د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

داطلاعاتو اوکلتورښاغلی وزیر! مربی لرې کنه؟

ډاکټرعبدالواسع (قانع) 17.02.2008 21:21
پوهیږم چې هرواقعی افغان ستا دوروستی اقدام ملاتړکوی،مګرخبره داده چې ددغه بیچاره ولس غږبه څوک واوری؟ دوی کله خپل حقوق ترلاسه کولای شی؟ که ددوی په قربانیوچا سترګې نه پټولای نو دنړی خلکوباید سلام ورته کړی وای اوپه اخلاص سره یې باید خدمت ورته کړی وای.مګربدبختانه په ښواوغیرت خویې سترګې پټول لاڅه چې آن ددغه مظلوم ملت په سترګو ورننوزی. داملت تل قربانی ورکوی اوداپه دې هیله چې کوندې له دې وروسته یې دښمنان لاس ترې واخلی اونوریې په آرامه پریږدی. هغه نورمصیبتونه چې دلته موجوددی هغه خوبه ځای په ځای پریږدو،دلته به راشو دایران لاس وهنو اوپه تیره په افغانستان کې دافغانانو ترمنځ دنفاق اواختلاف دراپیداکولودسیسې ته. ایران په لومړی سرکې یوڅو کسان خپل هیوادته وروبولی اوهلته یې وروزی اوکله یې چې افغانستان ته دخپل پروګرام دعملی کولولپاره راولیږی نوبیا یوشمیراحساساتی خلک هم ورسره ملګری شی.پداسې حال کې چې دافغانستان خلک خپل اصطلاحات لری چې هغوته مونږ افغانی اصطلاحات وایو،ځینې یې په پښتو ژبه دی اوځینې یې په دری نوهمداګډ افغانی اصطلاحات زمونږ افغانی هویت ښيي اوزمونږدملی وحدت سره مرسته کوی. اوس که یوڅوک راځی اودافغانی (دری یا پښتو)اصطلاحات  لیرې کوی نوله شک پرته چې دملت ترمنځ نفاق ته لمن وهی. له همدې امله دکلتورښاغلی وزیر دیوه رښتینی افغان په توګه له افغانی وحدت اوافغانی ترمینالوژۍ نه دفاع کړیده اوپدې برخه کې باید ټول افغانان ورسره مرسته وکړو.که داسې ونه کړو نونتیجه به داشی چې پښتانه به دری ژبه تخریبوی اودری ژبې کسان به پښتو ژبه تخریبوی چې پایلې یې ډیرې ناوړه دی.مګر دلته باید یوه بل ټکی ته هم اشاره وکړم،اوهغه داچې  مربی (ولسمشرحامدکرزی) په کوم ټال کې دی؟ (متل دی:چې مربی لرې نومربا به خورې)یعنې که چیرې ولسمشر لکه دتل په شان بیا هم مضرمصلحتونه وپالی نوداسې یې درواخله چې  داوړی به شړی نشی اودانولس به شل نشی.لکه چې هیوادیې دخپلو مضرومصلحتونوله امله دتباهۍ ګړنګ ته سیخ کړیدی داطلاعاتو اوکلتوردوزیرملاتړنه کول به هم یوداسې ګام شی چې ګړنګ ته دورلویدلو چانس به لا زیات کړی.له همدې امله دافغانستان د ملت ،دولسمشر اوداطلاعاتو اوکلتوردوزیرڅخه هیله کووچې په ښه تدبیر،میړانې اووړاندې اووروسته کتلوسره ملی اصطلاحات وساتی اورعایت یې کړی.خصوصا دولسمشر،وزیرانو اودولسی جرګې له غړیوڅخه  هیله کووچې لږ ملی ګټو ته درناوی وکړی اوراتلونکې ټاکنې هم په پام کې ونیسی.
په درنښت
دافغان ځوانانو لخوا