د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د نړيوالو د راتلو وروسته طالبان ځواکمن که بې ځواکه ?

نجیب زاخېلوال 16.02.2008 22:34

د ليکوال څو نورې لیکنې

ټول

د لاس اينجلس ټايمز په سر مقاله کې د جان کريک او ريچارډکلاين له خولې ليکل شوي چې : اوسنی افغانستان او د ٢٠٠١ د لسم سپتمبر سره هېڅ توپير نلري٠

دوۍ زياتوي: چې امريکا سفارت له وېرې په کابل کې ويزې نه ورکوي٠ مراجعه کوونکي اسلام اباد ته استوي٠ همداراز زياتوي: چې طالبان کلي په کلي ګرځي او خلک د١٢ امې پېړۍ ژوند او دکوکنارو کر ته هڅوي٠ (ولولئ د نوې هيلې خپرونې ٢١ امه ګڼه)

دا او دې ته ورته په زرګونو مرکې او ليکنې په بېلاپېلو نړيوالو معتبرو خپرونو کې خپريږي٠ که له دې ورتېر شو او په رېښتنې ډول وګورو ٠ طالبان او القاعده دا مهال تر پخواه لا پسې قوي شوي دي٠ ان تر دې چې کوم کسان ددولت سره د ډاکتر، اينجنېر، مامور، او يا هم د معلم په حيث دنده اجرا کوي٠ هغوۍ دطالبانو له خواه د شپې له کوره ويستل کيږي٠ او د غرغره کولو وروسته ېې مړې په دښتو او ځنګل کې ځناورو ته اچول کيږي٠ چې څوک له وېرې ددولت سره کار نشي کولی٠ چې داد بربريت او وحشت اوج دی٠

په ټولو کليوالو سيمو کې سیمه ایز طالبان او القاعده شبکه بيرته فعاله شوې ده٠ ځوانان ښونځیو ته نشي تللی، ښوونځي سوځول کيږي، په زیاترو سيمو کې ښوونځي تړل شوي، دانجونو پر مخ ښونځي بيا بند شو٠ له دې وراخوا ګمان کیږي چې سږکال به په دختيځو او جنوبي ولايتونو کې %٩٠ کوکنار وکرل شي٠ ځکه طالبان واردمخه خلک هڅوي چي کوکنار وکري٠ او همداراز زیاتره ځوانان د بې کارۍ له امله د طالبانو سره يو ځای کيږي ٠ ځکه طالبان دغه ځوانانو ته کافي معاش ورکوي٠ او ددولت پر ضد ېي ورانکارۍ ته هڅوي٠ ځکه د طالبانو او القاعده شبکو هڅه ده چې تر په خلکو کې وېره واچوي او ځوانان بېروزګاره شې، تر څو په اسانۍ سره ددولت پر ضد ورانکاریو ته لاس واچوي، او دولت له دې لارې راپرځوي، چې تر ډېره حده دغه پاليسي بریالۍ ده، او طالبان ورځ په ورځ د قوي کېدو په لور روان دي٠

په پاکستان طالبان او القاعده دومره پیاوړې شوې چې د بېنظيرې له وژولو راپردېخواه د لسو پورته چاودنې او پکې دلسګونو خلکو مړينه او همداراز په پېښور او وزیرستان کې په پرله پسې ډول د طالبانو له خوا د پوځي مشرانو او پوځيان یرغمال کول او د ٢٠٠٨/٠٢/١٩ نیټه د افغانستان لپاره د پاکستان سفير يرغمالول او په بدل کې د خپل مشر ملا دادالله منصور د خلاصون شرط هغه څه دي چې دطالبانو په ځواکمنتیااو دنړیوالو په ناکامۍ دلالت کوي٠

همداراز د لندن څخه خپريدونکې ورځپاڼې ډيلي تلګراف په يو ليکنه کې د٢٠٠٧/١١/٢٠ ليکلي چې طالبان په افغانستان کې په %٥٤ خاوره باندې واکمن دي٠

بايد نړیوال له سره پدې غور وکړي او دجړې ماشوړې سر پیدا کړي٠ او هغه کسان چې لاسونه ېې دمظلوم ملت په وينو سره دي او تل ېي د ژبني تعصب اور ته لمن وهلی او خپل ځان ېي ګرم ساتلی٠ ددولت له واک ګوښه ګړي ځکه همدا خلک دي چې اوبه خړې کړه مهیان نېسه٠ تل ېي په جنګ کې خير اوګټې دي٠ کنه دا خبره لرې نه ده چې ډیر ژر به يو ځل بيا طالبان واک ته ورسيږې٠ نو بيا به ېي علاج ناشونی وي٠