د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د پوهنې وزارت د احصائیې اداره !شرم دی شرم !!!

الماس افغان 04.03.2008 10:42

له ایران سره زموږ رسمې اړیکې هم عجیبې دي (!) په ساړه ژمي کې هغه خوار او بیچاره افغانان راشړي ، چې د کار لپاره دغه هېواد ته تللي په داسې حال کې ، چې دخپلو سیاسي اهدافو لپاره یې څو لسیزې هغوی  زغمل ، خو اوس یې لږ تر لږه تر پسرلي نه شي زغملی او د مرګ تر پولې یې تهدیدوي .

دحکومت لوړ پوړی وزیر ( د بهرنیو چارو ) دهمدې هېواد د سیاسي لوبې له لاسه د اعتماد رائیه له لاسه ورکوي او د کډوالو وزیر لرې کیږي .
په نیمروز کې په افغانانو باندې دهلمند اوبه بېرته په پېسو پلوري اوکډوال ماشومان په دار راځړوي او ...

ایران په  پلونو ، سړکونو جوړولو ، بریښنا رسولو اونورو حیاتي برخو کې مرسته نه شي کولای خو دغه دوست (!) هېواد حاضریږي ، چې پوهنې وزارت ته نصاب په ایران کې جوړ کړي او هلته دیني علوم ، مذهبي احکام ، پښتو او دري ژبه ، جغرافیااو تاریخ افغانانو ته ورزده کړي !!!

ایران نوره هم خپله دوستي ثابتوي هر چېرته ، چې کتابتون  مرستې ته اړتیا لري خپل ایډیولوژیک کتابونه رابار کړي او زموږ کتابتونونه پرې  ډک کا . دایران په مرسته شویو کتابونو کې د ساینس او ټکنالوژۍ کتابونه نه شته خو د سیاسي ایډیولوژۍ  ، مذهبي مسایلو ، فرهنګي تعصب اوایراني فاشیزم ، دافغاني هویتونو غلا او لویدیځ دښمنۍ په اړه د دوی له تبلیغاتي کتابونو څخه دافغانستان ټول پوهنتونونه ډک دي او د کابل پوهنتون په کتابتون کې د ایراني کتابونو بیله خونه هم وجود لري.

ایران پر موږ ډیر مهربان دی او اوس غواړي زموږ داحصائیې له ادارې سره مرسته وکړي ، چې دافغانستان احصائیه څنګه باید جوړه کړي ؟ ! ایرانیان به دافغانستان نفوس  ، ملي ترکیب او څومره والی وټاکي او دافغانستان چارواکي به ورته لاسونه وپړکوي ، چې واه واه داده د ایران  د ورور اسلامي جمهوریت بلا عوضه مرسته !! د احصائیې د علم له مخې دیوه هېواد د احصائیې اخيستنې ټول پړاونه ، کوډونه او سیستم باید اشد محرم وي . دومره اشد محرم ، چې حتی ځینې داخلي ادارې هم له هغو څخه نه وي خبرې خو موږ دومره خدای وهلي یو ، چې  له فرهنګي پلوه تر ټولو ستر مداخله کوونکی او بلوسګر،  زموږ  د ملي هویت لوی دښمن او د افغانستان دملي هستیو یوازینی غل هېواد ( ایران ) غواړي دغه پړاوونه،  کوډونه او سیستم را جوړ او عملي کړي. متل دی وایې : « که غلیم ته دې د ګوتې ځای ورکړ ، سوک به ننباسي .»

د پوهنې وزارت چارواکي او د احصائیې د ادارې مسوولین د قانوني تعقیب وړ دي ، چې ولې په داسې ملي او حساسو مسایلو کې فرهنګي او هویتی  دښمن ته اختیارات ورکوي . نصاب او احصائیه دې په نه امکاناتو ، په خوارو افغانیو او په تشو لاسونو ډیر نیمګړي جوړ شي ، خو څوک دې نه رانه غلا کوي . زه د افغانستان دننه او بهر پر ټولو ملي شخصیتونو ، هر افغان او هر با احساسه هېواد وال ، باندې غږ کوم ، چې په یوه ملي غبرګون سره ددغې ملي تباهي مخه ونیسي .

د ټولو افغانانو د څپه ییز عکس العمل په هیله