د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

کندهارى

محمد نعمان دوست 28.02.2008 22:41

پر لوړه پوله بوډا ناست و ، مخامخ نړېدلې خټينې کلا ته يې کتل . د کلا د لرګي لوى ور سوزېدلى و ، خونې چپه پرتې وې او د کلا په منځ کې د سکرو ټيټې ونې ولاړې وې .

بوډا يو ناڅاپه لړزې واخيست ، پورته شو د کلا په لوريې منډه کړه ، کلا ته نږدې يې غېږ پرانيسته :
شکر ، ټيټ شو تا به وې کوم ماشوم په سرښکلوي ، لا سونه يې بېرته را ټول کړل ، کړوپه ملايې سمه کړه، پر نړېدلو ديوالونو يې نظر وګرځو او بيايې يو دم رامنډه کړه .

ستړى شو ، کېناست ، ژوره – ژوره ساه يې را وېستله او د ټنډې په ګونځو کې يې خولې تاوېدې را تاوېدې .
پر اوږه مې ورته لاس کېښود :
بابا !
دومره په شوق کلا ته لاړې او بيا ... ؟!
د هغه خوله وچه وه ، غاړه کې وچه مرۍ تله راتله او ډنډ سترګې يې زما په سترګو خښې کړې وې او له بڼو يې يوه _ يوه اوښکه څڅېده .

يو دم يې خوله پرانيسته !
هلته مې ګلالۍ - ګلالۍ لمسيان وو ، اولادونه مې وو هغه .. سلګيو واخيست ، لړزې ونيو .
ماکې هم د پوښتنې وس نه و ، غلى وم . کله مې مخامخ نړېدلې کلا او کله مې ترخوا ناست بوډا ته کتل .
يو ناڅاپه يې له زنګنو سر پورته کړ ، اسمان ته يې وکتل تا به وې اوس هم خپل قاتلان په هوا کې وينې . مخ يې سور شو سترګې په کولکو کې راووتې ، هماغه شان يې پورته کتل او په خبرو يې پيل وکړ :
ځوانه !
په هغه ورځ يو نا څاپه په هوا کې غږونه شول ، څو الوتکې ښکاره شوې ، تاوېدې را تاوېدې . درزهار شو تا به وې له اسمانه د سکروټو ږلۍ اوريږي .
د انږدې کلى وينې ؟ څو طيارو پرې سينې خالي کړې او په لنبو کې ورک شو ، زه د ژېړۍ ( د کندهار يوه ولسوالۍ ) بازار کې وم چې کله را ورسېدم له کلې اورونه راتاو وو او غېږ _ غېږ لمبې هوا ته پورته کېدې .
په منډه راغلم د لنبو په منځ کې مې خپل ... له دې خبرې سره يې يو زوروره چيغه وکړه زړه مې ډيپ ولويد ، بدن مې سست شو ، ماوې که په سر مې بم ولويد .
سپين ږيري ډېر وس وکړ خو کيسه يې پوره نه کړه ، شوڼدې به يې بېرته کړې ، و به رپېدې خو د خبرو په ځاى به ترې چېغه ووته .
شيبه دواړه غلي وو ، بوډا بيا ځان خبرې ته جوړ کړ ، مخ يې را واړو :
ځوانه ! ډېر وخت شو چې زه کلي ته نه ځم ، چې کله ورشم د ماشومانو شور ماشور مې په ياد شي ، لمسيان مې په زړه را وګرځي چې رامنډې به يې کړې او پښو نه به مې را تاوو شول .
اوس کلى غلى دى ، هغه شور په کې نه شته ، اوس راته څوک د بابا نارې نه وهي زه اوس هلته نشم تلى ، زه بې څوکه شوى يم ، زويه ! دې کاپرو په دې اخر عمر يوازې کړم .
numandost@yahoo.com