د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

برخې ویشه میړونه ګوره

ث . نورزی هرات 13.02.2008 14:17
هیڅوک پر مونږ پړه نه دي که مو زمول کړی که مو وټوکې اوکه مو په تاریخ اوویاړونو لوبي وکړي ځکه چې مونږ خو هغه ویده کام یو چې هر څه راته مازې یوه ټوکه ښکاري ،اوبه موان له سره خړې دي کرزي صاحب مصلحتونو ته تسلیم شو بس چا چې ورته سترګې برګې کړې یو نه یو  پوست ته یې وروویشته ان تر دې چې دبچه سقاو له فورموله یې هم کار واخسته ،وایې چې هغه کله دچاروواګې په لاس کې واخستي نو ټول غله اوغدی ملګري به یې ورته راتلل اودچوکۍ غوښتنه به یې ځینې کوله نوچوکۍ خودومره نه وې چې ټولو غلو ته دې ورسیږي نو ورته وبه یې ویل چوکۍ خونه ده پاتې ته دې خودمختاره وزیر یې  .کرزی صاحبه ته خوخپلوافغاني ارونو ته پام راواړوه هرڅه شتون لري :
پښتانه وایې  : برخې ویشه میړونه ګوره
تا محقق غوندې قصابان چې دزرګونو افغانانو وینې یې توی کړې په زرګونو میرمنې کونډې ،بورې اوورارې کړې  په ولسې جرګه کې دددینې اوفرهنګې چارو دکمیسون مشر منلی ،کوم دین ،کوم فرهنګ ؟؟؟په تیرو لسو کلونو کې دمحقق دین اوفرهنګ تاته معلوم نه شو. دې هیواد له محقق،بشیربغلاني ،بشیرجرات،بشیر کامجو،دستګیر پنجشیري ،بشیر احمد انصاري ،لطیف پدرام،محمدایاز نبی زاده،رهنوردزریاب ،رزاق مامون اوداسې نوروخرڅ شویو اودپردیو چوپړیانو څخه بغیر هم داسې بچیان په  خپله غیږ کې روزلي چې هرڅاڅکی وینه یې جلا جلا دوطن ذکر کوي  زموږ یومتل دی وایې: چې چرګ نه وه اذان چا کاوه زما هیله له  رییس جمهور کرزي اوټولو هیوادوالواوافغانانو څخه داده چې  ددغو عناصرو مخه ونیسې .
محقق ته زمینه برابره شوه چې دولسې جرګې غوندې په یوه سپیڅلې ارګان کې دغړی په توګه ومنل شو نو پښې یې اسمان ته ډانګ کړې  اونوي نوي خوبونه وینې (چنګښه پر پچه وخته کشمیر یې ولید)افغان ولس ده اوده ته نور ډیر ورته عناصر چې په دولتې ادارو اوواحدونو کې شتون لرې زغمي  اوددې لامل دادی چې د سرو په ملاتړ په کابل کې شتون لري که نه نو دوی به بیا یوځل خپلو سمڅو ته ستانه شي .دوی باید اوس خپل اوخپلو خلکو ته دزړه له کومي دخدمت مټې رابډ وهلی وای مګر داسې ونه شوه اوداخپل پوست ورته ډیر لوړ ښکاري که څه هم چې پر خره یوه لپه اوربشې هم ډیرې دي نو ځکه یې داطلاعاتو اوکلتور وزیر چې خپل ملی کلتور دپهلوي اخوندانو له یرغل ساتې خپل کمیسون ته داستجواب لپاره راغوښتی  زما له کرزی څخه هیله داده چې دداسې خلکو مخه ونیسې اوکه ویې نه نیوله نولیرې نه ده چې افغان ولس به خپل هغه تاریخې رسالت چې هر وخت یې ددغسې خلکو په وړاندې اداکړی بیا هم ادا کړي . اوټول هیوادوال دېته  رابولم چې چپه خوله پاتې نه شي دلاریونونواوهرې لارې چې ممکن وي دخرم صاحب ،اتمر صاحب اونورووطن پالو میړونو  ملاتړ  وکړي اوهغه کسان چې غواړې پهلوي ژبه زمونږ پر هیواد کې رواج کړي اوپر ځای یې مونږ دخپلې خوږې ژبې دري سرته کښینوي  اودری ژبه پرې له منځه یوسې ،دخپلو شومو اهدافو په تر لاسه کولو کې ناکام کړي  .خودادرته وایم چې ګرانه کرزیه ته خپل ولس مه هیروه  که خان یې په یاران یې ته خوکوښښ کوي چې داهیوا ددنیکمرغی وخواته بوځې مګر دهیواد اصلی بچیان درسره کړه اوپریکړنده ګامونه واخله که نه نوهسې نه چې  ځان دولس اوتاریځ مسول کړې څه ښه وایې :برج مې جوړاوه راڅخه کدانه شوه.