د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ښځه د اقتصادي ښکېلاک په منګولو کې

حبيب الله غمخور 06.03.2008 16:30

تر هرڅه وړاندي دښځې ستر ،پاک اوسپېڅلی مقام ته ددرناوی اواحترام سر په ټيټه ولوسره دښځو دنړيوال پيوستون د نيکمرغي ورځي په مناسبت په گران افغانستان  اوله هغه نه بهرټولوافغانی ميندو او خويندوته  دمباره کیو اونيکوهيلو په څرگندولو سره  هيله مند يم چي  ډير ژر زموږ کړېدلي او ازورېدلي ميندي او خويندي  له دغوخواريواو ربړونو څخه خلاصي ،دعفت اوانسانيت په فضاکي خپل انسانی ژوندته دوام ورکړی  ،سالم اولادونه وروزی  اودټولني په سياسي فرهنگی اوټولنيز ژوند کي داجتماعی عدالت پر بنياد برابره اوگډه برخه واخلي .
په بشری ټولنه کې  هر هغه څه چي دانسان پر ژوند تاثير ښندی اويادهغه سره په شکل داشکالو تړاو لري  مهم  دي اوهريو خپل  ځاي او رول لري ،خو اقتصاد اوپوهه  دانسانانو په ژوندکي ټاکونکی اوحياتي ارزښت لري .
دبېلگې په توگه په هغه ټولنه  کي چې دوگړو دژوند سطحه یې له اقتصاي پلوه اوچته اوپر مخ تللې وي  اوله بلي خوایې اکثريت وگړي دسواد اوپوهی دنعمت نه برخمن وي  نو هلته خلک بسيا او مرفع  ژوند لري اودزيات شمير آزاديو اواجتماعي  عدالت له نعمتونه برخمن وي ..
پوهه اواقتصاد سره تړلي اويودبل لازم اوملزوم دي ،يوه ټولنه هغه وخت داقتصادي پر مختگ پر لوردرومي کله چې یې ولس دپوهي اومعرفت سره علاقه ولري ااپد ې گاڼه ځان سمبال کړی . که څه هم پوهه دتجربې محصول ده خوهمدا پوهه ده چي دنورو تجر يبولاره پرانيزي ،دپوهی په برکت ديوې ټولنی خلک ځانونه داقتصادي استثمار اوټولنيزو بې عدالتيو څخه خلاصولاي سي .
په هغو ټولنو کې چې  دپوهی اومعرفت ځاي جحالت  نيولی  ويخلک يې شاته پاته ژوند لری اوتل دبل ترسياسی او اقتصادي سلطې لاندي ژوند کوی .
انسانانودبشري ټولنودتکامل مختلفي مرحلې شاته پرې ايښي دي ،دانسان پوسيله پر انسان دظلم اودهغه له قوت ،انرژی اواستعدادنه دبل چا لخوادځان په گټه استفاده دغلامی له دوري نه راپيل شوه . په فيوډالي ټولنه  اودهغې په نس  کي بيا را زېږېدلي بورژوازي مناسبات  ،دواړه انسانان زبېښی ،خو په هراقتصادي نظام کي دهغه نظام دخصوصياتوپر بنياد داکار سرته رسيږي . سرمايداري ټولنه چي دنوروټولنيزونظامونو په پرتله پرمخ تللي  اقتصادي ،سياسي ،اجتماعي او فرهنگی  جوړښتونه  اواړېکي لري   دخپل پيدايښت  نه بياتر اوسه دتکامل مختلف مراحل  تيروی  . دپانگوالی ټولنيز مناسبات  دفيوډالي نظام په تناسب دولسو نواو خوارو انسانانو په مقابل کي دظلم ، استثمار،ښکيلاک ، ز بېښاک ډير مغلق او پيچلي اصول اوميتودونه له ځان سره راوړی اوپه مختلفو بڼودبيلابېلو ميتودواو رويشونه په استفادې سره د خپل واک دساتلو لپاره تلاښ کوی . دهمدغو پېچلو اقتصادي منا سباتواوسياسی مناسباتو پر اساس پانگوال دکارگرانو او مزدورانو له استعداد او انرژۍ  نه په ظالمانه اوغير عادلانه بڼه استفاده کوي  تر څو  زياته  سرمايې  پلاس  راوړي .
د۱۹ پېړی په لومړيو کي دسرمايدارانو بې عدالتۍ، استثماراودکارناوړه شرايطوکارگران اوکارمندان مجبورکړه چي دفابريکو دخاوندانو پر خلاف د اعتراض ږغونه  پورته کړی  هغه وخت  دکارگرانو سره ډير ظالما نه او له انساني کرامت نه ليري  برخورد کيده ،يعنې دډير اوستونځمن کار په مقابل کي لږمعاش ورکول کيده ، دکار شرايط او دکارچاپيريال يې  دومره نا منا سب و چي دډيري لږې مودي کارکولونه وروسته کارگرانو دکار تواناي  دلاسه ورکوله  .
ښځي چي دبشري ټولني دوگړوتر نيمايي زيات جوړوی دبشر په تاريخ کي يې تر نارينه و زيات دظلم او تيري دروندبارپراوږو اخيستۍ دی . هغوي  تل دکارفرما دناوړه اوغير انساني سلوک اوشخصی حوسونوسره لاس په گريوان وې ،هغوي ته  له يوې خواترنارينه وو لږ معاش ورکول کېده اودبلي خوایې  دکار شرايط اوچايريال  ددوي لپاره زورونکی اودتحمل وړه نه وه .
له نن څخه  ۱۵۱کاله پخواپه ۱۸۵۷ ز کال دمارچ دمياشتي په اتمه نيټه د نيو يارک دښار داوبدلو دفابريکو ښځينه کارگرانو دکار دشرايطو دښه کېدو،دکار دوخت دکمښت او معاش دزياتوالي په خاطر  ديوسترلاريون په طرڅ  کي دامريکادمتحده ايالاتو دنيويار ک ښار واټنوته راووتلې ، اودفابريکو دخاوندانو پرخلاف يې دخپل  انساني حق غوښتلو داعتراض ږغ پورته کړ؛ ددوي دا گوت نيونه اوحق غوښتنه دپانگوالو لپاره دخطر زنگ او داحرکت يې ددموکراسي اوآزادی ترلاسه کېدو پيل  وباله ، ځکه خو ددغه انساني حرکت دخفه کيدولپاره لاس پکار شول اوپر بې دفاع ښځينه کارگرانويې  مرگوني گزارونه وکړه . دفابريکودخاوندانو اوحاکمانودغه ظالمانه اوغير انساني کړنودکارگرانو اوتر ظلم لاندي خلکو غوثه نوره هم  راوپارول  او دکار گرانوپه زړونوکې دپانگوالوسره دنفرت داورلمبې نوري هم شعلوری شوې .
ددې تاريخي او نه هيريدونکۍ  ورځي د ترخې خاطرې په ياد په (( ۱۹۰۸  ,۱۹۰۷  او ۱۹۰۹ )) زکلو کښي په نيويارک او دنړۍ په يوشميرنورو هيوادو کي  تر ظلم اوستم لاندي خلکو لخواياد غونډي جوړي شو ې ،پدې غونډواولاريونوکي هم تر هر چا دښځينه کارگرانو ونډه زياته وه  .
په نړۍ کي سياسي سازمانواواجتماعی عدالت پلوه ټولنودپرله پسې تلاښونو اومبارزو په پايله کښې  ديوشمير هيوادوغيرتي ښځی پردې بريالۍ سوې  چې  پانگوال دزمان غوښتونو،عدالت او انصاف  ته  سر ټيټ کړي . په ۱۹۱۰زکال  د ډنمارک پلازمېني دکوپنهاگن په ښارکي دنړۍ دسوسيا ليستو ښځو دوه هم نړيوال کنفرانس   د ((۱۷ » هيوادو نه دراغلو (( ۱۰۰)) تنو ښځينه نماينده گانو په گډون جوړ سو، دهمدې نړيوال  کنفرانس په وروستۍ ورځ  د المان پيژندل شوې سياسي څيرې  اغلي ” كلارا زيتكين ”  لخوا دغونډي برخه والو ته وړانديز وشو چې د ۱۸۵۷ زکال دنيويارک دښار دنساجي د فابريکو د ښځينه کارگرانو دتاريخي غونډې اوله  هغوي سره د وخت دحاکمانو دوحشيانه چلند دقربانيانودخاطرې د ياد ژوندی ساتلو په خاطر دي دا ورځ (دمارچ اتمه ) دښځو دنړۍ وال پيوستون  دورځي په نامه ونومول شي او پدې ورځ دي  دنړۍ د ښځوسره دملا تړاود هغوي د انساني او طبعي حقوقو ددفاع په خاطرغونډي اوکنفرانسونه  جوړي شي . له هغې ورځی نه چې پدغه  نړيوال کنفرانس کې د اغلي ((كلارا زيتكين ))  داوړانديز ومنل سوددانږدې ((۱۰۰)) کاله کيږي چې دنړۍ په مختلفو هيوادوکښي ددې تاريخي اونه هېرېدونکۍ  وياړلي  ورځی لمانځنه کيږي .
په 1911زکال دلمړي ځل لپاره دمارچ په اتمه  په المان، اطريش،سويس او ډنمارک کې دښځو دنړۍ وال پيوستون په نامه غونډي جوړي او لاريونونه وشول . پدغوغونډو کښي ښځو په انتخاباتو کې درايې ورکولو،کار ،ښوني ،تحصيل او مسلک د انتخاب  حق تر لاسه کېدواو دهيوادو په قوانينو کي د دښځو دمسلمو او طبعي حقو قوددفاع  اودموکراسۍ دپلي کيدو په گټه دتغيراتو د راوستو، په سياسي ، اقتصادي ، فرهنگي او ټولنيزو چارو کښي دنارينه و سره دبرابر حق  غوښتني ا وړانديز ونه  مطرح سول .
په (1915 ،  1916)  کلنوکي ،هغه وخت چي لا د لمړۍ نړۍ والي جگړي داور لوگي پورته کيدل دنړۍ په گوټ گوټ کي ((ښځې دجگړې مخالفي دي )) تر شعار لاندي دمارچ   داتمي   ورځي په مناسبت   شانداره غونډی  اوکنفرانسونه جوړشوه . پدې غونډو اوکنفرانسوکي   ښځو دجگړې دسمدستي دبنديدو،په سوله ،دوستۍ اودهيوادونوتر منځ  متقابله احترام  په مناسباتو کي  ژوند  ته  نړۍ وال راوبلل،  په جگړه کښي د ښکيلو هيوادو د رهبرانو څخه ئې په کلکه دجنگ دختم غوښتنه وکړه .
ښځو د اوږدو مبارزو،تلاښونو اوقربانيو په پايله کښې دلمړۍ ځل لپاره د نيوزيلاندپه پارلماني  ټاکنوکې درايې ورکولو حق ترلاسه کړ ،دا حق داسترليا ،فنلنډ اوناروي ښځوترلومړۍ نړۍ والې جگړې مخکې تر لاسه کړۍ و . مگر دپخوانې شوروي اتحادښځو په 1917، دفدرالي المان په 1918،دانگلستان  په  1919، د امريکادمتحدا ايالاتو  په 1920،د افغانستان ښځو په 1934زکال،د  ايټاليا او فرانسې  ښځو داحق  تر دوهمې نړۍ والي جگړي وروسته او په يمن کښي يې  په 2003 زکال تر لاسه کړ ،مگر په سعودي عربستان کي  چي دعدالت اوبرابرۍخبري کوې تر 2005 زکال  پوري حتي دښارو ا لۍ په ټاکنو کې هم ښځو ته دگډون حق ندی  ورکړه شوی . جالبه اودردونکې خو لادا چي تر اوسه په سعودې عربستان کې ښځه دموټر چلولو حق نلري،په مصر کې دهمدې روان ۲۰۰۸ کال دمارچ په لومړی ورځ يوه ۲۳ کلنه پېغله  دخلکودنکاح دتړلودحق په  ترلاسه کېدوباندي بريالۍ سوه .
ديادولو وړخبره داده چي تر اوسه لا  دنړۍ په يوزيات شمير هيوادوکښي ښځي دولتې ارگانواو شوراگانو ته دځان لخواداستازي دټاکلوڅخه پداسې حال کښي محرومې دې چې دهغو هيوادو دنفوسودشمير پوره نيمايي او يا هم تر هغه زيات وگړي ښځي دي. زموږ په هيواد کښي هم کله چې په اساسي قانون کښي ښځوته په ټاکنو کښي دحق ورکولومسأله مطرح شوه ،يوشمير  بنسټپالو اودموکراسۍ مخالفوکسانولخوا ښځوته  دنارينه وسره  دبرابر حق ورکولو پر خلاف  مخالفت وکژ،چي له نېکه مرغه کوم ځاي یې ونه نيوی ،د (  ۱۹۶۳) داساسی قانون دتصويب  نه راپدې خوا ښځي کولاي سي دافغانستان پارلمان  ته ځان کانديد اوبل چاته رايه ورکړی ،افغانستان  په نړۍ کي يو له هغو هيوادوڅخه وچې ښځي دوزارت مقام تر لاسه کړ ،دبېلگې په توگه دزوروي نظام په ټوله دوران کې ښځې ته دوزارت مقام ونه رسېد،يوازي دپوتين دحاکميت په ورستيو کې دو يادرښځو دا امکان تر لاسه کړ چي دوزارت اوياهغه معادل مقام کې دنده تر سره کړي   . ديادولو وړده په ۱۹۹۲ کال کله چې په پاکستان اوايران کي جوړسوو تنظيمو دولتي واگی ترلاسه کړې افغانی ښځې له دي انساني اورواحق نه محرومي سوې  ،له نيکه مرغه دغې توري دورې ډير دوام ونکړ ،دطالبانودحاکميت په نسکورېدوسره دملگروملتو او نړيوالوسازمانو دغوښتنو اوفشار وپه وجه افغاني ښځوته په پارلماني ټاکنودولتي ادارواونوروټولنزوسازمانوکې دگډکار حق ورکړه سو،اود اساس قانون  په ” 22 ”ماده کي واضح راغلل چي : دافغانستان داتباعو تر منځ هر راز تبعيض او امتيازمنع دی .دافغانستان اتباع دقانون په وړاندي مساوي حقوق اومکلفيتونه لري،اودهمدي قانون  دوويشتمي” مادې په يو جز کي راغلي : دولت دانسان دآزادۍ او کرامت په درناوي او ساتنه مکلف دۍ. 
په نړی کي افغانستان  لومړی هيواد دی چې  دښځوځانگړی سياسی گوند په قانونی  بڼه فعاليت  پيل کړ . له بده مرغه تر اوسه دنړۍ په گوټ گوټ کښې ښځوته هغه حقوقو چي دبشر دحقو قو داعلاميې په ۱۸ ، ۱۹  ،او۲۷ مادو کښې څرگند بيان شوي نه دې ورکړه شوي  او نه هم د ۱۹۸۴ زکال د دسامبرد ((لسمي))  دښځې توهين تحقير او غير انساني مجازاتو ضدکنوانسين ، دملگرو ملتو د سازمان د ۱۹۷۵،۱۹۷۹ ز کال دښځو سره دهر ډول تبعيض ، تحقيراوتيري پر خلاف پريکړه ليکونو کښي درج  شويو ټکوته دولتي چارواکوپاملرنه نده کړې . اونه هم ښځو ته بيله هر ډول تبعيض نه دټولني په اقتصادي ،اجتماعي،سياسي او فرهنگی  ژوند کي دفعال گډون امکانات برابري شويدي . که رښتياوويل شې دنړۍ په اکثريت  هيوادوکښي ښځو ته دحق ورکولوڅخه عجيب او غريب تعبيرونه کيږې. . ايا دا ظالمانه  نده چې نارينه اوښځو دواړو ته دانسان خطاب کيږي ،په قوانينو کښي يو شان مسؤليت اومکلفيت لرې ،مگر کله چې دصلاحيت ،برابرۍ اوحقوقوخبره راشي بيا ښځو ته ددومې درجې انسان مقام ورکول کيږې ؟
اوياپه ډيرو وختو کي دبرابری گناه په مقابل کي ښځی ته تر نارينه لويه جزا ورکول کيږي؟.
دنړۍ  دعلمي او تخنيکي پر مختگ سره يوځاي تر اوسه ښځو ته دا شرايط ندې برابر شوی اوهغو ي ته دا حق او آزادي چانده ورکړې چې دهغو په رڼاکي وکولاي شي ښځی له دغه زړه بوږنونکو شرايطو ، اجتماعي ناخوالو ا وبې عدالتۍ نه نجات ومومی . دتاسف وړ خبره ده چي دښځوپه مقابل کي دهرډول تبعيض سره دمخالفت کنوانسيون چي په ۱۹۷۹ کي تصوب شو تر اوسه دنړۍ (( ۱۷۹))هيوادو چي دملگرو ملتو د سازمان غړيتوب هم  لري  ندی لاسليک کړی ، اويوازي د ۹۸ هيوادولخوا لاسليک شوی دی .
په ۲۰۰۵ کال دنومبر په ۲۸ نيټه دلومړی ځل لپاره ايراني ښځو سپورتي لوبغاړي ته چي هلته نارينه هم ناست وه هغه وخت اجازه پيداکړه چې دتهران دښار دآرارت  په سپورتی لوبغاړې کښي دايدزدناروغی سره دمبارزي پرضد تبليغ لپاره دفټبال دبازيو سيالي  جوړه شوې  وه  . په ايران کښي ښځي دخپل انساني حق او آزاديودترلاسه کيدوپه خاطر هره ورځ قرباني ورکوي،اوددولتي چاروا کولخواپه ډير بي رحمانه ډول په زندانو کي شکينجه کيږي . ايرانی اخوندان نوروته دعدالت اوانصاف تبليغ کوی خوخپله  ئې دالوي او ارت ايران دبې دفاع هغو ايرانيانواوپه ځانگړې توگه ښځوباندي  چي  دټولنيزو ازاديو طرفدار وي  په يوه تنگ ،تور اوتاريک زندان بدل سوۍ دی . هلته  څوک داعتراض ږغ نسی پورته کولاي ،دعدالت ځاي د اخوندانوبي بنسټه اودټولنيزعدالت نه ليری فتواگانو نيولۍ دی . دبشردحقو قو ددفاع  دسازمان زياتي بي گناه ښی په اخوندي زندانوکې  دوحشت  اوهر ډول تيريو لاندی شپې سباه کوی . د۲۰۰۷ کال  دمارچ په ۴ نيټه دبشر دحقوقو دمدافع سازمان ۳۸نه تر ۵۰ تنو  ښځو دايران دستري محکمې مخته  دښځودحقه حقوقوددفاع په خاطر سوله ايزه مظاهره کول چي  دايراني اخوندانودا دعدالت دفرشتولخوادايران داساسي قانون د (( ۲۷ ))مادې خلاف  زنداني  شوې . له دغو زند ا نيانوسره دامنيتي چارواکو لخواناوړه سلوک ښځې وهڅولې چي دتهران دښارواټونوته راووزی اودزنداني شويوښځو سره دانساني سلوک اودهغوي دبې قيداوشرط خلاصون غوښتنه وکړي . اخبار روز ،۵ مارچ ۲۰۰۷
له بدمرغه دتاريخ په اوږدو کي دښځوپر انسانی اورواحقوقوپه مختلفو بڼو اوبهانو تيری سوی ،په ځينو هيوادوکي ښځه له ميراث نه محرومه شوې او په ځينو کي بيا دوهمه  يا دريمه برخه ورکول کيږي  . په ډيرو هيوادوکي د مذهبي او دوديزو منا سباتو پر اساس دښځې ژوند په ميړه پوري داسي تړل سوۍ دۍ کله چي  ميړه يې مړ شي ددغه دوديزمکلفيت په منلوسره چي بايد ښځۀ ترمرگه  په همدغه کورکي  ناسته اوسی ،که ئې زړه غواړي يانه مجبوره اومکلفه ده دميړه ورور او يا دهغه بل کوم نږدې خپل که هغه ماشوم هم وي  اويا سپينږ رۍ ميړه کړی  . دښځي نظر نه تنها داچي دهغې دسرنويشت په ټاکلو کې نه غوښتل کيږي همدا ډول دانتخاب  حق هم نه ورکول کيږي ، دښځو سره دغلام په څير برخورد دنړۍ په زيات شمير هيوادو کي دوديز ه بڼه  اخيستې ده. له بدمرغه يوشمير دغو ظلمونواونارواکاروته اسلامی بڼه ورکوی اودځان لپاره روايتونه تراشي ،پداسي حال کي  چي داکارپخپله له اسلام اواسلاميت سره خيانت اوجفاده ،ځکه داسلام  مقدس دين په هرڅه کي تعدل ته ښه ويلی ،نارينه اوښځه پسله هغه چې نکاح وکړی يوبل ته يوشان مسوليتونه لري خو اوس چې يې گورو نارنه خپل ځانته له ځانه  داسلام په  نامه تر ښځه دډير حق غوښتونکۍ او اخيستونکۍ دی ،دېلگې په توگه که يو أيات شرف اويا حديث دښځې لخوا نارينه (مېړه) ته ددرناوی په خاطر ويل سوی اويانازل سوۍ دی نو هرو مرو بل دنارينه لخوا دښځي مقام اوحيثيت ته ددرناوی په خاطر سته .دايو شمر کسان دي چي  دخپلو شخصی گټواو خواهشاتو لپاره يي  اسلام دنړيوالوپه ذهنيتونوکي  ((ببو)) يعني بلا  معرفی کړی ،کنه داسي نده ،داسلام مقدس دين يوله هغو اديانوڅخه دی چي هلته انصاف اوعدالت  ته پکښی زياته پاملرنه سوې ده . که  خپله يو شميرپر اسلام  سياسي سواداگر دخپلو سياسي موخولپاره دنورواديانوپيروانوته د اسلام  مقدس دين غلط معرفی نکړی هغوي به هيڅوخت داسلام په هکله غلط نظر پيدانکړي ،ځکه ددې دلايل نسی پيدا کولاي ،که اسلام دوحشت اوظلمت دين واي بيانو ولي دومره ژر هر چير خپور سو،اسلام دعدالت ،انصاف اوهربل انسان ته ددرناوي کولو دين دی  .
په  اقتصادي  اړيکوکې ښځه دنړۍ په زياتو هيوادو کې دنارينه  سره يو شان کارکوي مگر دسرمايداري ټولنې داقتصادي غير عادلانه روابطو پر اساس ښځو ته ترنارينه و کمه او يا کله کله دنارينه و دتنخوا نيمايې ورکول کيږي ،دبېلگې په توگه سويډن چې يوله دموکراتيکو هيوادونه شميرل کيږي اودولتي چارواکي دا ادعاکوی چي تر هر چاښځوته زياته پاملرنه سته خوبيا هم دښو تنخوا تر ناينه لږ ده اودلته هم هره ورځ دښځوسره زور زياتۍکيږي . دداډول چلند اوظلم مثالونه په اسياافريقا،لاتينه امريکا شرقی اوغربی اروپا اودامريکاپه متحده ايالاتوکي بي شماره دي .
اساسي خبردا ده چې په نړۍ کښي همدا اوس هم تر هر چا زيات  دښځوسره دژوند په ټولو اړخونو کښي زور زياتۍکيږې ،ښځی نه يوازي دا چې تر اقتصادې استثمار لاندي دې ،متاسفانه په زياتوهيوادوکښي دنارينه دښه دوخت  تېرېدنی ديوې  وسيلې  په توگه په بازارونوکې پلورلوته وړاندي کيږې .متاسفانه  دښځوزيات شمير دژوند داسي  اقتصادي شرايط لرې چې مجبورېدي ځانونه اوخپل عزت د جنسي پېرېدلوپه بازارونو کې خرڅلاوته وړاندې کړي . زما په نظر تر اوسه لا دبشريت نارينه اړخ پدې ندې توانيدلۍ او يا نه غواړي دې حق ته غاړه کښېږدې چې ښځه له دغو بدمرغيواو بې عزتيو څخه وژغورل شې . ديادولو وړده چې په سويډن کې داسي ځاي چې هلته نارينه دپيسو په مقابل کې دجنسی غريضې درفع لپاره  دښځونه  استفاده وکړی تراوسه لادنيکه مرغه نسته اوداعمل غير قانوني دی ، مگر په پر مختللې امريکا، ارواپايي نړی جاپان ،يوشمير اسيايي هيوادو اواسترالياکې  ډيري پيغلي  اوښځی داقتصادي ستونزو اومجبوريتونوپه خاطر دې ته اړی سوی دي  چې ځانونه وپلوری . البته دې  ټکی ته هم  بايد پاملرنه وسی چي  داکارددموکراسی سره هيڅ تړاونلری  ،بلکه دا په اجتماعی نظام  کي داقتصادي نا انډولۍ اودتوليداتودغيرعادلانه ويش پايله ده چي يو شمير  انسانان دخپل ژوند دبقالپاره له خپل عزت نه تيريږي . په شاته پاته هيوادو کې  له ښځونه د ناروا استفادې  نوری بڼې  هم شته ،اوپه بنورو ډولونو دهغوي پر عفت اوشرافت  تير کيږي .يوڅه ددويلووړ دی هغه دا چې ددغو ټولو بې شميره ناروا ظلمونو اوتيريوپه مقابل کې ټول اوياغوڅ اکثرت  چوپ  اودحوادثونندارچيان  دی  . 
دښځو سره دهمدې ناوړه چلندپايلې دي چې دنړيوال روغتيا يي سازمان داحصايي له مخي هر کال په جهان کښې تر ((۴۰۰۰۰)) زرو زياتي ښځی خپل خوږ ژوندلاسه ورکوې ،په سودان ،سوماليا اوڅونوروځايوکې پېغلی په زورسونتېږی ، اويا په هر ثانيه کښې  يو ه ښځه په ډول دډولونوپه کورنۍ يا ټولنه کښي له زورزياتی سره مخامخ ده  .
دلاتيني امريکا په بعضو هيوادوکي اميدواري ښځې ته کارنه ورکوي اوکارته د استخدامولو په وخت کي ښځه بايد ځانگړې معاينه تر سره کړي تر څو معلومه شي چي اميدواره نده ،اميد واري ښځي ته چي دلوږې مري څوک  کار نه ورکوي . همدلته دياد ولو وړ بولم  په اروپا کي چي شپه اوورځ دښځو او ماشوم دحق ددفاع ناري سورې وهل کيږي دفابريکواونورواقتصادي مؤسسو خاوندان هم ډيرکوښښ کوي په يوه اوبله بهانه هغه ښځو ته چې اميدواره وې او ياکوچنی ماشومان ولري دکارورکولوڅخه ډډه وکړې،حتا په دولتي اداروکي هم دکار گرو اوکارمندانوداستخدام په لمړنيو پوښتنو کي دماشوم ددرلودلو سوال حتمي دۍ .
دهمدې اقتصادي ستونزو له امله دنړۍ په زيات شمير هيوادو کې ښځي، ځواني پيغلي ځان خرڅوني ته مجبوريږې ، په نړۍ کي دفحشاو ډير والۍ دښځو د عياشۍ بيلگه نه بلکي ددوي دژوند دناوړو اقتصادي  شرايطو،دټولنيزوظالمانه اوغير عادلانه اړيکواو مناسباتو اودژوندنيواړتياودترلاسه کولو مجبوريتونو روښانه بېلگه  ده . هر کال داسيايې هيوادو ،پخواني شوري جمهوريتونو،روسي،بلغاريا ،رومانيا ،البانيا، ترکيې ،چک ، سلواک،چين  ،کموديا ،ايران ،ويتنام تايوان اونورودهيوادنونه تر دوو ميليونو زياتي انجوني له ۱۱۶ کلنۍ تر ۲۷ کلنو پوري د اروپا ،امريکا ،تايلند ،هنکانگ،جاپان ،هند او عربي هيوادو دجنسي گټي اخيستني  بازار و (فاحيشه خانو) ته وړاندې کيږي  ،هرکال په امريکاکښي  په سلهاو زره انجوني دجنسي تجاوزاو تيرې قربانياني وي ،داکارپه اروپاکي هم رواج  لري ، همدا علت دۍ چي په نړۍ کې د ايډز ناروغۍ پراختيا موندلې ده ، له بده مرغه په نړۍ کې داسي هيواد نه پيداکيږي چي هلته دي  ددغه مرگونې مرض په پېخر بېلگې نه وي ، دکورنيو جگړواو مهاجر تونوله امله په افغانستان کې چې هيچا فکر نه کاوه د ايډز په مرض اخته تر((۲۵۰))زيات کسان  ثبت اوراجسترشوی دي،زموږ لپاره دا ځکه لويه غميزه ده چې دعقيدې او افغاني دود له مخې  پدي مرض اخته کسان نه غواړې ډاکتر ته ورشي اوبله  لادا چي موږ خومتاسفانه  شفاخانه او ډاکټر هم  نلرو،مريض به چا ته مراجعه وکړي ؟ او زموږ دا نالوستئ ولس به ددي غم لړې ناروغی  دمبتلا کېدوپه علايمو څنگه پوه شي؟
دهمدې اقتصادي ستونزوپايله ده چي  د بيوزلو غريبو اوترجنسي تيريولاندي ښځو په منځ کي  هره ورځ  دايدز ناروغی مخ پر زياتيدو ده . همدا اوس  د جنوبي افريقا په سلو کې ((۳۵)) په سودان ،سوماليا او نورو افريقايي هيوادو کي سره لدې چي  په ځينو کي يې بيچاره ښځي  په زور سونتوی  خو بيا هم ددي وژو نکي ناروغی  کچه ډيره لوړه ده،په کنياکي تر دوه نيم ميليونه زياتي ښځې اوماشومان پدي مرض اخته دي .  دنړۍ په يو شمير هيوادوکي کورنيوجگړو دا امکانات زيات کړي چي دوسله والو کسانو لخوا پر ښځو په انفرادي او ډله ايزه توگه تيرۍ وشې  په سيراليون، چچنيا،کانگو،پخوانۍ يوگوسلاويا، رواندا،کامپو چيا،عراق ، سومالياو نورو  هيوادو کې دجگړو په جريان کې په زرهاو ښځي بي پته شوي او پر هغوي جنسي  تيرۍ شوۍ دی  ،زموږهيوادهم له دې بلانه په امان کې ندی پاته  .
په نړۍ کښې دښځو او ميندو دژوند داقتصادي ناوړه شرايطوپر بنياد چي  يوې مورته داوميدواری په وخت کي حد اقل لازم خواړه نه رسېږي  هر کال تر ۳،۳ ميليونه زيات ماشومان مړه دنياته راځې ،همدا شان تر اوسه  هر کال( (۴)) ميليونه ماشومان د۲۸ ورځو ژوندکولو نه وروسته او تر ((  ۶،۶ )) ميليونه زيات  تر پنځوکلونو وروسته ژوند دلاسه ورکوي . هر کال دماشوم د ولادت په وخت کښې تر (( ۵۲۹۰۰۰ ))زياتې ميندې خپل خوږ ژوند دلاسه ورکوې .
زموږ په هيوادکي دښځو سره چال چلندبياديوشميرزياتونورو هيوادودښځودژوند په پرتله  نور هم زړه خوږه وونکۍ دی ،ځکه دلته دود، دستور او عنعنات تر بل هر هيواد زيات مسلط دي ،کله کله له مذهبي عقايدو څخه هم ناوړگټه اخیستل کيږې  .له بدمرغه په افغانستان کې دشرق اوغرب تر منځ جگړه چې دامريکالخوادشوروي په مقابل کي دمذهب  تر شعار لاندی پر مخ بيول کېده ،امريکا په پاکستان اودنړی په يوشمير هيوادو کې دافراطی مذهبی اړخ  دپراختيانه استفاده کول ،دې موخی ته د رسېدو لپاره ئې مذهبی ډلي اوگوندونه په افغانستان ،پاکستان  اوايران  کي  روزل ،چي دادی اوس ځان  نسی ځيني خلاصولاي .
دغه سياست  په نړي ،سيمه اوپه ځانگړې توگه زموږ په هيوادکې منفی اغېزې پرېښودلې .زموږ يوشمير هيوادوال له اسلام نه   دپوره خبرتياپه نه لرلوسره خپل هر ډل ناوړه کړوته اسلامي رنگ ورکوی اوداسلام په نامه ځانته نجات ورکوی ،سره لدي چي په  حقيقت کي داسي نده .   زموږ ټولنه يو سنتې ټولنه ده ،زه دښځو په اړوندزموږ دټولنې ديو شمير عنعنو او دودسره موافق يم اودهغو پلوي کوم ،مگرهغه متل دۍ وايې : ((هر چه ازحدگذرد رسوا شود))، دا به ومنو چې زموږ ټولنه دښځودمسلې او هغوي ته دحق ورکولو په اړوند ځانگړي مذهبي، تاريخي ، سنتي او عنعنوې ارزښتونه لرې چي دا ارزښتونه زموږ دژوندانه يوه برخه گرځيدلې ده، مگر په پښتو کي يو متل دي وايې (( که شپه تياره ده خو مړې په شمار دې)) ،هيڅوک زموږ په ټولنه کې ددې غوښتونکۍ ندی  چي هر څه دی تر پښو لاندي شي ،کولتور او عنعنات دې هير شې او نه هم افغاني ښځې دا غواړې  ،ولې همدا اوس دښځو دحقوقو او آزادۍ دمسلې سره بر خورد کاملا له انصاف  نه ليري دی  ، په سلهاو داسي بېلگې شته چي  دعنعنو او مذهب له نامه  څخه په ناوړه  استفادي سره  په ډيره افراطي بڼه دښځی حق تر پښولاندي شوۍ دی ، کله کله زموږ په ټولنه کښي ځيني واکداران ، دپيسو څښتنان اوبنسټپال له دود اودستور نه داسي شۍ جوړ کړې چې پلې کول يې د وجدان له مخي غير عادلانه اوغيرعاقلانه  برېښې  دبيلگې په توگه  د (( نهه » کلني انجلۍ  او يا ځوانه پيغله يوه ((۸۰ »کلن سړي ته په نکاح کول  نوکوم انصاف دی ؟  ولي يوازي داسي ذهنيت موجود دۍ چي ښځه اخلاقي ضعف لري ؟ که متوجه شو همدا نارينه دۍ چي ښځه  غولوي اويادهغې له اقتصادي مجبوريتوڅخه ناوړه استفاده کوي  اوهغه زنا ته هڅوی . مگر بيا دښځی جزا سنگسار اونارينه په يوڅودور وهل کيږي . ولي ښځه حق ونلري چي له ښوونځۍ نه بيا تر عالي تحصيلاتو تحصيل وکړي ؟ ولي ښځه دا حق ونلري چي دستري محکمي ريسه ،څارنواله ،افسره ، وزيره ،صدراعظمه او بالاخره ولسمشره شي ؟ همدا او س که  زموږ په هيواد کي  که د ښځو رول  ته بيطرفانه ځير شو دا به را ته جوته شي  چي افغانې غيرتمنو ښځو د نارينه و سره د هيواد د آزادۍ د تر لاسه کولو نيولې ،په اقتصادي ،سياسي او اجتماعي ارزښتونواوخدمت کي تر نارينه و شاته ندې پا ته شوي.
دکوم انصاف او عدالت له مخې دمنلووړ ده چې ښځه ياپيغله په بدۍ کې ورکړه شي؟ ددغي ښځي څه گناه ده ،جنايت او قتل نارينه کړی اما ښځه يې جزا وينې ؟ دا کوم عدالت او انصاف دۍ ؟؟ دښځوسره داډول چلند داسلام دمقدس دين ، بشرې عاطفي، انسانيت او بشرد حقوقوداعلامې خلاف کار دی . داچي همداوس  زموږپه هيواد کي  تر ((۷۰۰) زياتو خويندواوميندو دمختلفولاملو له مخی په ځان سوځونه لاس پوري کړی دا دښه برخورد اوانسانی  چلند بېلگه نسوبللاي  .
له بده مرغه دطالبانو دحاکميت تر ړنگيدو وروسته يو ځل بيادښاغلی کرزي دحاکميت ترنامه لاندي هغه چا ته واک ورسيد چي دوطن په خرابيدو تر هر چا ښه پوهيږي . ددي لپاره چي زموږ دهيواد د پوره نيمايې وگړو يعني ښځو ته دټولنې په  اقتصادي  ،سياسي ،اجتماعي او فرهنگي چارو کي د فعال حضور او ونډي اخيستنې  پوره امکانات برابر شوي وي   لازمه  بريښي په  او سنيو قوانينو کي دا سي تغيرات او تعديلات  راوستل شي کوم  چي دهغو  په اساس د ښځوحقوق  په قانوني  بڼه داجتماعي  ژوند په  ټولو اړخونوکي  خوندي  وساتل  شي ،تر څو د همدغو قوانينوله مخي دښځو پر طبعي حقوقوله تيرې  او تجاوزڅخه دا سړې   وژونکې اودبشر دحقو قواودموکراسی حرفوې مخالفين  لاس پر سر او هره ورځ دځينوچارواکودفتوا گانواومنځنيو پيړيود ناوړه رواجونوله منگولو نه خلاصي شي . په يو هيوادکې چي قانون وي دفتوا گانو کومه اړتيانشته .
همدا اوس افغاني ښځي  (( 95 )) په سلو کې نالوستی دي ،لازمه داده چي په هيواد کي دښځو دنهضت دپر مختيا لپاره بيله کوم ډارنه غښتلي او کوټلي گامونه اوچت شي ،زموږ دهیواد ښځې دنږيوالو بشرې سازمانو،يونيسف ،يونسکو او ملگروملتوو ځانگړو پاملرنواو قانوني حمايو  ته دبل هر هيواد تر ښځو زياته  اړتيا لرې .
په اساسي ،مدنی اوجزاقانون کې دبنيادې تغيراتوپه راوستو سره بايد د ښځو خرڅول ، دکوچنيو انجونو په نکاح کول، ښځه په ميراثي ډول  بي دهغي له  خوښي نه تر لاسه کول ، په بدو کې دښځي او انجلۍ ورکول  ، پر ښځو فردي او يا ډله ايز جنسي تيرۍ ،دښځو جسمي ، رواني ازار،سنگسار، تيرباران  ،اعدام او په دورو وهل ،دبدن  يو غړۍ پرېکول ، په زور او جبر ښځه دنارينه سره په گډ ژوند مجبورول او داسي نوري  کړنې  چي په هغو کښې  انساني کرامت  تر پښو لاندي کيږي منع اعلان شي .   ښځو ته  دهيواد په ټولو دولتي او غير دولتي ادارو او مؤسسو کي دنارينه و سره دگډکارحق ، په مرکز او ولاياتو کي دمور او ماشوم دحمايې په منظور ځانگړي  ادارې  او په ټول افغانستان کي د امکان تر سرحده وړکتونونه  اوماشومانو ته  دشيدو ورکولو خوني جوړ ي سي . په وزگار وخت کي  دښځو په منځ کې د نالوستوب پر خلاف دمبارزي په خاطر د ليک لوست د زده کړي کورسونو ،سپورت ،لاسي کارنوو اوداسي  نور مختلفو فرهنگي انجمنو او ټولنوجوړول به دښځو دنهضت  د پر مختيا اوهغوي  ته دهيواد  په دولتي او سياسي چاروکې دپراخ گډون  لپاره لاره نوره هم  هواره کړی .
درسمي رپوټونو له مخې همدا اوس  زموږ په هيوادکي  هره  ورځ د ((۶۰۰)) په شاوخواکې ماشومان او((۵۰)) په سلوکې ميندي دماشوم دزېږېدوپه وخت کې ژوند دلاسه ورکوې . ديونيسف داعلاميې په اساس  ((۹۰)) په سلو کي دماشوم زيږول دروغتيايي اصولو خلاف سرته رسيږي ،په همدې دليل په هرو سل زرو ماشومانو کي چي دنياته راځې ((  ۱۹۰۰))  ماشومان ضايع کيږې  . داقتصادي او روغتيايي ناوړه شرايطو په اساس دوينې په سروکروياتو کي داوسپني  دنشته والې او وينې  دلږوالې له امله ((    ۷۰  )) په سلو کښې اميدوارې ښځې ددتبرکلوز په ناروغۍ  اخته کيږې . په افغانستان کي دميندو مرگ او مير په ډير بد حالت کي قرار لرې ، په هرو(( ۳۰)) دقيقو کي دولادت په وخت کي يوه مور ژوند دلاسه ورکوې  . دافغانستان دروغتيا  وزير په وينا هره ورځ له ((  ۵۰))  نه تر(( ۷۰))   ښځې او تر((۷۰۰))  زيات ماشومان چي عمر يي تر پنځو کلو کم دۍ دمختلفو ناروغيو دهغي جملي نه دتبرکلوز او ملاريا  په ناروغۍ اخته کيدو سره ژوند دلاسه ورکوي .
روغتيا يي  نړيوال سازمان په نړې کې دښځو په مقابل کې دزورزياتي  او تاوتريخوالي  په هکله ليکې : په هره ثانيه کې يوه ښځه دنارينه  لخواتهديديږي ،چې پدې اساس په يو ساعت کي(( ۳۶۰۰)) ښځې په ( (  ۲۴ )) ساعتو کې  ((۶۸۴۰۰))  ښځې  په يوه مياشت کې((۲۵۹۲۰۰۰ )) او په يوه کال کې  ((۹۴۶۰۸۰۰۰ ))ښځې دنارينه و تر قهر اوظلمونو لاندي  ژوندکوې . افغانه ښځه پدغه احصائېه کښي غوښن ځاي لري . داچې څومره ميندي دځان او خپل ماشوم لپاره خواړه ،کالي او درمل نلرې،داچې څومره ښځې هره ورځ په مختلفوبهانواو دلايلو په توروديوالو کې په سرو اوښکو ناست دي شمير ئي هيچاته ندی معلوم ،داچې هره ورځ دهغې  مېړه (دوهمه ،يادريمه مادينه) په کور ورننه باسي ،اوياپه عربي هيوادوکي شيخان شپې له خپلو معشوقوسره يره  په شمير پوهېدو يې دسالم وجدان خاوند انسان ليونۍکيږې . 
همدا اوس چي دنړې ۳۷ هيوادونه دافغان ولس په غميزه کي راښکيل پاته دي اوپه افغانستان کي دسياسي حضورپه څنگ کښي پوځی ځواکونه لري ،هغوي تل دا وايي چي دوي به په افغانستان کي دښځوله حقه حقوقونه دفاع اوملاتړ کوي ،خو اوس دښځو سره دواکدارو دميل اوخوښی پر اساس  چال چلند په هيوادکي قانونې بڼه اختيارکړېده ،ښځه په افغاني ټولنه کي له هرڅه نه  محروم انسان   شميرل کيږي ،د همدې ظالمانه او غير عادلانه  کړنو،جنسي تيريو اواقتصادي ستونځو قرباني ده .
دښځودنړيوال پيوستون جشن  سږکال هم پداسي شرايطو کي لمانځل کيږي چي لاتر اوسه  دښځوپه مقابل کښي تبعيض اوددوي دحقوقوخلاف قوانين دنړی په زيات شمير هيوادوکښي پلي کيږي ،دښځو انساني کرامت   اوټولنيز حقوقو ته هيڅ  ډول پاملرنه نه کيږی . زموږ غيرتی ښځی له يوې خوا دټولنيزو بې عدالتيو او اقتصادي ښکېلاک سره په مقامت کي  لاس اوپښې وهی  اودبلې خوایې دطالبانوپر خلاف جگړي دپردو غونډاري اوطالبانوغير اسلامي ځان وژنې  هره ورځ دکورپر غولی دغم لمڅۍ غووي .
 وياړ په هغو پاک لمنو افغانو ښځو او پيغلوچې دخپل ژوندپه قيمت يې دخپل رواحق دترلاسه کولو لپاره دټولواقتصادي او اجتماعی ستونزوسره په مبارزه کي  ترخپل خواږ ه ژوندتيري سوی  دي  .