د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ولسمشر صيب شف شف، شفتالو شو

عبدالقادر درويش 20.02.2008 15:41
ايراني فرهنګ پالو له اوږدې مودې پټې جګړې وروسته اوس د افغانستان له فرهنګ او اساسي قانون سره مخامخ جګړه پيل کړه له کله جې ښاغلی خرم د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزير په توګه وټاکل شو، افغانستان کې د ايراني فرهنګ پلي کوونکي څکه انديښمن شول جې نوموړي په واقعي معنا د هيواد د اصيل فرهنګ د بيا ژوندي کولو او پياوړتيا هڅې پيل کړې او دښاغلي کرزي د هغو ژمنو او وعدو عملي کول يې پيل کړل چې تر ټاکنو وړاندې يې د جمهوري رياست ته د کانديداتورۍ د کمپاين پرمهال خلکو ته د اقتصادي پياوړتيا، د افغانستان د اصيل فرهنګ او هويت د بيا ژوندي کولو په اړه ورکولې.
کيدای شي ولسمشر صيب به هم پوهيدو چې ددولت په چوکاټ بهرني لاسپوځي شته او دابه دده او د افغانستان دخلکو انتخابي دولت ته له طالبانو سخت تر دښمنان ګرځي. خو ښاغلی کرزی دادی اوس خو تاته په عملي ډول ثابته شوه چې د محقق، ملي کنګرې دګوند مشرانو په ګډون ځينې خصوصي رسنی هم په ډاګه دافغانستان د اساسي قانون مخالفت کوي، داخو بيخي پريده چې د شاوخوا 60 مليونو پښتنو توهين خو يې لا دوخته پيل کړی وو.
همدغه راز متعصبو او نيشنليستو کسانو ددولت په غټو ادارو کې ځای نيولی او القاعده يا طالب په نومونو يې د زرګونو پښتنو وينې تويې کړې او لا يې هم تويوي.
ولسمشر صيب ته وګوره کله چې موقت حکومت ستا په مشری جوړ شو ولې په ټولو ولايتونو کې کراره کراري وه ؟ ځواب يې هم زه درته ليکم هغه داسې چې پښتنو فکر کاوو چې حکومت ملي دی او هر څوک به د خپل شمير په کچه پکې ونډه ولري خو کله چې کابل ته راغلل او هرې ادارې ته به ورتلل نوليدل به يې چې دري ژبي په تيره هغه دري ژبي چې د بهرنيانو لاسپوڅي دي، په واک کې دي او پښتون ته به يې هيڅ ارزښت نه ورکاوو، حتی تر دې چې له وزارتونو نيولې تر جمهوري رياست پورې، په پښتو ليکل شوی رسمي وړانديز، نظر يا مکتوب مقام ته نه شو وړاندې کولې او لايې هم نشي وړاندې کولی.
نو همدا علتونه وو چې پښتانه ورو ورو بيا نا هيلي شول، د پښتنو همدغې ناهيلی نه، ايراني، فرانسوي، روسي او نورو بهرنيو لاسپوڅو سمدلاسه ګټه پورته کړه او په دوی باندې يې د القاعدې او طالب ټاپه ولګوله، جګړې، پوځي عمليات، نيول، بمباری او ترور يې پکې پيل کړ چې دادې لړی يې اوس هم روانه ده .
خو دادی بياهم همدغه پښتانه دي چې تا او ستا په مشری انتخابي دولت به د بري په لور بيايي نو د همدې لنډې ارزونې له مخې بايد دوه مهم ټکي درته ثابت شوي وي.
1_ پښتانه دي چې ددغه هيواد لپاره او د اساسي قانون لپاره ګټور او خپلواک پاتې کيداي شي او تا ته به هيڅ ډول راتلونکي مسوولت نه پريدي.
2_ د ښاغلي خرم ( چې نه پوهيږم کار او کړنې يې په کومو الفاظو وستايم ) د ملي ټرمينالوژی د عملي کولو پر ضد را پاڅېدلې څېرې او ډلې د افغانستان د خلکو، فرهنګ، او هويت د اصلي او مضرو دښمنانو په توګه درته ثابتې شوې وي.
ولسمشر صيب زه د يوه عادي افغان په توګه تاسو جناب ته په ډېر درناوي او احترام سره، چې د يوه مهربانه او رښتوني ولسمشر وړتيا لری دا وړانديز کوم که زما دغې ليکنې ته د شک په سترګه ګوری نو د مهربانی له مخې لومړی د اطلاعاتو او فرهنګ وزير اقدامات وګوره او بيا د اساسي قانون د ترمينالوژی ماده وګوره او بيا هم د ښاغلي خرم پر ضد د ايراني لاسپوڅي محقق او د هغه د ملګرو دعواوې وګوره.
محقق چې د مقننه قوي غړيتوب لري وايي چې خرم دې ځکه د ولسي جرګې له خوا استجواب شي چې د اړونده وزارت لوحه يې په پښتو او انګريزي ليکلې ده، ملي ګالری څخه يې د نګارستان ايرانی نوم لرې کړی زه دلته د متن د رالنډولو لپاره يوازې دوه مثالونه راوړم. ايا دافغانستان پښتانه چې د هيواد 75 سلنه جوړوي د نورو په پرتله په دولت کي 75 برابره لوړ حق نلري بل داچې ( ګالري ملي ) ته چې ايراني فرهنګپالان نګارستان ملي نوم ورکوي ايا دا په افغانستان کې کابو 15 فيصده دري ژبو ته توهين ندي، ځواب يې کاملا هو دی.
په پای کې د ولسي جرګي له يو شمير هغو با احساسه او وطن مينو غړو څخه هم مننه کوم چې دوي د سې شنبې په ورځ له خپل ملي احساس څخه کار واخيست او لاسپوڅي محقق پر ضد يې د ښاغلي خرم د قانوني کړنو ملاتړ وکړ او له ښاغلي کرزي څخه هم غوښتنه کوم چې د محقق او د هغه په څير نورو خونکارو له شر څخه د افغانستان ملت وساتي او د ښاغلي خرم په څير قانون او وطن ته وفادارو کسانو ته د کار کولو نور امکانات او واک هم ورکړي .
يو ځل بيا د ولسي جرګې له غړيو څخه غواړم چې لدي وروسته ويښ شۍ او خپل تصميم ته واقعي بڼه ورکړی.