د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

مرکه- طنزیه کیسه

علم ګل سحر 25.02.2008 22:54

لیکوال : یوردان پویوف ( بلغاریا)

ژباړن : علم ګل سحر

په یوه ورځپاڼه کې مې یوه اوږده مقاله ولوستله چې سر لیک یې دا وو:
( خټه دانسان په لاس کې )
دمقالې له لوستلو وروسته پوه شوم چې یوداسې موزیم شته چې دکلالي په برخه کې هنري اثار پکې را ټول شوي دي پریکړه مې وکړه چط دا موزیم له نږدې ووینم ، دلته او هلته مې چې هر څومره پوښتنې وکړې ، چا سم او دقیق ځواب را نه کړای شوای.
ما نو نوره دموزیم موضوع هیره کړې وه ، یوه ورځ د یخچال دترمیمولو په ورکشاپ پسې ګرځیدم ، یو ځای مې یوه لوحه ولیدله (( دخټینو ښیانو دموزیم ریاست))
دلوحې په لیدو خوشحاله شوم ، ودانۍ ته ور ننوتم . البته موزیم نه وو خو ریاست یې و ، په هر حال دموزیم دریس پو ښتنه مې وکړه د هغه دکار خونه مې پیدا کړه پوه شوم چې هغه یې د خپل تخلص له مخې د موزیم ریس ټاکلی دی و دهغه تخلص (کلال) و.
روغبړ مو سره وکړ و مخامخ ورته کیناستم ځان مې ور وپیژاند ، ورته ومې ویل چۍ خبریال یم او دمرکې لپاره راغلی یم هغه په خوښۍ وویل:
مهرباني وکړﺉ هره پوښتنه چې لرﺉ ویې کړﺉ .
ومې پوښت:
- ډیر وخت کیږي چې تاسې ددې موزیم ریس یاست؟
- هو ... کولای شم ووایم ، چې دجوړیدو له کاله، یعنې څلور کاله دمخه.
- بخښنه غواړم څنګه چې ما له هغه او دغه پوښتنه وکړه ،خلک ستاسې موزیم ډیر لږ پیژني او آن نه پوهیږي ستاسې موزیم چیرې دی ؟او هغه ...
زما خبره یې پرې کړه:
- طبعي ده چې څوک نه دي خبر .... اخیر څنګه کولای شي هغه موزیم چې نشته ویې ویني ؟
- څنګه نشته؟
- نشته نو ،وۍ.
- نو ته دڅه شي ریس یې؟
- د خټینو شیانو دموزیم ریس ... زه مرستیال او څو تنه رسمي،اجیر او قراردادي همکاران هم لرم .
- عجیب نو موزیم چیرې دی؟
- نشته...
- دا څنګه امکان لري؟
- داسې ده ،ګرانه دوسته چې زه دکلالي دهنر د انسیتوت آمر وم ، دغه انستیوت له منځه ولاړ ، بیا یې وویل چې با ید دکلالي د هنر موزیم جوړ کړو، زه دلته مقرر کړم ، دغه دی چې کار کوم او بوخت یم .
له ځایه را ولاړ شوم ومې ویل:
- دخدای پامان که دموزیم کار سم شو ما خبر کړﺉ؟
- کوم موزیم ...؟
- په هر حال زه ولاړم ، خدای پامان.
ریس تر دروازې پورې راسره ولاړ ،دخدای پاماني په وخت کې یې وویل:
- وبخښی تاسې زموږ په باره کې په کومه ورځپاڼه کې مطلیب لیکی ، چې بیایې ولولم؟
ورته ومې ویل:
- زه د(ږغ) په مجله کې کار کوم ، اوس داسې مجله نشته ، اما مسوول مدیر،مرستیال ،عکاس او څو کسه خبریالان لري ، خو تر اوسه خپره شوې نه ده ، دوه کاله کیږي چې مو ږ په دفتر کې د لومړۍ ګڼې وکطالبو په را ټو لولو بوخت یو . خدای پوهیږي چې څه
وخت د مجلې چاپ پیل کیږي ، په هر حال موږ اوس ( مشغول ) یو .