د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ورته والی او توپیر

سپینژبی 20.02.2008 15:40

د روسیې او ناتو د ګډې شورا د ۲۰۰۷ کال په واریزه (نوبتي) غونډه کې د رواني(سایکولوجیکې) جګړې په برخه کې د ناتو یوه لوړپوړي جنرال له خپل روسي سیال څخه وپوښتل چې ستاسې په اند د لویدیځ او نورو بهرنیو هیوادونو او سازمانونو له میلیاردونو ډالرو مرستې سره سره، د افغانستان د روانو حالاتو د څپڅپاندۍ لامل په څه کې دئ؟
روسي جنرال پرته له دې چې جیب ته لاس کړي او یا خپل دیپلومات پرانیزې او له هغه نه کومه لیکنه یا یادښت راوباسي، همداسې په ولاړه یې خپل ناتويي سیال ته ځواب ورکړ:
« جنرال صاحب!
د زبرځواکونو په توګه د شوروي اتحاد او متحدو ایالتونو د چلند ترمنځ تل یو ډول ورته والی او توپیر شته و. د ساري په توګه، شوروي اتحاد مخکې تر دې چې پر افغانستان ورننوځي، نو هلته یې په سیاسي مشرتوب او واکمنۍ کې د ځان په ګټه بدلون راوست. امریکا هم مخکې تر دې چې پر افغانستان برید وکړي، هلته یې څو ځلې خپل بیلابیل پلویان واک ته ورسول. دا یې یو ورته والی. بل ورته والی یې دا دئ چې شوروي اتحاد هم په افغانستان کې د سوسیالیستي ټولنې د جوړولو له پاره له پوځ او لښکر سره هغه هیواد ته ورغئ او له دغې تیروتنې خورا ډیر کلونه وروسته امریکا هم د افغانستان د ازادولو او هلته د دیموکراسۍ د پلي کولو له پاره له پوځي ځواک سره ورغله. دا یې دویم ورته والی. او اوس د توپیر په اړه:

«تاسې لویدیځوالو د افغانستان د بیا ودانولو چاره پخپله د هغه(افغانستان) ویجاړوونکو ته ورسپارلې ده. له رواني(سایکولوجیک) پلوه یوڅوک چې د خپل هیواد د ورانولو له روحیې سره روږدی شوی او د هغه ښوونځي، روغتونونه، پلونه، د بریښنا ستنې، بندونه ... یې نړولي او کادرونه ( ښوونکي، لیکولان، پوهان، ډاکټران، انجینران او ...) يې وژلي وي، نو د تجربې له مخې داسې کسانو ته ګرانه ده چې له خپل تیر کرکټر سره په یوه وار او په بشپړه توګه مخه ښه وکړي. څرنګه چې په نوموړو کې د هغو د روزونکو له خوا په ډیرې هوښیارۍ سره د خپل هیواد د ورانولو او د هغه د یو شمیر اوسیدونکو په وړاندې د کرکې روحیه پخه شوې وي، نو تر ډیره ځایه ناشونې بریښي چې په دغسې کسانو کې دې په یوه ځل او د زړه له کومې د «خپل هیواد» او د هغه د ودانولو مینه پیدا شي. تاسې وګورئ دغو، ستاسې په وینا «جنګیالیو» د خپلې روزنې په هیوادونو ـ ایران او پاکستان کې چې له تاریخي او کولتوري پلوه د افغانستان تربوران ګڼل کیږي، ان یو خښته او دیوال هم وران نه کړ، خو له خپل سکه هیواد سره یې څه و نه کړل؟»

د ناتو جنرال چې د خپل روسي سیال څرګندونې واوریدې، نو له تفکر نه په ډکه موسکا یې وویل:
«جنرال صاحب! په رښتیا هم چې ستاسې تجربه ډیره ژوره او په زړه پورې ده. زموږ له امریکایي او بریتانوي متحدینو سره ستاسې د تجربې توپیر بیخي جوت دئ او هغه داسې چې تاسې په افغانستان کې وروستی (نوی) بهرنی ځواک وئ چې ماتې مو خوړلې ده.»

سویس، د ۲۰۰۸ کال د فبرورۍ ۱۵( له افغانستان نه د شوروي پوځونو د وتلو د نولسمې کالیزې پر پلمه)