د شرمه ډکې او ننګوونکې پریکړې
07.03.2008 22:21
د خبري رسنیو څخه خبر شو چې هیواد د سرشمیرنې کار ایران ته حواله شو چې ډیره د شرم،خفګان او بربادۍ خبره ده. هیواد اوس عملا د نفاق،شراچوونې،اوربلونې،ټوټه کیدو او تباهې په درشل کې پریوت.ځګه ایران ته یوه طلایي موقه په لاس ورغله چې څنګه یي زړه غواړي(څنګه یی موخې ایجابوي) هماغسې سرشمیرنه وکړي ځکه ایرانی تالیڅټو ورته پوره واک ورکړ. اوس خو لږ تر لږه دا ټولو ته ښه جوته او مالومه شوه چې د افغانستان د دولتي ادارو،د کرزی کابینه،مشرانو جرګه،ولسي جرګه او ټول وزارتونه د ایراني تالیڅټو او جاسوسانو یعنې ستمیانو،خراسانیانو او شمالي سقاوانو خوندي ځاله ګرځیدلې ده. د ډیریو وزارتو ریاستو او آن سفارتو لوړ پوړي چارواکی په خپل سرۍ،ځانځانۍ،خراسانی،ستمی اوایرانی سلیقو باندې ځان سمبال او برابوي.ملی ارزښتونه اوافغانی آرونه بیخي د پامه غورځول کیږي . څنګه یو هیواد خپل د سر شمیرنې کار چې د هیواد ملی ګټې،ملی ارزښتونه، ملی ارمانونه، ملی یووالې،سوله او ملی رازونه په کې نغښتي وي یو سیال او دوښمن هیواد ته حواله کړي؟ هغه هم داسې یوګاونډې هیواد چې د تاریخ په اوږدو کې هیڅکله هم ښه نیت یی نه درلود او نه به یی ولري! که دا سر شمیرنه ایران ترسره کړه نو پایلې به یی افغانستان ته ډیرې خرابې او ناوړه وي. دا چې دا ایرانی لاس وهنه به د افغانستان دا اوسنۍ نسبی او ترینګلې یو موټی توب،یووالی،سوله او کرارۍ ته څه پایلې راوړي زه نه غواړم څه ووایم ځکه دا ټولو ته مالومه ده چې پایلې یی ډیرې بدې دي. د کرزی کابینه،اداره ،ولسی جرګه هر وخت داسې احمقانه او د ایران په ګټه فیصلې کوي چې د هیواد یووالې ته په کې زیان ورسیږي.اساسې قانون یی د شمالي ټلوالو،ستمیانو اوخراسانیانو په خوښه،سلیقه او ګټه تعدیل کړ چې د پښتنوحقوق یی په کې د صفر سره برابر کړل لا اوس یی سرغړونه هم همدوی کوي.نور به مو سر نه خوږوم. خو کرزیه دومره باید درته ووایم : شمالي ټلوالو،ستمیانو اوخراسانیانو باندې دې هیواد پلورلې او هغوی په ایران او نورو لا پخوا خرڅ کړې وو. نو د افغانستان غم به اوس څوک خوري ؟ بی واکه او بی وسه افغانان/پښتانه ؟ د تاریخ په اوږدو کې افغانستان او افغانان هیڅ وخت هم داسې د توپ خولې ته نه وو نیول شوې لکه دا اوس چې د کرزې په دور کې د کرزی د مصلحتونو د شامته ورته برابر شول.