د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دښځو دنړيوالې ورځې په مناسبت

زرلښته حفيظ 08.03.2008 12:25
لکه څنګه چې ښځې د ټولنې نيمايې برخه تشکيلوي نو همد ارنګه په ټولنه کې مهم نقـش هم لوبولى شي ښځې که له يوې خوا د دونيا نوابغ او قهرمانان په غېږ کې لويوي نوله بلې خوا په ټولنيزو چارو کې فعاله ونډه هم لرې اود ټولنې د يومهم او فعال غړي په توګه د سياست په ډګر کې هم ځان ښـکاره كولاى شي او په ښــه توگه كولاى شي چې په سياسي فعاليتونو کې فعاله برخه واخلي افغاني ښځې د اخلاقو په چوکاټ کې د ټولنې په پرمخ بيولو کې ستر رول لوبولاى شي د همـــدې اصل په نظــــــر کې نيولو سره ښځه په پرمخ تلليو هيوادونو کې د اوليت مقام لري او ټولنه په دې پوره باور لري چې بي دښځوله ونډې اخستلوڅخه ټولنه هيڅکله خپل د تکامل پړاو ته نشي رسيدلى نو ځکه د ښځو ونډې ته د قدر په ستر ګه کتل کيږي دا چې ښځه د ژوند په ډګر کې د يو مهــم قشر په تو ګه پيژندل شوې ده نو د ټولنې افراد هم دد ې ټکي په نظر کې نيولو سره په پر مخ تللــي هيوادونو کې ښځو ته د اوليت مقام ور بښلی دى او په دې پوه دي چې ښځه هم مور ده ، هم خورده ، اوهم يوه زړه وړنکې معشوقـــه ده همداراز،ښځه د ژوند سمبالوونکې، د کورني ژوند د انتظام ،تعادل او د کور د اقتصاد په جوړولو کــې يوډېرمهم رول لوبولاې شي ښځه د ماشوم د اولنۍ ښوونکې په توګه پيژندل شوېده او ښځه د ورځني ژوند په چاپېريال کې هغه څوک ده چې ټولنه پرې ډ ير افتخار کولاې شي کله چې په ټولنه کې دتعليــم سطحه لوړه شي، نو بيا ټولنه په دې پوهيږي چې ښځې هم دنارينوپه شان کار کولاې شي خو زمـونږ په ټولنه کې د تعليم د سطحی د ټيټوالي له عمله ښځو ته د ټولنې د يو فعال غړي په توګه نه کتل کيږي حتی يو تعداد خو ښځوته په خپل کورکې دا اجازه نه ور کوي چې خبرې وکړي خوپه دې لانه پوهيږي چې نارينه د ښځو په نه موجوديت کې نيمګړي دي زه تل د خپلو خويندو څخه په ډيردرناوې هيله کوم چې مونږ د بهرنيو ښځو څخه هيڅ کمى نه لروراځئ چې د ټولنې د پرمختګ لپاره ګټورګامــونه پورته کړواوپه نړيواله کچه کې دخپلو شخصيتونو په ښودلو کې د تعليم اوچتو پړاوونوته ځانونه ورسوو او د نړۍ له ښځوسره د ښګلاګانوپه سياليو، د اندامونو په لوڅولو اوښودلو، کوم چې زمونږ د مذهــب د سپکاوي سبب ګرځي په كلكه ډډه وکړو راځئ چې په سالمو رقابتونو کې برخه واخلو اوله ځانوڅخه
د ټولنې مهم شخصيونه جوړ کړو په سياسي او ټولنيزو فعاليتونو کې فعاله ونډه واخلو دا ځکـــــه چې افغانه ښځه ډيرعالي مورال لري اوکولاې شي چې د دولت تررياست اووزارته پورې لکه دنړۍ دنورو
ښځو په شان ورسيږي، د انګلستان مليکه اليزابت ،ميرمن تاچر،هندراګاندي بېنظير بوټو،دنړۍ اولينه فضانورده روسۍ ښځه ترشکووا اوداسي نورو ښځو په شان د ژوند ډګـــرته لاښـــکلا ورکړوله خپلې ورسته پاتی ټولنې څخه د ورسته پاتيوالې نوم ايسته کړوخو زمونږ خويندې دې په دې هم خبرې شـي چې له بده مرغه داسې نارينه هم شــــته، چې د ښځوله پرمختګ سره مخالفت لـري، په ځانو د ښــځو نومونه كېږدي او بيا قلم راواخلي،داسې شيان وليکي ترڅو ښځه بېچاره په خپله ليکنه اوخپل ابتــکار پښـېمانه کړي هيڅ مې نه هېريږي چې يوه ورځ ما په کومه پاڼه کې د نړۍ له مخورو ښـــځو څخه په خپله يوه څلوريزه کې يادونه کړېوه نو زما په پاڼه کې د تبصرې مخه خلاصه وه کوم ښــاغلي د ښځې په نوم خپل مخالفت پكې څرګند کړی و خو زه هم ورته غلې شومه او غوښـــــته مې چې د نارينه نظر وګورمه ترڅوپوه شمه چې څومره منفي او څومره مثبت اړخونه لري ، له نېکه مرغـــه ماته د ځواب
ليكلووخت پاتې نه شو زموږ نورو هيواد والو راڅخه ملاتړ وکړ چې تر اوسه پوری ماتــه يوه ډېره په
زړه پورې روحيه پيدا اوپوه شومه،چې رښتيا هم انســــانان لكه دلاس دگوتو په څېر يو ډول نه دي له نېكه مرغه موږ داسې عالمان لرو، چې د ښځو په موجوديت وياړي او د هغو د ستاينی وړخدمتونو ته د قدر په سترګه ګوري زه په دی خبرو کې له خـــداې(ج) څخه پرته له بل هيڅ چا څخه ډار نه لرم اود خپلو هغو خوينديو له روا حقوقو څخه په كلكه ملاتړكوم کومې چې،زمونږ د ټولـنيزونورمونواو مذهب سره مخالفت ونه لري سره له دې چې دم ګړۍ زه له هيڅ يوسياسي ګـوند سره تړاونه لرمه خود خپلو
هغوخويندوله حقوقو څخه په کلکه ملاتړكوم،کومې چې پرته له كوم جنايت څخه په سياسي اوټولنيزو
چاروکې فعاله ونډه اخلي اوهغه خويندې چې په کورونوكې د کورنيو کارونوپه سمبالښت، دماشومانو په روزنه او حتی په کروندو کې له خپلونارينوسره په کار کولوبوختې دي خوزه له هغو بې پتو،ناوړو
او بې حيا كسانو څخه،كوم چې د افغانوښځوپه نومونو ځانونه لوڅوي يا د ښکلاګانو د مليکو په توګه دنړۍ والو پرمخ د افغانو ښځو ترنوم لاندې د لوڅ بدن په ښودلوکې د سيالۍ ميدانونو ته راوزي، چې دا زموږ د سپېڅلوافغانو ښځو لپاره د شرم او بد نامې سبب ګرځي ډېر بد وړم ځكه خو زه له ټولوويب ماسـترانو څخه په ډيردرناوي هيله کوم چې د داسې ښځو او انجنوعکـسونه په ويب پاڼوکې خپاره نه كړي كوم،چې زموږ دافغانواوباتوروښځوحيا په ځمكه ولي،داډول تصويرونه خو د وياړ وړنه بلکې د شرم وړدي يوه ورځ مې په يوه پشتوويبپاڼه كې چې نوې پرانستله شوې وه دYOUTUBE خپروني د هغو څومحـدودو اوګوتو په شمار افغانومليکو،انجنواو افغانوښځوداسې بربنډ تصويرونه په پرلپسی توگه وليدل چې زغم يې راته ډېرگران و
ګرانوهيواد والو!
موږپخپله وياړلې افغاني ټولنه کې ډيرپياوړي اوتکړه ښځينه کدرونه لکه انجنرانې،ډاکټرانې،نرسانې، دپوهنتون استادانې، تکړه نطاقانې، او ډيرې با شهامته ميندې لرو چې له يو کورڅخه يې څو اولادونه د لوړوزده كړولرونكي،ډاکتران او يا نور د ټولنې برجسته کدرونه روزلي دي، زه تل را ډيوګـانې اورم خوله بده مرغه ما داسې يو پرو ګرام نه واورېد چې د يوې داسې مورسره مركه پكې شوې وي،کومې چې پخپله غېږه کې ټولنې ته څو څوسالم کدرونه وړاندې كړي وي زه دا لازمه گڼم ترڅود نوروميندو غوږوته ورسول شي چې دکور مېرمن يا مور څنګه ورځنيزې،اونېزې،مياشتنۍ اوكلنۍ چارې ترسره او په څه ډول اتلولي ته رسېدى شي دا سمه ده چې زمونږ په ټولنه کې په ښځوباندې دظلم او زور حد انتها ته رسيدلى دى خو د ښځو تشويق د راديوګانو له لارې ډير کم زورى برېښي رسنۍ تل د سياست مداروښځوسره په مرکوبوختې دي خود تيرکال په پرتله د ښځوپه ژوند کې ډيرپه زړه پورې بد لونونه راغلي دي چې اوس ښځې دکورني ژوند اواقتصاد دلاپياوړتيا لپاره په ټولينيزواواقتصادې پروګرامونو کې ونډه اخلي چې له هغې جملې څخه دهيواد په دننه كې د ښځو لپاره د يوګوند جوړيدل و سره له دې چې خلک نورله سياست څخه ستړي شوي خوبياهم دښځوپه ژوندکې ديوبل فعال بدلون ښه بېلګه ګڼل کيــــداې شي دتيرکال په پرتله زمونږ خويندې د نيټ په مخ هم ډيرې شوې دي په زړه پوری مقالـــې، کيسې، شعرونه اونورې ليکني کوي چې دا هم يو مثبت بدلون دی زه يو ځل بيا د نيټ پرمخ د ښـځو د نړيوالې ورځې په وياړ خپلو ټولوخويندو ته که د هيواد د ننه دي يا بهر د زړه له کومې مباره کي وايم او خپلو خويندو ته د لا برياليتوبونو هيله منده يمه