د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

فهیم له فهیمه بدتر

لیمه زرمتۍ 15.02.2008 01:47
دشمال ټلوالې له له پخوانیو ټوپکمارو جوړې شوې شورا پر ځای دپه اصطلاح ملي ټلوالې په اړه ټوله نړۍ حیرانه ده او وایي چې دا عجیب اپوزیسیون دی چې هم په حکومت کې مزې چړچې کوي اوهم ځانونه دحکومت مخالف بولي.
دغه ټلواله (دګوړې اچار) هرڅه پخپل ترکیب کې لري اخوانی،پرچمی،ستمي ،خلقی، شعله وی ،غل، عام وژونکی، سل وژونکی، شل وژونکی ، لس وژونکی ، یووژونکی،په غوږ میخ وهونکی،لارې وهونکی ، او … ددوی په اصطلاح دهر چا استازی لري، دوی هم په حکومت کې لا لویه ونډه غواړي او هم که خدای نه خواسته دا حکومت ناکام شي ځانونه را تلونکی بدیل بولي دوی اوریدلي چې کوکنارهم بدیل معیشت لري ،خو په دې نه پوهیږي چې دوی خپله کوکنار دي.
بخښنه غواړم خبره را نه اوږده شوه ،په دې ټلواله کې دجمهورریس پر مرستیال او وزیرانو سربیره مارشال فهیم هم شته، دی دولسمشر پوځي سر سلاکار وزیر هم دی او که چیرې په کومه غونډه کې څوک دخبرو وار ورکړي نو دخپل حکومت پرضدپه خبروخپل ستونی څیروي کله کله یې چې دفاع وزارت او لومړۍ مرستیالي ور یاده شي نو ژاړي هم، عجیب خلک دي غواړي هم شهید هم غازي وي اوهم روغ جوړ کورناست وي.
فهیم غریب مې ځکه یاد کړ چې پرون مې یو بل تر ده بدتر فهیم ولید ، نږدې و مارشال فهیم را نه هیر شي ، دا فهیم تر دا بل فهیم هم زوره ور دی او هم سپین سترګی.
دا فهیم ،عبدالله فهیم دافغانستان داسلامي جمهوریت دعامې روغتیا وزارت ویاند یا د سید محمد امین فاطمي ژبه دی .
دغه دوهم فهیم له طلوع تلویزیون سره د طب په هکله مرکه درلوده خبریال ترې دطب په اړه پوښتنه وکړه خو عبدالله خان په ځواب کې ورته وویل :
- ته ما پریږده چې اول زه خپل زړه تش کړم،د دغه سپین سترګي فهیم چې څه په خوله ورتلل د اطلاعاتو او کلتور دوزیر پر ضد یې وویل ، دی هم دنورو ایرانیانو غوندې پر دې ډیر خواښینی و ، چې خرم ولې قانون تطبیقوي؟ دده له تعصبه ډکو خبرو ځکه حیران کړم چې یو خو دی لکه دټلوالې دغړو غوندي ددولت چارواکی او دیوه وزارت ویاند دی ، ده ته نه ښایي چې داسې خبرې وکړي او ددوو وزیرانو مناسبات سره خراب کړي ،او که چیري وزیر فاطمي ورته ویلي وي او هغه له خرم سره کومه شخصي ستونزه لري دا نو بیله خبره ده ، فاطمي پوهیږي کار یې. له بلې خوا دا ټولو ته معلومه ده چې طب یو سپیڅلي مسلک دی یوه ډاکتر ته سوګند ورکول کیږي چې تل بې طرفه او دهر چا دوست واوسي ، په تیره څوک چې د روغتیا وزارت ویاند هم وي او مرکه هم سیاسي نه بلکي طبي وي دا نو بیخي عجیبه ده، یا خو دا سړی ددوستم او پدرام غوندې نشه و ، یا ډیر بې عقل او احمق دی او یا خو هم ډیر سپین سترګی او ښکرور، نو په کار ده چې ښکرونه یې ور مات شي ، دا چې څوک یې ور مات کړي بیا هم مخ ښاغلي فا طمي ته اوړي ، فاطمي صاحب باید دا موضوع عادي موضوع ونه ګڼي ، دده ژبې یا ویاند څو غلط کارونه کړي ، یو یې دده مناسبات په کابینه کې له بل وزیر سره ترینګلي کړل ، بل یې ولس او دنیا ته ددولت پرستیژ را ټیټ کړ په دې معنا چې دنیا به وایي چې دا دڅو بې مسوولیته کسانو حکومت دی هر چا چې هر څه وویل باک یې نشته، بل دې سړي (عبدالله فهیم) دطب اصول تر پښو لاندې کړل البته که دروغتیا وزارت او وزیر یې ځان دغو اصولو ته پا بند بولي ، باید فهیم دطب له کتاره وباسي ، او په ټوپکمارویې ور مبارک کړي.