د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

خرم ته دي دا ستروياړنيکمرغه وي

ميرمن نيلوفرسنګين 16.02.2008 22:36
وايي چې اوږدژونددڅه لپاره دی؟؟په ځواب کې يې وايي:چې نه دي وي ليدلي هغه به وويني اوچي نه دي وي اوريدلي,هغه به واوري.په رښتياسره داخبره همداسي ده.زما خواري دژوندپدي شپږولسيزوکښي چې دپاچاڅخه بياترنن ورځي پوري ټولي واکمنۍ مې ترسترګوتيري شوي.دي که به رژيم هرڅومره ګوډاګی اولاسپوڅی هم وونوبيا به يې هم خپل مخالفين دقانون څخه دسرغړوني په تورځپل اونوځکه به يې دهغوسرغړونوڅخه هم څه نا څه يادونه کوله ترڅو خپلوکړووړوته يې قانوني بڼه ورکړي.واي.
خواوس پداسي حال کې چې هغه دچاخبره په هيواد کې کيڼ او ښی افراطي ډلي ټپلي دواک له ګدۍ څخه راپريوتي دي اوپه ټولنه کې يوه ځوانه ولسواکي هم دبهرنيانو په ملاتړ دټينګيدو په درشل کې ده , دلته دټاکل شوي ولسمشريو وتلی چارواکی داطلاعاتواوفرهنګ وزير دقانون دپلي کولوپه تورچي منل شوي اصطلاګاني اوترمينالوجي بايدوساتل شي,دولسي جرګي دديني اوکلتوري چارودکميسون لخوادترټلواوپوښتنو-ګرويږنو لپاره, راغوښتل کيږي.
په هيوادکښي دننه دپان ايرانيزم تالي څټي ,سرسخته متعصب ستميان اوبهرنۍ استخباراتي شبکي دهرڅه وسرته رسولوته چمتو دي ترڅوافغان ولس پرکراره پري نږدي ځکه چې بيابه يې دخپلووګړووکورنيوستونزوته پام راواوړي.يوبه وايي چې زه فارس يم ,بل به وايي چې زه اذري ترک,بل به وايي چې زه عرب ,کردان اوداسي نور.نوبيابه دپان ايرانيزم پاليسي څوک اوڅنګه پر مخ بوزي؟؟؟
هله به دايران ملايان وخپلوخلکوته څه ووايي چې ولي دايران اوروسيي پاليسي داذربايجان په هکله يوه اوله دښمنۍ څخه ډکه ده؟؟ولي ايران ترډيره پوري داذربايجان خپلواکي په رسميت نه پيژندله اوهغه يې دشوروي يوه نه بيليدونکي برخه بلله؟؟ولي اسلامي جمهوري دخپل شيعه مذهبومسلمانواذربايجاني وروڼو چې يوه برخه يې په سهيلي اذربايجان کې هم ميشته ده,مرسته نه کوي تر څوخپله شل په سلوکښي خاوره دعيسوي ارمنستان داشغال څخه راوباسي؟؟ولي ايران دباکوسره ترينګلي خو دايروان سره ډيري دوستانه اړيکي لري؟؟ولي دارمنستان جنګي ماشين په ايراني تيلوباندي چليږي؟؟ولي په ايران کې دارمنانولپاره په ارمني ژبه ښوونځۍ شته خوپه اذربايجاني ژبه دښوونځيو شته والی نه زغمل کيږي اوهغوي مجبوره دي چې زده کړي په فارسي ژبه وکړي؟؟؟ولي ايراني استخباري څانګي په باکو کې وهري ميرمني ته چې پټکۍ پرسرکړي,دمياشتي سل ډالره ورکوي؟؟؟
دااوداسي نورحقايق هغه ترخي خبري دي چې دپان ايرانيزم تالي څټي يې غواړي دبي.بې.شي.راډيوفارسي څانګي اوياهم يولړپلورل سووافغان چارواکوچي دهغوي توري څيري هرچاته ښکاره دي,په مرسته پټي کړي.له بده مرغه يو شمير تش په نامه پښتانه اوپښتني لکه شکريه بارکزی اوداسي نورهم پدي لومه کې بند پاته دي.
دB.B.cراډيو يې دافغانستان ديوه وزير دکړووړو سره څه؟؟؟؟؟چې ته به وايي کومه ټکه رالويدلي ده.
نودي ډول ناپاکوهلوځلوپه وړاندي به څوک ودريږي؟؟څرګنده ده چې دپښتنوريښتيني بچيان به داکارکوي اوله نيکه مرغه داستروياړ دښاغلي عبدالکريم خرم يه برخه سوی دی.نوځکه زه ورته وايم چې:ښاغلی خرم -داستروياړدي درته نيکمرغه وي.
په مينه اودرناوي.