د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د کاناډا خیرن لاس

آریا 02.03.2008 01:32

ایریک . ایس . مارگولیس

http://www.ericmargolis.com/archives/2007/05/canadaas_dirty.php

له انگریزي ژباړه: آریا

کاناډا د نړۍ په ملتونو کې د درناوۍ وړ او یو قانون پلوی هیواد دﺉ. آیا ستاسو گومان به راشي چې یو شمیربوږنوونکي سپین شوي لاسوندي ښيي چې دغه هیواد به په افغانستان کې د بندیانو د ځورونې او د ژینو له کنوانسیون څخه د یوه سرغړونکی هیواد په توگه وگڼل شي؟

کیسه له ۱۹۷۹ کال څخه کله چې شوروي پرافغانستان تیری وکړراپیلږي. کې جي بي د خپل لاس پوڅي افغان رژیم لپاره د کې جي بي په هیندارې کې کټ مټ جوړ انځور د پټو څارکښو جاسوسو پولیسو اداره د خاد تر نامه لاندې جوړه کړه. له دې چې زه د خاد دڅارکښو جاسوسانو ترڅارلاندې راغلی یم ، په دغه اړه کولای شم دخپلې تجربې پربنسټ ددغې سکالې په تړاو خبرې وکړم.

خاد هڅه کوله چې د کمونیستانو ټول مخالفین له منځه یوسي. خاد دهیواد د ښوونې او روزنې اود مذهبي بنسټونو ټولې څانگې هم پرمخ بیولې. خاد په ډیر لنډ وخت کې ان د ډیرو نورو ویروونکو ټولنو په منځ کې د خپلې ناتارگرۍ او بیرحمۍ له امله رسوا او نوم بدی شو.

ټول سیاسي بندیان او هرهغه څوک چې له کمونسیتانو سره مخالف ول د ویرونې او ځورونې په لومو کې راگیرېدل. د دغو ځورونو او ټکولو لړۍ له لښتو ، سوټیو نیولې بیا د نوکانو تر ایستلو ، په اوبو کې ډوبولو، بریښنا ته ورکولو او نورو ویرونکو ډولونو ته رسیدله. د ژوندیو بندیانو د وجود پوستکي به را ایستل کېدل ،په تخمیرشوي سلفوریک اسید کې اچول کېدل، ړانده کېدل ، ژوندي ښخېدل ،په تیلو سوځول کېدل او یا په یخو خونوکې د یخچال تر درجې لاندې کرار کرار کنگل کېدل.

سایکولوژیکي ځورونې ، تر اوږده مهاله بې خوبه ساتل ، تر ډیرو اوږدو مودو پورې په تیارو خونو کې ساتنه ، د لوړو ږغونو په مرسته ځورونه ، په درواغي وژنه ، اودرواني درملو یا سایکو تراپیک درملو ورکړه، ټول د خاد او کې جي بي تر څار لاندې ترسره کېدل. دغو ته ورته ځورونې نن د سي آی اې په لاس چې \"پرمختللي تحقیقات\" یې بولي هره ورځ تر لاس لاندې نیول کیږي.

کمونیستانو دوه میلیونه افغانان ووژل. کاناډا د شوروي د نیواک په وخت کې خپله شا واړوله او له مجاهدینو سره یې چې د شوروي له نیواک گرځواک سره جنگېدل مرسته ونه کړه. په ۱۹۸۹ کال کې کله چې روسان له افغانستان څخه ووتل د طالبانو نوي زېږېدلي غورځنگ د کمونستانو پاتي شوني چې د شمال ټلواله بلل کیږي د شمال تروروستیو څنډو پورې په شا وتنبول.

په ۲۰۰۱ کال کې د امریکا متحده ایالاتو پر افغانستان تیری وکړ د شمال له ټلوالې سره یې لاس یو کړ او طالبان یې را وپرځول. بې واکه کرزی یې د واک پرگدۍ کښیناوه. خو د واک د گډۍ کره او اصلي کړۍ یې د کمونیستانو تر ولکې لاندې شمالي ټلوالې ته ورکړه.

کله چې شمالي ټلوالې کابل ونیو نو په ډیرې چټکۍ یې غسل تعمید ورکړای شوې د ملي استخباراتي اداره جوړه کړه. په وهلو ټکولو کې تجربه لرونکې پخواني کمونیستان او جگړه ماران بیرته په کارونو وگومارل شول.

دنن ورځې اټکل څرگندوي چې د ملي استخباراتو شپیته په سلو کې کارکوونکي د پخواني خاد جاسوسان دي. امریکایي او کاناډایي ځواکونه د افغانستان په سویل کې د آرامۍ د را وستلو په موخه جگړه کوي او په دغه ترڅ کې په پرله پسې ډول په جگړه کې نیول شوي اونور شکمن کسان د ملي امنیت پټو پولیسو ته سپاري چې دا په څرگند ډول د ژینو له کنوانیسون څخه سرغړونه ده.

د کاناډا محافظه کار دولت د خلکو د قهر له سترگو څخه ځان دېخوا ها خوا کوي او په بې وسۍ ټټروهي چې د افغانستان د کمونیستو پټو پولیسو له ادارو څخه چې په لس گونو زره افغانان یې وژلې اویا معیوبه کړي دي – ډاډ ترلاسه کړﺉ چې گڼې له بندیانو سره به انساني چلند وشي.

څرنگه کاناډا په دغه اړ و دوړ کې را گیر شوله؟ په آټاوا کې محافظه کارو سیاستوالو ته داسې شېبه په لاس ورغله چې له هغې څخه په گټې اخېستنې یې په ټاکنو کې د را یو ورکوونکو د رایو د راخپلولو په موخه د ورانکارو مسلمانانو پرضد له ببولالو څخه کوشنۍ جگړه چې په اسانۍ له منځه تللای شوه د درواغو هېواد پالنۍ تر نامه لاندې وژوله. هغوی د خپل ایډیالوژیک لارښود بوش د ادارې په ښوروا کې د کورکمن د خوند په لټه کې شول.

په اوټاوا کې هیڅ چا د افغانستان ، د هغه د توکمیزوسیاستونو او یاتأریخ په اړه معلومات نه درلودل. په پټو سترگو یې ۲۵۰۰ تنه کاناډایي سرتیري او یو بیلیون ډالره د افغانستان د مرستې لپاره ولیږل.

کاناډایي لوړپوړي چارواکي او سیاستوال چې د لا نورو ځورونو او ټکولو لپاره افغان پټو پولیسو ته په جگړه کې د نیول شویو افغانانو د سپارلو په اړه بې خبري څرگندوي یا تک سپین درواغ دي او یا یوه سرگنگسوونکې سترگه پټونه ده. زه گومان کوم چې هغوی هیڅکله د رودیار کیپلینگ شعري نامتو حماسه چې په افغانستان کې [په میوند کې- ژ] د بریتانوي ټپي شویو او وژل شویو سرتیرو په اړه یې کړې وه نه ده لوستلې. \" خپله وروستۍ مردکه \" مرمۍ\" دې د ځان لپاره وساته.\"

[د یادونې وړ ده چې انگیسي شاعررودیارکیپلینگ د افغان انگلیس په دوېمه جگړه کې د میوند حماسه په خپل شعر کې په ډیرې خوندورې توگې رانغاړلې ده
که په مېوند کې شهید نه شوې خدایږو لالېه بې ننگۍ ته دې ساتینه
ژباړونکی ]

ددغو کرښو لېکوال چې په آسیا ، افریقا اومرکزي امریکا کې یې ډیرې گوریلایي جگړې تر خبري پوښښ لاندې راوړي دي په څو څو ځله خبرداری ورکړی دﺉ چې هرڅومره چې کاناډایي ځواکونه په افغانستان کې پاتې کیږي په هماغه کچه به بې رحمه او په جنگي جنایاتو کې ښکل شي. دا د گوریلایي جگړو یوه ځانگړې بېلگه ده.

هغه کاناډایان چې لا تر اوسه په افغانستان کې د کاناډایي ځواکونو د \"ملت د بیا رغاونې\" او د ټولینزو کارونو د تر سره کولو په اړه د ښاپیریو پرجوړۍ شوې کیسې گروهن دي باید د بندیانود هغه ویروونکي برخه لېک په اړه دې هم غبرگون څرگند کړي چې د هغوی سرتیرو د افغان د پټو پولیسو د زړه سواندۍ ځالگۍ ته اچولي دي.

له کابل سره د آټآوا د روانې اونۍ جوړ جاړی چې د ملي امنیت په لومو کې د ښکیلو بندیانو په اړه څیړنه ده ، یو له شرمه ډک جوړ جاړی دﺉ. په ۱۹۸۰ کال کې خاد د بشري حقونو له ډلو سره دغسې تش په نامه جوړ جاړی هم کړی ؤ.

دا د کاناډا او د ناټو د نورو سرتیرو لپاره بس ده چې د افغانستان له داسې جگړه مارو قوماندانانو څخه ملاتړ او ساتنه کوي چې د هیرویینو مخ پرودې صنعت پرمخ بیایي. اوس کاناډا د\" افغانستان ـژ\" د کمونیست گوند له پاخو او تجربه لرونکو وهونکو، ټکوونکو او ځوروونکو جاسوسانو سره لاس یو کړی دﺉ.

د کاپي حق: ایریک . س. مارگولیس ۲۰۰۷ کال