د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ترکيه نبوي احاديث له سره چاڼوي

ياقوت خان شينواری 29.02.2008 22:38

د ليکوال څو نورې لیکنې

ټول
دترکې اوسنی حکومت اودمذهبي چارو وزارت په پام کې لري چې داسلام دستر پيغمبر حضرت محمد ےص ے دمبارکې خولې زرين احاديث چې په اسلامي نړۍ کې دقران وروسته ورته دويم مقام حاصل دی ، دسره پرې نظر وکړي اوداسې صحيح حديثونه ترې رااؤباسي چې دترکې په شمول نورې اسلامي نړۍ سره هم په ټکر کې نه راځي دترکې دمذهبي چارو يوه مخکښ د انقر ې په پوهنتون کې يوې اجتماع ته داخبره په ډاګه کړې چې ترکيه غواړي د پيغمبر اسلام ص داحاديثو دسره جايزه واخلي او داسې شيان په کې ولټوي چې دنني عصر دتقاضو سره په ټکرکې رانشي دترکې ددولت استدلا دادی چې دهرې فرقې اوهر مذهب پيروانو او همداشان دډيرو اسلامي هيوادونوواکمنوهم دخپلو ګټو په خاطر داسلام څخه ناړه استفاده پورته کړې چې ددې ناوړه اوغير او صولي کړنو له وجې هر وخت داسلام مبارک نوم ته ضربه رسيدلې دمثال په ډول لکه مراکش چې نرم اسلام ئ رائج کړی يانې په مراکش کې په شرابو، زنا د،جوارۍ اوداسې نوروبديو باندې هيڅ قسم بنديزنشته ے
همدغه شان نرم اسلام په الجزائر ے تيونس ے مصر ا و نوروعربي هيوادونو کې هم رائج دی ٠ خو ددې برعکس دسعودي اسلام يوڅه سخت خو په ټوله کې يانې سل,په سلوکې شرعي نه شي ورته ويلی ، دترکي مذهي مشر دنبي عليه اسلام په يوه حديث چې په ځينو عربي هيوادونو کې اوس عمل پرې کيږي ، يانې دښځو سنتول چې دپيغمبر ص ے په وخت کې ئ رواج ؤ او اوس هم پرې په عربو کې عمل روان دی اعتراض لري اووائ چې داعمل دهم هغه وخت لپاره ؤ نه داوس وخت لپاره ٠ همدغه شان نوموړی دنبي عليه اسلام په يوبل هغه حديث هم اعتراض کړی په کوم کې چې هغه مبارک ص ے فرمائلي و چې ښځه دخپل ميړه څخه تر درېو ورځوزياته جدا يانې بيله نه شي اوسيدلی ، خونوموړی دنبي عليه اسلام يو بل حديث د استدلال په توګه وړاندې کوي او زياتوي چې پيغمبر ص داهم فرمايلي دي چې زه دهغي ورځې په انتظار يم چې يوه ښځه بلا خوف وخطر په صحراکې په غيردکوم محرم نه سفر وکړی شي ، د ترکي دولت اتيا کاله وړاندې خپله ژبه دعربي الفبا نه په لاطني واړوله او داسلامي قانون په ځا ي ئ سيکولريانې لاديني قانون خپل کړ که هرڅو دوخت حکومتونو په دومره اوږده موده کې دترکې ولس ته دسيکولرزم ډير شنه باغونه وښودل خووی نشوکولائ چې دترکې دولس ستونځې پرې حل کړي ٠ ډيره موده وروسته دترکې ولس په دې خبره خپل سرونه خلاص شول چې زمونږ دټولو ستونځو حل صرف په الهي قانون کې دی ، په ١٩٩٩عيسوي کې دپاکستان ولس مشر دنوازشريف حکومت ړنګ اودپاکستان دولس دټولو ستونځوحل ئ په ترکي سيکولرزم کې ليده ، مشرف داخبره څوڅو ځلې کړې وه چې زما په ټولو نظامونو کې دترکې سيکولرزم خوښ دی ، مهدغه شان افغان ولس مشر حامد کرزي هم دافغانستان ددرې لسيزودناخوالو او ستونځو دحل کونجي دترکې په هغه وراسته اوکرغيړن نظام کې ليده دکوم نظام څخه چې خپله ترکي ولس کرکه څرګنده کړې وه ،دترکې ولس داوخت داسلام داحياۀ دبيا راژوندي کولو په تکل کې دی او داوخت ئ تقريبا ے،، ٦٥٠، ےے ښځينه عالمانې په قران او د حديثوپه علم سنګار کړي اود هغه هيوادد لرې پرتواوروسته پاتې سيموته ليږي چيرته چې مسلمانا ن په اکثريت کې دي ، چرته چې ترکي خويندو ته دديني زده کړې ضرورت وي ؟ ے ترکان ډير ځلانده اواسلامي تاريخ لري ، دعثماني خلافت هغه دور په کوم کې چې ترکانوپه مکه المعظمه اومدينه ا منوره باندي خلافت چليده دهغه خلافت په وخت کې ترکانو ددې دواړو مقدصو ځايونوتعميرونه په ترکي نقش ونګار جوړکړي چې ترننه پورې مسجدالحرام اود مسجدا نبوي منارونه حاجيانو ته عثماني خلافت ور په زړه کوي ، خو په مکه او مدينه باندې دترکانودواکمنۍ څخه دسعودي شيخان اوبدوان راضي نه ووے علت ئ داو چې ترکان عجم او دامام ابوحنيفۀ دمسلک پيروان وو، همدا و جه ده چې دمکې اومدينې نه پرته ترکان دعربواوعرب دترکانو په جوماتونوکې لمنځونه نه کوي ے په داسې وخت کې چې په ترکيه کې سيکولزم اخيري سلګۍ وهي نجونی بيرته خپل ټکري په سر اچوي اسلام بيرته احياۀ کيږي او په سعودي اونوروعربي هيوادونو کې غرب پلوي نظامونه ټنګ دي نو په داسې وخت کې دترکې بيرته اسلام ته راګرزېدل چې دنړۍ دمسلمانانو لپاره زېری ګرزي ٠ دلته ترکيه ته څومشکله راولاړېږي اول په داخل کې دترکي سيکولر پوځ چې دا تر اوسه دعبدالله ګل دحکومت په وړاندې يولوي خنډ دی ، بل دترکې پوځ داوخت دکردي ياغيانوسره په عراق کې لاس اوګريوان دی او امريکا ترکې ته اخطارونه هم ورکړي چې دعراق څخه خپل ځواکونه په شاکړي دريم مشکل به دغرب په اشارو دعربانوله خواترکيه ته په دې نوم راولاړېږي چې ترکيه په هغه اسلام کې چې ١٤٠٠ کاله پخوا راغلی ترکيه په کې نوي اودخپلې خوښې شيان ورزياتوي ،که خدائ مکړه اوعربانو داپروپاګند شروع کړو نو دعربانولبيک سره غرب خو مل دی نوره اسلامي نړۍ به هم دترکې خلاف شي اودترکې دې نوي منتخب دولت ته به غټ مشکل پيداشي ےےے