د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

رهين شراب راوړل، خُرم کتاب!

حبيب الله ستړى، کاناډا 14.02.2008 10:18

ولسي جرګې په خپلو ټولو چارو کې يو تاريخي کار وکړ، چې د رهين په څېر يوه فاشيست او بې ننګه وزير ته يې د رايې په نه ورکولو سره دوه ځله لاړې ور تف کړې. له هغه وروسته يې يو داسې کس د فرهنګ د وزير په توګه وټاکه، چې پر ملي ارزښتونو ولاړ دريځونه لري او د هيڅ ډول فشار پر وړاندې سر نه ټيټوي. فرهنګيان او د هېواد رسمي ژبې همدغسې کسانو ته اړتيا لري.
د رهين او د هغه د سلاکار ((زرياب- دروېش دريادلي)) په دوره کې اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له شراب او کباب پرته څه نه درلودل. له وزارت نه کثافت داني جوړه شوې وه او په هره اداره او دفتر کې ښځې او نارينه سره لګيا وو. دا د زرياب د سلاکارۍ او د رهين د واکمنۍ کلونه وو. د هغوى په پنځه کلنه دوره کې د اووو کتابونو له چاپ، تسپې اړولو ، شرابخورۍ او  څو خانقاوو پرانستنې پرته يو ګام هم مخکې نه دى اېښودل شوى.
د ښاغلي خُرم په دې لنډه واکمني کې دومره کار شوى، چې په تېرو ٣٠ کلونو کې يې سارى نه ليدل کيږي. دغه کار د ځينو متعصبو او فاشستي- اېران ځپلو کړيو  د انګيرنو خلاف پر پښتو او دري دواړو ژبو راڅرخي، چې ډېرى برخه يې دري هغه ده. دغه وزارت  ٢٧ کتابونه چاپ کړي ،چې په دغو کتابونو کې دوه برخې دري ژبي دي. په تېريوه کال کې په کابل، بلخ او پاريس کې د مولاناى بلخ نمانځغونډې، د استاد خليل الله خليلي، استاد کهزاد او نورو په اړه سيمينارونه ټول د همدوى و، چې د وزارت ټوله بودجه پرې لګېدلې ده. د سولې ګډه مشاعره، په لغمان کې د استاد ګل پاچا الفت کاليزه، د ملي ټلويزيون کيفي او کمي لوړتيا، نړۍ ته يې د خپرونو غځېدنګ، د زرګونو غلاشويو اثارو بېرته رالېږدول، په هالنډ، فرانسه، ايټاليا او امريکا کې د افغاني اثارو نندارتونونه، اداري اصلاحات، د وزارت ظاهري او داخلي بڼه، د باختر او وزارت سايټونه او ګڼ شمېر نور کارونه هغه څه دي، چې د ستاينې او يادونې وړ دي. اوس، چې دغه وزارت د لومړي ځل لپاره د قانون يوه ماده پلي کوي، بايد ملاتړ يې وشي ، خو د هيښتيا ځاى دادى، چې ولسي جرګه د قانون په پلي کولو سره يو چارواکى پوښتنې او ګروېږنې ته ورغواړي. ما ته خندا په دې راځي، چې د څټک او مېخ قوماندان زموږ د فرهنګي او ديني چارو د کميسيون مشرتوب کوي!
زما په فکر که د خاوران، د احمد ضيا مسعود د پيمان ملي سايټ چلوونکي او همکاران، او د بي بي سي قوماندانې شبکې چارواکي او لنډفکري ليکوالان لږ د موضوع اصل ته ننوځي او پر خبره ځان پوه کړي، نو ښايي خپل دريځ ورته کمزورى وبرېښي. اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د دري يا ددوى په وينا پارسي ژبې مخنيوى نه دى کړى، بلکې د څو ځانګړو ملي اصطلاحاتو دفاع يې کړې ده. دا ملي اصطلاحات يوازې پښتو نه دي ، دري، عربي او ترکي هم پکې شته، ضابط، خورد ضابط، امنيه قوماندان، قواى مرکز، قطعه، نظام قراول او نور. د زرياب د خبرې او لېونۍ ښکنځلو( چې کله يې د خولې پرتوګاښ وشلي بيا نو شرابي خبرې کوي)  برعکس موږ پرون ملي ژبه درلوده او پرونۍ ملي ژبه پښتو وه. دا اصطلاحات ځکه ملي دي، چې پرون په همدې پښتو ملي ژبه جوړ شوي وو او کله، چې پښتو د ملي ژبې له درجې راښکته کېده، په ١٦ مه ماده کې يې د ملي اصطلاحاتو فقره پر ځاى خوندي وساتله.
که تاسې فاشيستانو دومره وړتيا درلوداى نو د پښتنو په څېر به مو پخپله لغات جوړ واى او په خپل مټ به مو خپله ژبه ساتلې واى. زرياب خېل دې وښيي، چې دوى تراوسه دې ژبې ته څه کړي، کوم لغاتونه يې ور جوړ کړيدي؟  يوازې يوه ادبي او ژبپوهنيزه ليکنه دې راوښيي، چې پرې ليکلې يې وي. پښتانه د دري ژبې د پرمختيا مخالفت نه کوي، ځکه نيولوجيزم د هرې ژبې اړتيا ده، خو که نيولوجيزم د څو ځانګړو ملي اصطلاحاتو  د له منځه وړو، تعصب، سياسي غرضونو او قومي او نژادي شخړو د رامنځته کولو د يوې حربې په توګه کارول کيږي، پښتانه بيا د افغانستان د اصلي وارثانو په توګه د خپل هېواد د دفاع حق لري. په هر هېواد کې د اداري ارګانونو او ... لپاره ځانګړي علمي- اداري مصطلاحات کارول کيږي او دا په ټولو مروجو هېوادنيو ژبو کې ساتل کيږي. د اتنيکي او ژبنيو جوړښتونو له مخې نږدې پراته قومونه خامخا يو تربله ژبني او قومي روابط لري او دا روابط ژبې لا نږدې کوي. په افغانستان کې د يوې ژبې لغات نورو مروجو ژبو ته په هيڅ وجه هم پردي نه دي او که موږ  د هرې ادارې نوم بدلوو، نو فکر وکړئ يوه اداره به څو نومونه ولري؟ امنيه قوماندان يوه رسمي اداري کليمه ده، که دري ژبي دا فرمانده پوليس وبولي، پښتانه يې د پوليسو مشر وبولي، ازبکان يې بل څه او پشه يي ، نورستاني او ترکمن يې بل څه وبولي، نو له امنيه قوماندان نه به موڅه بلا جوړه کړې وي؟ اداري – رسمي نوم يې ومنو او که خپلخوښي هغه؟ ددغسې ګډوډيو د مخنيوي لپاره په هر هېواد کې ملي مصطلاحات موجود دي او قانون ددغسې مصطلحاتو د ساتنې او دودېدو لپاره سپارښتنه او قانوني اقدامات کوي. هيڅوک هم دا حق نه لري، چې په شخصي توګه لغات جوړ کړي او په خپله خوښه يې پر خلکو و تپي. دا د فرهنګ د چارواکو او يوې اکاډمۍ او ټولنې کار دى، نه د زرياب او شرياب  او اخګر او درغلګر!
يو شمېر کسان پر پښتنو ليکوالو نيوکې کوي، چې دوى په دري ژبه کې د مداخلې حق نه لري، په داسې حال کې، چې پښتانه د دري په ميراث خورو کې راځي. د دري ژبې ادبيات په افغانستان کې تر نيمايي ډېر د پښتنو په مټ پر مخ تللي، رسميت يې همدا زموږ پر مټو موندلى او تر دوى ښه پکې پښتانه وارد او پوه دي. کله، چې يو کس پر يوه ژبه واکمن وي او ګرامر يې وليکي او ګرامر يې بيا په اېران کې، چې د پارسي ميراث خور ګڼل کيږي، چاپ شي نو بيا به ولې په ژبه کې د مداخلې حق نه لري؟ پښتانه په دري کې د زرياب په څېر له بې سوادو ژبپوهانو ډېر وارد دي او حق لري، د يو شي دفاع او مخالفت پکې وکړي، يا څه يې چې خوښ نه وي د هغه بشپړ مخالفت وکړي او خپل دريځ وښيي. که په دوى کې څوک دغسې پر پښتو وارد وي، ورته حق لري او مخالفت او دريځنيونې کولاى شي.
په هر حال د ژبې بحث اوږد دى او دا ژبپوهانو ته پرېږدم، خو په قانوني لحاظ که ښاغلي زريابيان او اخګريان او سکسي طلوعيان (يا د چرګو مرغانچه) د اساسي قانون مادې او د اطلاعاتو او فرهنګ دريځ ته ځير شي، ښايي ددوى په وينا په بېراهه او ترکستان لارې ورغلي وي.