. پدې چې دوی سور پوځ هیواد ته راوبله او رباني او مسعود د یفتل او پنجشیرد ولسوالیو حکومت به ټول افغا نستان په زور منه.
د اداري چارود قوانینوپه اساس د ګډوالو اړونده کارونه د کډوالو وزارت پورې اړه لری او که کوم
کډوال غواړی د خپلوانو جنازه هیواد ته انتقال کړی. بیانو له بهرنی هیواد سره د اړیکو د نیولو چاری یې د بهرنیو چارو وزارت ته ورپه غاړه دی پدې کې خو د اطلاعاتو او کولتر وزارت هیڅ ښکېل تیانلری .
په پای کې د لینن لاره وی (لینن هم په خوله انترناسیونالیزم غوښت لیکن هرهیواد یې چې لاندې کاوه هلته یې له واره خپله ژبه پری تپله) دافغانستان نه، بلکې د وطن جذبې اخستې پښتنو ته یې په لاندی ټکو اخطارورکړی .
(تاجیکان افغانستان دستبرد طالبانه میزند ولی باید دانست که ازوطن وثروتهای ان تااخیرین قطره خون بازهم در برابرتجاوزکاران وطالب پروران دوسوی دیورند(تایک کلاه)جای باشد مقاومت دادخواهانه خواهد شد)
هغه چاچې د وطن خپلواکي د ولس حیا د روپیو او څوکیوپه بدل کې په پردیو پلورلې وی، د زېږون د ځای، د خاپوړو د کور، د ودی اوسترېدو د ځانګوپه مینه او پیرزوینې منکر وی نوڅنګه باور وشی چې داسې کس به له وطنه ساتنه وکړی .
ته پخپله ترهګریې چې د ډیورندپه کرښه وطن او ولس پال افغانان ترهګر نوموی د هغویی د ازارله وجی خو یو ځل دا دی شرمېدلی یې تا پخوا دوی د امریکا تالي څټی بلل او مرګ په امریکا دی بغاری وهلی، دا دی اوس پخپله په مړو سترګو د امپریالیزم په خیټه کې ننوتی یې مزی کوی او د همدوی د بی ۵۲ او کروز په کرم له کولاب نه کابل ته راستانه شوی. د افغانستان جوړونکو افغانانو په ۱۹ مه پېړی کې د انګرېزي ښکېلاک ښکر مات کړ، په شلمه پېړی کې تا اوملګرو دی شورویان راوستل او مسعود یې د پوځي کاروانو امنیت نیوه. خو بیا هم په افغانستان مینو افغانانو له خپل هېواد نه د شړلو سربېره د منځنۍ اسیا او د بالکان هیوادونه یې د سره اسعمار له جغ نه وژغورل. دا دی په ۲۱ مه پېړۍ کې مسعودیانو، محقیقیانو اودوستمیانو د روپیو، څوکیو اورتبو په بدل کې د ولس عزت د وطن خپلواکي یوپلاه بیا په ښکېلاک ګرو وپلورله، همدا ننګېالي د ککریو په بیه د هیواد خپلواکي ګټی .
یو تن چې ځان یې دکتورنور الحق نسیمی رکلام کړی پدی ټکویې مقاله پیل کړی .
تاجک افغان نیست . هزاره افغان نیست . ترکتبار افغان نیست
ښاغلیه: ته چی ځان پورې د داکتر نوم تړی مانا داچې مقابل لوريته ځان با تعلیم، باتربیه او پوه ور پېژنی او د نکتائې ډوله عکس له مخی خو د ۴۵ او ۵۰ سو کالود عمر په شاوخواکې ښکارې. نو حتماً به دې دامقاله دعقل منطق اوپوهۍ په رڼا کې لیکلې وی.
ته چې د دوی په استازیتوب وایې موږ افغانان نه یو نو له دی څرګندیږی چې پخپلو مینخ کې یو موټې، خواږه اوته یې مشر یې
اوس باید ته د دی جنا یت ځواب ووایې. په ۱۳۷۲ یم کال کې چې تاسو د وحدت له ملیشو سره یو ځای د دوستم په ټانګو سپاره دکابل په ښار ننوتی، ولی مو کال وروسته د وستم کمونست ونوموه، جهاد مو پر ضد اعلان کړ اود هزاره ورونو پسی مو موټرونه، کورونه اوسرایونه د قولفک چپات په نامه لټول اود ۱۳۷۴یم کال د کب په۱۹ مه د عام قتل په موخه مو په دریمه،څلور مه کارته، ګذرګاه، چهلستون لنډه داچی په ټوله سیمه اوراګان،لونا راکټونه او د میګ ۲۱ بمونه واورول بیا د تاسو له وېرې مزاري د ژوندی پاتې کېدو یه هیله د طالبانو په سیمه د تیښتی لار ته زړه ښه کړ.
ته به څنګه دا خپله خبره سپینه کړی، هزاره اوترکتبار ورونه لا پرېږده چې لا تاجک ورونه له تاسره یوه خوله وی. زه دکابل د ولایت دهسبزد ولسوالۍ اوسیدونکی یم. دخواجه رواش،ده یحی‌‌آ، بختیار کلا، پای مناراوخواجه چاشت کلي اوسیدونکي ټول تاجکان دی اوشمیریې زرګونو تنو ته رسیږی نه چې ما له دوی نه دافغانیت انکار نده اورېدلی بلکی پری ویاړی .همدا شان ټول ولس دی .
ایا خپله خوښه، نظراوغوښتنی په نورو تپل د هغوی په حق تېری ندی؟ آیا هغوی ته اخلاقي اومعنوی سپکاوی ندی؟
له تاسو ځان پلورونکواومتعصب مریانو پرته بل هیڅ تاجک، هزاره یا ترکتبار ورور له خپل افغانیت نه منکر ندی.
لنډ، تنګ اوتیاره فکره جاسوس په مقاله کې د ژبی او دڅرځایو موضوع، په ښاغلی علی احمد جلالي، امیرعبدالرحمآن خان اوپه نوروپاچاهانو نیوکی اوپه نورو مختلفو مسلو یې ټونګی وهلی لوستونکې نه پوهیږي چې د کتلست هدف څه ده.
پوه او ریښتني کسان پدې پوهیږې چې پښتا نه په افغانستان کې د ټولو مېشه ورونو قومنو ترمنځ دیو والی، نژدیوالی، او خوښۍ لپاره داسی حیاتی رول لوبه ولی لکه سمندر یې چې د ځمکی په سمسورتیا ښکلا اواقلیم کې لری. خدای مه کړه که پښتانه ترې لری شی. بیا به د ۱۳۷۷ او ۱۳۸۷ کالو په شان چې په مزار شریف کی محقق لومړی په مسعودیانو اوبیایې د مالک او ورپسی یې په دوستمیانو ټونګی سری کړی د افغان ولس سربېره ټولی سیمې او د نړۍ اوسیدونکو ولیدل او واورېدل چې پلورل شوو غدارانو د ښار د لاندی کولو په سر سره وخوړل.
له ښاغلي جلالي صیب نه یې غوښتی چې د مخدره موادو په قاچاق اداري فساد....... کې دی دشمالي ټلوالی دغړو ثبوت وړاندی کړی.
دی اوس لمر په دوه ګوتو پټه وی. سپین زرهوټل ته مخامخ او په ده افغانا نو کې لوکس بلډنګونه په شیرپورکې (چورپور) کې غربي ډوله ماڼۍ د کامیراو پامیر هوائی شرکتونه او په میلونو ډالره نغده پانګه فهیم، ضیا مسعود اودیته ورته کسانو د لاسوپه تڼاکو او د مغز په اوبه کولو ګټلي؟ او که د ادبی، علمي او هنری اثارو په لیکلو؟ په ۲۰۰۱یوم کال کې امریکایانو له یوی خوا په افغان ولس د بی ۵۲ د الوتکو په واسطه بمونه اوره ول. له بلې خوایې د بشردوستۍ په نامه ور سره جوخت بیسکیټ، کانسروا شکلات. اونور خواړه له کمپلو سره د بی ځایه شوو خلکو لپاره د ټلوالې په سیمه کی له هوا نه غورځول. ذوا لفقار اسمعیل یان (تاجکستانې خبریال) چې دراپورد چمتو کولو لپآره تخار ولایت ته ورغلی وه. د اوکتوبر په ۲۴ مه یې د بی ځایه شووخلکوغږ د بې بې سی راډیو له لاری خپورکړ. (امریکایان چې خواړه اوکمپلې راغوځوی هاغه قوماندانان را ټوله وی په هټيوالویې پلوري موږ ته هیڅ په لاس نه راځی ) هغه هم ومنله چې دا شیان ما په هټیو کې لیدلي. څوک چې دا ډول د مرګ خواړه غلا او لوټ کړی نو په نورو شیانو صرفه کوی؟ اوله دی نه بل کره ثبوت شته.
سید احمد شاه دولتی فاریابی اوږده مقاله د دی عنوان (افغانستان درپرتو دکتاتوری) لاندی کاږلې. (قبیله سالاران از محبوبیت ونفوس سیاسی جنرال دوستم درهراس است میخواهد قبل از انتخابات ریاست جمهوری سال اینده اورا ضعیف نمایند) د۲۰۰۳ کال داګست په ۹ مه د انګلستان د ټایمز ورځپاټې مقاله کې راغلي وه. دوستم هیڅ ډول مسلکي، نظامي او سیاسی پوهه نلری هاغه یوازی دوسلو په لرلو جنرال یادیږي، که هغه ترې واخستل شی یوعادي کس به وي.
روڼ اند اومودرنه: دوستم چې د ولسمشرۍ دماڼۍ په خواه کې نیمه شپه پر اکبر بای د خپلو شومو غوښتنو د منلو په خاطر له ۷۰ تنو ملیشو سره د هغه په کور یرغل وروړی،د میرمنو د بی ستره کولو،د ماشومانود وېره ولو، د هغه او د زوی د وهلو،ډبه ولو سربیره یې یرغمل خپل کورته وړي. د یرغملو خلاصون چې د حکومت دنده ده. پدې کار یې پړ ګڼې، اود دوستم پر ضد یې یوه توطیه بولی. انسانیت، اسلامیت او اهلیت په داسی قضاوت شرمیږی. که حقیقت مو د قوم پالنۍ قرباني کړی وی نو داخو دخدای (ج) حخه انکار دی. ځکه چې حقیقت نوم د خدای دی. او که تراوسه مو دوستم په ریښتني ډول نه وی پېژندلی بیا دا مو د ساده ګۍ او ناپوهۍ ګواهی کوی .پدې چې انګرېزانو د لسزرو کیلو متره په واټن کې پېژندلی او تا د په څنګ کې نده درک کړې. زه دا ښاغلی ننګه وم که دوستم همدغه مقاله نیمایې ولوستله شوای نوزه به د هغه په شان ګلم جم اوکودن یم او دهغه ټول جنایت اوتیرې ګناه دی زما په غاړه وی. او که یې ونشوای لوستلی نو باید بیا ته (سید احمد شاه) ولیکې چې تېر وتلی وم ذهني قوت مې کمزوره ده. په ریښتیا هم هاغه انسان دښمن کس دی.
پای