د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

اورمزدا او اهریمن!

حسین (سپین ژبی) 20.02.2008 00:00

د پښتنو تر نامه لاندې د طالبانو پر لاس د بودا د مجسمو له ړنګیدو وروسته اوس د «متمدنې نړۍ» د ولسواکۍ! تر سیوري لاندې د دانشګاه او دانشکدې له وییونو یا کلمو سره د ځینو پښتنو چارواکو او قلمواکو حساسیت او مخامختیا(مقابله) په یو شمیر احساساتي پښتنو کې د فرهنګي زغم (تولیرانس) او توکمیز پلورالیزم د درک او درناوي د کچې د ټیټوالي څرګندویه ده.

پر خپله مورنۍ ژبه (پښتو) د زده کړې د حق غوښتنه، د خپلې مورنۍ ژبې د کلمو پر کارونې او دودونې ټینګار او نورو ته د خپلې مورنۍ ژبې (پارسي) د ځینو وییونو (کلمو) د کارولو اجازه نه ورکول د ژبني توپیر (راسیزم) کندې ته د ځینو تنګ اندو او متعصبو پښتنو ښاغلیو د ورلویدنې یو خواشینونکی انځور دئ. که چیرې حالت سر چپه او د پښتنو پر ځای پارسي ژبي په هیواد کې ډیر وای او دغو پارسي ژبو بیا پښتنو ته په رسنیو کې د پوهنتون، پوهنځي، ښاروال، څارنوال او... د کارولو اجازه نه ورکولی، نو د پښتنو غبرګون او احساس به څنګه وای؟ یا د ساري په توګه، که چیرې په پاکستان کې اکثریت پنجابیان پښتنو ته کرښه راکاږي چې پوهنتون او پوهنځی د برو (افغاني) پښتنو کلمې دي او تاسو به د هغو پرځای هرو مرو د پاکستان ملي ترمینالوژي، یانې یونیورسیټي اوفُاکولته کاروئ، نو زموږ د برو پښتنو غبرګون به څه وي؟....
وایي د ستونزو د هوارولو لار یا د ستونزو د هوارولو په برخه کې د چلند څرنګوالی د انسانانو تر منځ د فرهنګي (کولتوري) توپیر د پیژندلو محک ګڼل کیږي.
د ژبنیو ستونزو د هوارولو له پاره د پوهانو، ژبنیو ـ پوهنیزو څیړنو، پوهنتون او علومو اکاډیمۍ پر ځای پراساسي قانون ټینګار او استناد کول، هغه هم په داسې حال کې چې پخپله د «اساسي قانون» په تړښت یا ترکیب کې نه اساسي پښتو ویی دئ او نه هم قانون، زموږ په اند دا کار تر بل هر چا او هر څه مخکې پخپله د پښتنو د فرهنګي او سیاسي ځوړتابه یا رکود نښه ګڼل کیدی شي .
د اطلاعاتو او کولتور وزارت چې په نوم او لوحه کې یې نه اطلاعات، نه کولتور او نه هم وزارت پښتو وییونه دي او یوازې د پښتو «او» تړونکي ته خوشاله دئ، که په رښتیا له پښتو سره مینه لري، نو د نګارستان پر ځای پر ګالرۍ، د ګرځندویې پر ځای پر توریزم او د فرهنګ پر ځای پر کولتور باندي د ټینګار پر ځای دې په ذسنیو کې د پښتو ژبې د یوه کره لیکلارښود دودولو ته مټې راونغاړي او پر پښتو پوهانو دې غږ وکړي چې له پارسي ژبې سره د پښتو د سیالې او جوګه کولو له پاره هاند و هڅې یو موټی او چټکې کړي. دا په داسې حال کې ده چې د همدې وزارت یو پښتون سلاکار او قلمواکی او همدارنګه د ملي راډیو ټلویزیون پښتون لوي رییس، پښتو نویزوونه (نیولوجیزمونه) زیاریزمونه بولي او ځوانو لیکوالو او ژورنالیستانو ته سپارښتنه کوي چې د هغو له کارولو څخه ډډه وکړي، ځکه چې د دغو ښاغلیو په اند دغه کلمات نامانوس دي!

یوه ژبه چی نه دسترخوان، نه دستپاک، نه زیرپیراهنۍ، نه مرچدانۍ، نه قندانۍ، نه سپورت او نه کولتور ته خپل وییونه لري او یو شمیر وییونکي او پوهان! یې ان زموږ له خوا همدا شیبه کارول شوې کلمه (وییونه) هم نه شي زغملی، څنګه ځان ته حق ورکوي چې د یوې په پرتلیزه توګه پرمختللې ژبې، یانې پارسي د ښوونکې یا ښوونکیو دنده خپله کړي؟

د یادونې وړ ده چې ملي ترمینالوژي یا ملي مصطلحات نه کوم پوهنیز (علمي) جاج او مفهوم دئ او نه هم د اساسي قانون چاره!(او نه خو دا دواړه، یانې ترمینالوژي او مصطلحات کوم پښتو وییونه دي). بله دا چې په زور( هغه که د سوک او ټوپک زور وي او که له سیاسي او دولتي ځواک نه د ګټې اخیستنې زور) د پوهنیزو او فرهنګي غوښتنو پلي کول نه له پوهې او پوهنې سره اړخ لګوي او نه هم له فرهنګ او کولتور سره څه تړاو لري.

زموږ پر اند له پارسي ژبې سره د پوهنیزې او کولتوري سیالۍ پر ځای، د زور د بیلابیلو لارو چارو خپلولو ته د ځینو احساساتي پښتنو هڅه ښایي د پارسي ژبو ډلو، فرهنګي کړیو او هیوادونو د سره لا نږدې کیدنې او دغه راز د ایران د سیاسي ـ فرهنګي اغیز لمنې ته زموږ د پارسي ژبو ورونو او خویندو د لا ورښویولو سبب شي. په هر حال د هیوادونو په تاریخونو کې لیدل شوي چې د دیني اختلافونو تر څنګ ژبنۍ تربګنۍ ډیر ځلې د هیوادونو د ویش او بیلیدو لامل ګرځیدلې دي!

له بله پلوه موږ د افغانستان د ملي ګټو او ملي یووالي پر ارزښت او ساتنې پوه او معتقدو پارسي ژبو هیوادوالو غږ کوو چې یو شمیر لنډپاري او د خپل هیواد افغانستان پر ځای پر ایران مین ستمي او فاشیستي مشربه کسان دېته پرې نه ږدي چې هیواد د پوځي ـ اقتصادي ناتار پر ځای د سیاسي ـ فرهنګي ناورین پر ډګر هم واړوي.

زموږ پر اټکل د افغانستان د پوځي نه ټیکاو او بې ثباتۍ تر څنګ اوس د هغه سیاسي بې ثباته کول د ایران او پاکستان د لاسوهنو او چلوټو (دسیسو) بل پړاو دئ:
ـ ایران له دې امله چې غواړي امریکا او ناتو ته پر پوځي ستونزو برسیره سیاسي هغه هم وکري، چې یوه روښانه بیلګه یې له افغان کډوالو څخه بیا بیا د سیاسي وسیلې په توګه ګټه اخسیتنه ده.
ـ څرنګه چې پاکستان له طالبانو څخه د پوځي ملاتړ له امله په زیاتیدونکې توګه تر نړیوال فشار لاندې دئ او دغه راز القاعده د افغانستان د جګړې تر څنګه اوس د پاکستان دننه د دغه هیواد په سرغړوونکیو جنرالانو پسې هم راخیستې ده، نو ای اس ای هڅه کوي په افغانستان کې په پوځي جبهه کې احتمالي سړښت د هیواد په مرکزي سیمو او شمال کې د سیاسي نه ټیکاو د جبهې په پرانیستلو سره تود او جبران کړي...

د افغانستان د کړکیچ یو شمیر څارونکي بیا د هیواد د سیاسي بې ثباتۍ په روانه پراختیا کې ، څو اونۍ مخکې له هیواد نه د دوو بریتانوي دیپلوماتانو د ایستنې او ورپسې په کابل کې د ملګرو ملتونو د فوق العاده استازي په توګه د یوه بل مهم بریتانوي سیاستوال پیډي اشډون له ګمارل کیدو سره د حامد کرزي د مخالفت له امله د بریتانیا د غچ اخیستنې تنده هم له شونتیا او امکانه لیرې نه ګڼي. خو دا خبره زموږ د اوسنۍ لیکنې سکالو او موضوع نه ګڼل کیږي.

د طالبانو له خوا د بودا د مجسمو نړیدل، د هیواد په سویل او ختیځ، په تیره هلمند او ننګرهار کې د کوکنارو کرکیله او د هیرویینو کاروبار، د ډیورنډکرښې د دواړو خواوو په پښتون میشتو سیمو کې د جګړې د بې کولتورۍ دوام او اوس له دانشګاه او دانشکدې سره د ځینو پښتنو چارواکو او قلمواکو بې مسوولیته چلند له انسان سره دا اندېښنه راپیداکوي چې خدای دې نه کړي د سویسې شاعرې خبره رښتیا او د پښتنو او پارسي ژبو دغه مخامختیا په کوردننه او نړیواله کچه د اورمزدا او انکرمن(اهریمن) د پلویانو ترمنځ جګړه وانګیرل شي!

زه د یوه پښتون او انسان په توګه د اطلاعاتو او کولتور د وزارت له خوا په کابل او مزار کې له اقتصادي پلوه له زیانمن شویو درییو دانشګاه او دانشکده... ویونکو ژورنالیستانو څخه د زړه له کومي بښنه غواړم او د غچ غوښتنې او تنګ اندۍ ژورغالي ته د ځینو نورو له ورغورځیدو څخه د ژغورنې هیله لرم.