د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

لومړنی پښتو کيسه ډایجسټ چاپ شو

مجیب الرحمان انګار 26.02.2008 09:19

کيسه ډایجسټ دپښتو ادب په بڼ کې يوه نوې زياتونه و لاس ته راوړنه ده ، چې د شاعر او ليکوال محبوب الله محبوب په مديريت کې دچاپ په پساله پسولل شوی.
پښتۍ يې رنګه،کاغذ يې سپين اخباري ، دمخونو شمېر يې ۹۱  او ددغو ليکوالو کيسې پکې چاپ شوې :
جارالله څه غوښتل داستاد سعد الدين شپون ليکنه
داخلاقو ښوونکی-ليکوال مکسیم ګورګي، ژباړن احسان الله آريانزی
مماڼه، داسيز منګل ليکنه
دمعصر بېدل کیسه ،داکبر بري لیکنه
غږونه، دايمل پسرلي لیکنه
مړاوې غوټۍ، دخاطره اسحاقزۍ ليکنه
مړی،د ډاکتر واحد نظري ليکنه
خبر،ليکوال : شکيل ادريس،د زرمینه سیلۍ ژباړه
جنت (د اروپا مېشتو افغانانو د ژوند انځور) ، دزرین انځور ليکنه
هوايي موټر، دستاینه ميز زهیر ليکنه
څپېړه،د طاهر اپريدي ليکنه
د ډېرو کلونو خبره،دعلم ګل سحر ليکنه
د مرمرو ښار ګوټی،د محبوب الله محبوب ليکنه
يخی،( د ژمنيو ستونزو اړوند داستان) د نجیب منلي ليکنه
دسمال،د نور محمد لاهو ليکنه
ارمان،دوږمه سبا عامر ليکنه
ناشنا سندرې،دوکيل شينواري ليکنه
همداشان په دوو مخونو کې ديوشمېر شاعرانو ځینې غوره بيتونه هم ليدل کېږي،چې ډايجسټ ته يې لا ښکلا ور بخښلې.