د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

نوى کال ،نوې هيلې

محمدحسن حقيار 05.03.2008 22:50
د پسرلي موسم د کال تر ټولو ډېر خوږ، ډېر تازه او ډېر زړه راښکونکى موسم دى . په دې موسم کې طبيعت غوړېدلى، غرونه، هواره ،دښته ، بيديا... رنګين. انساني احساسات تازه ،فکر ارام ،جذبې تاندې ، بدن نشيط او ټول چاپيريال د رنګينو په پستې غېږ کې ناڅي، ټول طبيعت د کال نهه لس مياشتې دې موسم ته انتظار کوي راتلل يې په خوښيو، ځانګړيو دودونو او اتڼونو لمانځي .
اوس چې موږ وينو دعمر يوه بله پاڼه هم اوړي، يو بل پسرلى درارسېدلو په درشل کې دى نو راځئ، چې ووينو زموږ مظلوم او کړېدلى اوس به څومره دپسرلي له خوندورو شېبو خوند واخلي، پسرلى به څومره ددوى ځپل شوي او وژل شوي احساسات وخندوي.
که دافغانستان امنيتي وضعې، روانو جګړو د چاپيريال او اقليم حالاتو ته وګورو نو داسې ښکاري چې افغان ولس ښايي دتېر په څېر دپسرلي له فيض او وږمو څخه خوند وانخلي ځکه همدا اوس هم هره ورځ ددوى پر سر د نويو ګلونو پر ځاى بمونه اوري، طبعي مناظر يې له منځه ځي، ځنګلونه يې وهل کېږي، کروندې او فصلونه يې داوبو، دکرنې او زراعتي وسايلو دنشتون له امله دله منځه تللو په حال کې دي.
پسرلى د کروندې وخت دى، د هېواد دزرغونولو، دطبيعت دسمسورولو د باغونو، مېوه لرونکيو او تزئيني بوټو د نهالولو وخت.
د نړۍ په هره سيمه کې په دې موسم کې هېوادونه دخپلې خاورې دسمسورولو لپاره ځانګړي کمپاينونه ،ځانګړي بوديجې، ځانګړي پروګرامونه او دولس او حکومت ګډ پلانونه عملي کوي خو له بده مرغه افغانستان چې تېرو دېرش کلنو جګړو په يوې سپېرې دښتې بدل کړى او تر بلې هرې سيمې سمسورولو او زرغونولو ته ډېره اړتيا لري د دا ډول رغنده پلانونو له نشتون سره مخ دى.
په افغانستان کې د نوي حکومت په رامنځته کېدو او افغانستان ته د نړيوالو دپام له را اوښتو سره دافغانانو په زړونو کې د ا هېلې را وټوکېدې چې دلته به د نورو برخو ترڅنګ د هېواد دسمسورولو او د طبيعت د راژوندي کولو لپاره ډېر کار وشي . افغان حکومت به د کرنې په برخه کې د نورې نړۍ له تجربو څخه په ګټه اخيستنې په ډېر کم وخت کې افغانستان يو ځل بيا سمسور او د کرنې سکتور ډېر پياوړى کړي خو دادى د څه کم اوو کلونو دتېرېدو سربېره بيا هم وينو، چې دلته نه يواځې داچې هېڅ بنسټيز کار نه دى شوى بلکې لاهم کنډر ، لاهم وچ، لاهم وزبېښل شو، لايې هم ځنګلونه چور اويا يې په بارودو وسوځول شول ،کوم کارونه چې دحکومت او يا ځينو موسسو لخوا ترسره شوي ټول روبنايي او تش نمايشي بڼه لري، په دې اړه افغان ولس له حکومت څه ډېر ګيله من دى ځکه چې ددوى هيلې يې پر اوبو لاهو کړې، ددوى ډېر وخت يې ضايع او ډېر چانسونه يې وسوځول . که دوى د بوديجې د نه شتون عذر وړاندې کوي نو دا عذر خو د منلو ځکه نه دى چې همدا سږ کال هم دتېرو کلونو په څېر هغه سلګونه ميليونه ډالره انکشافي بوديجه چې نړيوالو افغانستان ته ددې هېواد دبيارغونې او سمسورولو لپاره ورکړې وه دلته دنه مصرفېدلو له امله بېرته مصادره شوه يعنې هغه سلګونه ميليونه ډالره خيرات چې نړيوالو افغان حکومت ته ددې لپاره ورکړى و چې کنډر او کنډواله افغانستان پرې اباد کړي خو چارواکيو يې د لګولواستعداد او کفايت نه درلود او همداسې ذخيره پاتې شول چې دهمدې بې کفايتۍ اوبې پروايۍ له لامله بېرته د نړيوالو بانکونو ته ورغلل نو کله چې زموږ انکشافي بوديجه بېرته مصادره کېږي نو څنګه ويلى شو چې پيسې او امکانات مونه درلودل.
خېر په هر حال اوس چې موږ يو ځل بيا ديو نوي پسرلي په درشل کې يو نو په کار ده چې دولت دا ځل جدي پاملرنه وکړي ، يولوى بريالى کرنيز انقلاب راولي، د ولس په ملګرتيا پراخه کمپاين پيل کړي دنړ ۍ له تجربو او پوهې څخه کار واخلي .
سمسورتيا دهېوادوالو پر اقتصاد روغتيا، چاپيريال کولتور او اقليم مثبتې اغېزې لري او دا اغيزې هم بايد له پامه ونه غورځول شي .
که حکومتي چارواکي وايي چې دافغانانو په بې ګناه وژلو او يا دشپې لخوا د خلکو پر کورونو ورختلو کې نړيوال ځواکونه زموږ خبر او مشورې نه مني نو دا خو يې په وس پوره ده چې افغانانو ته د هېواد په سمسورولو نوى ژوند او نوې ساه ورکړي.
موږ پر ولس هم غږ کوو چې يواځې حکومت ته دې په تمه ناست نه وي، له دې دولت څخه دابادۍ رغونې او ولس ته دخدمت هيله هسې له زاڼو کټوري غوښتل دي ، بلکې په خپله دې هم مټې رابډ وهي او د خپل هېواد ،خپل کور او خپل سوځېدلي تاټوبي په زرغونولو او سمسورولو کې ګړندي ګامونه واخلي.