د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

زه بدلمنې نه يم

ژباړن: صالح محمدصالح 17.02.2008 09:59

دا هغه دردوونکى ناول دى، چي څو لسيزې وړاندې د ګوتنبرګ مطبوعاتي مرکز له خوا په پارسي ژبه په جېبي کچه خپور شوى و، چي اوس د پښتو ژبې تکړه ليکوال او ژورناليست صالح محمدصالح پښتو ته په روانه ژبه را ژباړلى دى. دغه ناول چي ٣٠٨مخونه لري، د ١٠٠٠ ټوکو په شمېر په کوټه کې د صحاف نشراتي موسسې له خوا خپور سوى دى. د ژباړونکي په وينا- د دې ناول د پارسي متن لومړۍ پاڼې شلېدلې وې- ځکه يې نو ليکوال هم څرګند نه دى.
خپرندويه ټولنه د خپل يوه يادښت په يوه برخه کې ليکي:
” د ناول د ليکلو تر څنګ بايد ترجمې ته خاصه پاملرنه وسي، په دي معنى چي بايد هغه ناولونه انتخاب او بيا ترجمه سي چي د ټولني له عيني او ذهني شرايطو سره سر خوري او يو قوي ټولنيز پيغام په کښې پروت وي. په ځانګړې توګه دي له ايراني ناولونو ډېره ژباړه وسي چي ځيني پخواني ناولونه يې ډېر هنري، قوي او د پام وړ دي.
له نېکه مرغه چي ځينو ځوانانو دغې خلا ته پام کړى دى او تر خپله وسه يې ځيني ژباړي کړي دي، خو دغه اړخ ته نوره پاملرنه هم په کار ده.“
او د ژباړن په يادښت کې يوځاى لولو:
” په نورو ژبو کې ناولونه ډېر ليکل شوي او يا هم ليکل کېږي، د ساري په توګه سړى په انګرېزۍ کې د هري پاټر د ناولونو لړۍ يادولاى شي، چې په دې وروستيو کلونو کې ډېر ښه بازار لري او هر ټوک يې په مليونونو ډالره ګټه کوي، خو زموږ په ټولنه کې هغه ناولونه ډېر لوستونکي  لري، چې د شرق انځور په کې وي او په شرقي هېوادونو کې ليکل شوي وي.
زموږ ځوانان تر ډېره بريده هغه ناولونه لولي، چې پوليسي او جنايي پېښې په کې رااخيستل شوې وي، خو هغو ناولونو هم ډېر لوستونکي وموندل چې د يوه ټولنيز پيغام د تقويې لپاره ليکل شوي دي، ځينې کسان د ژباړې پر مهال همدا پوليسي او جنايي ناولونه ټاکي، چې ښايي ډېر لوستونکي ولري، خو په کې راغلي پيغامونه دومره قوي او تلپاتي نه وي. د دې تر څنګ ځينې داسې ناولونه هم شته چې ډېر قوي ټولنيز پيغام لري او په ټولنه کې د اصلاح لپاره يو حرکت او خوځښت رامنځته کوي. که دا ډول نالونه کم هم دي، غوره دي او خلک يې بيا- بيا لولي، چې ډېرو کورونو ته لار مومي.“
 په دې ناول کې د يوې ښځې ژوند انځور شوى دى، چي څنګه د هغې پر عزت او ناموس باندې تېرى کېږي. ښاغلي صالح محمد صالح لانديني څورلس کتابونه نور هم ليکلي او ژباړلي دي، چي له همدې ژباړلي ناول سره يې د ليکليو او ژباړليو کتابونو شمېر پينځلسو ته ورسېد:

ليکنې:
۱. د ارغند د څپو ژبه- د لوى كندهار د شاعرانو تذكره،(لومړى ټوك)، خپروونکى: پښتو يون ټولنه، ۱۳۸۰ ل كال، پسرلى.
٢. د ارغند د څپو ژبه- د لوى كندهار د شاعرانو تذكره، (دويم ټوك(، خپروونكې: بېنوا فرهنګي ټولنه، ۱۳۸۲ ل كال.
٣. پښتو او د ژباړې اړتيا: خپروونكې: بېنوا فرهنګي ټولنه، ۱۳۸۳ل كال.

ژباړې:
٤. د افشاري استبدادونو پرضد د افغانانو پاڅونونه (تاريخي کتاب- ژباړه) ليكوال: محمد اعظم سيستانى، ۱۳۸۰ ل كال، خپروونكې: صحاف نشراتي موسسه.
٥. پاڼه ورژېده (ناول- ژباړه) خپروونكې: پښتو يون او دانش خپرندويه ټولنه، ليكوال: ربېع انصاري، ۱۳۸۱ل كال.
٦. اروايي روغتيا(ارواپوهنه- ژباړه) ليکوالان: هاري او بونارواوراسټريټ، خپروونكې: دانش خپرندويه ټولنه، ۱۳۸٢ ل كال.
٧. ولې ځورېږو؟ (ارواپوهنه- ژباړه) ليکوال: عبدالمجيد رشيدپور، خپروونكې: دانش خپرندويه ټولنه، ۱۳۸٢ ل كال.
٨. تالنده (ناول- ژباړه) خپروونكې: نارنج خپرندويه ټولنه، ليكوال: محمد حجازي، ۱۳۸۲ ل كال.
٩. مديريت او مشرتوب: (ژباړه)، ليكوالان: مريلين منينګ او پاتريشا هداك، خپروونكې: بېنوا فرهنګي ټولنه، ۱۳۸۲ل كال.
١٠. داستان څه دى او څنګه ليكل كېږي؟ (تيوري- ژباړه)، ليكوال: جواد نعيمي، خپروونكې: بېنوا فرهنګي ټولنه، ۱۳۸۲ ل كال.
۱١. د دوستۍ ارواپوهنه: (ژباړه) ليكوال، ډاكټر ډان ګابر، خپروونكې: بېنوا فرهنګي ټولنه، ۱۳۸۳ ل كال.
۱۲. يو بوډا مري: (نړيوالې كيسې- ژباړه) خپروونكې: بېنوا فرهنګي ټولنه، ۱۳۸۲ل كال.
۱۳. له ځان سره داسې مينه وكړه: (ارواپوهنه- ژباړه) ليكوال: ډاكټر ګي هندريكز، خپروونکې: دانش خپرندويه ټولنه، ۱۳۸۳ل كال.
۱۴. د كندهار پاڅون او د ايران صفوي دولت ړنګېدل: (تاريخي اثر- ژباړه) ليكوال: كانديد اكاډميسين محمد اعظم سيستاني، خپروونكې: د افغانستان د كلتوري ودې ټولنه- جرمني، ۱٣۸۴ ل كال.