د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

پښتني ارزښتونه او ناپښتنې څېرې

عبدالله داستان 02.03.2008 16:35
د ارزښت په اړه ډېر تعريفونه شته خو هغه تعريف يې چې تر ډېره بريده منل شوى، دا دى :
په هر هغه څه چې انسان باور ولري او پرته د هغه نه ورته ژوند ناشونى وبرېښي، ارزښت دى .
کله چې انسان په يو مکتب، ايډيالوژۍ او يا هر (( ايسم )) سره فکري تړاو پيدا کوي؛ بيا نو په اړوندو ارزښتونو يې هم باور پيدا کوي؛ په هماغه پورتنۍ مانا .
ځينې ارزښتونه عام هم وي، لکه آزادي غوښتنه؛ که په کوم هېواد باندې يرغل وشي او د ښکېلاک ګر يې ونيسي نو د تاريخ په اوږدو کې ثابته شوې چې ټولو وګړو يې سرښندنې کړي دي او استقلال يې ګټلى دى، دليل يې دا دى چې آزادي غوښتنه يا استقلال د ټولو انسانانو لپاره يو ارزښت دى .
همدا ډول پښتو يا پښتونولي هم خپله د يو مکتب په شان ده چې خورا ارزښتونه پکې نغښتي دي، د بېلګې په توګه :
د ناموس او عزت نه دفاع کول په پښتو کې هغه ارزښت ده چې په نشتون يې هېڅ پښتون نشي زغملى، همدا ډول آزادي غوښتنه په افراطي توګه پکې ارزښت ده . د نورو حيثيت او عزت ته په درنه سترګه کتل، دښمن ته مخامخ ځواب ورکول او ګوزار کول، غيرت، رښتينولي او همدا شان نور ډېر صفتونه دي چې په پښتو کې ارزښتونه دي او هر کله چې د دې مکتب هر غړى په يوۀ يې هم بې باوره شي نو ورته پښتون نه وايي .
څو ورځې د مخه، کله چې د اطلاعاتو او کلتور وزير د ځانه زړورتيا وښوده او د اساسي قانون د يوې مادې د يوه بند نه يې دفاع وکړه نو په هېواد کې يې بېلابېل غبرګونونه درلودل چې ډېرو يې قومي بڼه درلوده .
وزير د اساسي قانون ١٦مې مادې د وروستي بند د حکم په نافذولو ډېرو فاشېستانو په بېلابېلو نومو ونوماوۀ، په ځانګړي توګه هغو فاشيستانو چې عقدې لري او سخت رواني ناروغان دي؛
په وزير باندې ډېر تورونه ولګېدل، ډېرې بهانې ورته وکتل شوې خو مهمه خبره يې هماغه د دوه ژورنالېستانو وه چې د دانشګاه او دانشکدې او داسې نورو کلماتو په کارولو کسر معاش شول.
په افغانستان کې خو دا يو قوم هسې هم د سرطان دانې په شان پاتې دى او ( ځينو) يې تل هڅه کړې ده چې د قومونو تر منځ بېلوالى راولي، په ځانګړي توګه د پښتنو په وړاندې د نورو قومونو حساسيت راپارول د دوى عادت ګرځېدلى دى او د تاريخ په اوږدو کې يې ګټه هم ترې اخېستې ده،
که څه ملي مصطلحات يوازې پښتو ژبه باندې نه دي بلکې د افغانستان ټولې ژبې پکې برخه لري حتى زمونږ ملي ترمينولوژي د بهرنيو ژبو سره زمونږ يوه ګډه پوله هم جوړولى شي . زه په دې اړه څه نه وايم، ځکه چې د بحث موضوع مو هغه نه ده او فکر کوم دا حقيقت اوس ټولو ته څرګند شوى دى، زه غواړم په يو کس چې ځان ملي شخص معرفي کوي؛ کله، کله ټول قالبونه ماتوي او يوازې انسان شي خو په همدې حال کې هم د پښتونولي ادعى کوي او له دې امتيازه هم ګټه اخلي، تخلص يې هم پښتنى په ځان ايښى دى خو له بده مرغه دا هرڅه دروغ دي .
ما مخکې وويل چې پښتو ځينې ارزښتونه لري چې پښتون په هغه معتقد دى او پرته له هغه نه ژوند ورته ناشونى ښکاري؛ په دې ارزښتونو کې د خپل عزت ساتل او د نورو عزت ته درناوى شامل دى چې هېڅ پښتون له دې پرته پښتون کېدلاى نشي او که پښتون وي نو له دې پرته ژوند نشي کولاى.
اوس يې نو وخت رارسېدلى چې يې نوم واخلم :
هغه څوک ښايي تر اوسه زما د جملو د مفهوم څخه تاسو هم پېژندلې وي، بل څوک نه ده، شکريه بارکزۍ ده .
هغې د اطلاعاتو او کلتور وزير عمل وغانده او ويې ويل : ډېره خواشينې ده چې وزير داسې يو بېکاره عمل ترسره کړى دى، زه متاسفه يم !!!
لومړى خو زه دا وايم چې که شکريې ککره درلودلاى نو دا به يې ويلي وو چې وزير د اساسي قانون څخه دفاع کړې ده ( که بل هر چا هر څه ويلي واى )، ځکه : زما د معلوماتو په اساس د اساسي قانون د تسويد د کمېټې په غړو کې يوه شکريه بارکزۍ وه چې نپوهېږم ولسمشر د کومې حقوقي پوهې پر بنسټ هغه د دې کمېټې غړې ګمارلې وه ؟
که شکريې د قانون څخه دفاع نه کوله، لږ تر لږه يې بايد د خپلو هغه کرښو نه دفاع کړې وه چې دې پخپله ليکلې وې .
خو زه نه غواړم شکريه ملامته کړم، ځکه شکريې پښتني ارزښتونو ته په سپکه کتلي دي او يوه پښتنه کېدلاى نشي؛ شکريې خپل عزت ته په درنه سترګه نه دي کتلي، شکريه لکه يوه پښتنه مېرمن د پت او عزت خاونده نه ده، د همدې لپاره زه ورته يوازې شکريه وايم، بارکزۍ يې ځکه نه بولم چې د پښتو په مکتب کې بارکزي هم شامل دي او پښتني ارزښتونو باندې ټينګه عقيده لري.
هغه مېرمن چې په مياشتو په غرب کې يوازې په هوټلونو کې تېره کړې ده، زه به يې د شاکر کارګر سره د اړيکو په اړه څه نه وايم، ځکه زما د کلام حرمت د پوښتنې لاندې راځي ... بس لوستونکي دې خپله قضاوت پرې وکړي .
ښايي هغې ته د دې ليکنې په لوستو غوسه پيدا شي خو که لږ وجدان هم پکې پاتې وي نو سترګې به يې ټيټې شي او د ځان سره به ((هو)) ووايي . ځکه زه يو هغه انسان يم چې له ډېرو رازونو څخه يې خبر يم خو بيا هم د يو پښتون په صفت د هغې په اړه لوڅو خبرو نه ډډه کوم .
هو، هغه به دا هم ووايي چې زه انسانه يم، زه ځان پښتنو پورې نه محدودوم؛
لومړى خو دا ده چې هغه دروغ وايي، هغې حد اقل ځان ښځو پورې محدود کړى دى او د نارينه و په اړه هېڅ نه وايي پرته له بد ويلو، له دې امله د نړۍ نيم انسانان نارينه دي او د نيمو انسانانو څخه جلا شوه او د نيم انسانيت څخه منکره؛ خو يو پښتون بيا دا کار هم نکوي . دويمه خبره دا ده که دا رښتيا هم په انسانيت عقيده او باور لري نو بيا دې خپله تخلص وګرځوي، د يو سپېڅلي نوم څخه دې ناوړه ګټه نه پورته کوي ... بارکزۍ دې ځانته نه وايي .
که بيا يې خپل تخلص ته تغير نه ورکوي، نو هيله ده چې په مانا دې ځان پوه کړي او د پښتو مکتب غړې دې شي، په هغو ارزښتونو دې باور پيدا کړي چې تر اوسه يې د پښو لاندې کړي دي .