د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ملا منصور او پاکستاني سفیر د نیولو په اړه تبصره *

سید حسین پاچا 13.02.2008 13:03

سبحان الله!

سړی څه نه شي ويلی ته ګوره دې د خدای (ج) کارو ته چې ملا منصور د ملا دادالله ورور هلته په بلوچستان کې نيول کېږي او د پوځ ګوتو ته ورځي او سملاسي د پاکستان د حکومت سفير دلته په خيبر اېجنسۍ کې ورکېږي او د طالبانو ولکې ته ورځي. البته ځينې وخت مفاجتاً داسې پېښېږي. ولې که سړی د حکومت او د آی ايس آی حراميتوب او منافقت ته چې له پخوا څخه په داسې مرموزو معاملو کې ګوتې وهي وګوري، نو په مشکله د سړي باور کېږي داسې نه چې په دې کې هم د دوی څه چل ول نه وي.

يو دا چې دوی د امريکې سره ځينې سوداګريزې معاملې لري لکه د طالبانو د وخت سفير ښاغلی ملا عبدالسلام ضعيف يې په ګوتو امريکې ته په لاس کې ورکړ ځکه چې دوی خو نورې ډېرې معاملې هم کړي دي او د هر يو پر سر يې له امريکې څخه رقم ترلاسه کړی دی. نو په دغه معامله کې بيا داسې نه وي شوي چې دا ځل يې بيا کومه بله لوبه نه وي جوړه کړي.

يوه پوښتنه دا شته که چېرته پاکستان هر وخت غوښتلی، نو دوی کولای شول چې داسې کسان دوی ته په لاس کې ورکړي، خو البته د پاکستان پر خوښه رقم به ورته نه وي منل شوی. بله دا چې دوی د ځېنو مصلحتونو په اساس به دوی د ځېنو ورانکاريو لپاره دې کار ته زړه نه ښه کاوه چې په جنوبي برخو کې جنګ تود وساتي.

اګر چې اوس د سپوږمکۍ له لارې سرحدونه هم تعقيبېږي او د امريکا د فشار له لارې د درېواړو اطلاعات هم سره تر يوه حده نزدې شوي. د دې امکان شته چې په دغه وخت کې د يو جمعي تفاهم مينځته راغلی وي او پوځيانو به نور نه شو کولای چې خبره پټه وساتي، نو مجبوره ول چې ويې نيسي او لاس تړلی يې امريکا ته په لاس کې ورکړي او دوی ته پرې خپله شکرانه هم ميلاو شي او همدارنګه د يوې بلې خبر امکان هم شته چې د پاکستان حکومت په دې او داسې نورو ورته معاملو خپل کرېډټ يوځل بيا د ناټو او امريکا څخه ترلاسه کړي. ځکه چې دوی خو اوس په هېڅ شان سره د ډيورنډلاين په اړه کومه کاميابي ترلاسه نکړه. ښاغلی پډي اشډاون هم د افغانستان د حکومت له خوا ونه منل شو. داسې اوازې وې چې ګوندې نوموړی دا ځل د ملګرو ملتونو د نورو نماينده ګانو په څير نه، بلکې يو فوق العاده امتيازات يې هم لرل او داسې انګېرل کېده چې ممکن دا مساله راپورته شي او د ځېنو کسانو سره هم اړيکي نيول شوي ول.

خير په هر تقدير ځينې وخت هوښياره مرغۍ په دوه لومو کې نښلي. يو بل امکان هم شته چې څنګه اوس دوی دغه خوړل شوې پيسې هضم کړي، نو دا څنګه کېدای شي چې دوی هلته په بلوچستان کې ملا منصور نيسي او ورسره متصل يې سفير په خيبر اېجنسۍ کې په ګوتو ورځي. ځکه چې سفير خو ډېر محرم ځي او څنګه زر دوی خبر شول او سفير يې په خيبر اېجنسۍ کې وتښتولو. داسې معامله به لږه په مشکل د باور وړ وي چې عقلاً منل شي. امکان شته چې مخکې تر مخکې دې داسې يو څه ترتيب شوي وي چې دا مسايل سره منظم او رانژدې کړي. په ښکاره خو داسې معلومېږي چې پاکستان په يوه ګوزار دوه مرغۍ ښکار کړې. يو دا چې حکومت د امريکا د ډېر فشار له امله مجبور دی چې يو څه فعاليت وښيي، دويم دا چې که چېرته کوم رقم يې ترلاسه کړی وي، نو په دې پلمه به يې اوس هضم کړي چې هغه دی اوس زموږ سفير د طالبانو سره يرغمل شو، نو موږ اوس مجبور يو چې يوه معامله وکړو او هغه دا چې يو څه به ورکړو او يو څه به واخلو.

 زه يو شی ټولو ته په ډاګه وايم او هغه دا چې که نړيوالو خصوصاً امريکې او برېتانيا هره پټه معامله د روسانو په وخت کې له پاکستان سره کړې وي، نو هغه يې خپل کار دی. ولې دا يو شی بايد دوی په ياد ولري چې اوس د دې مسلې [د ډیورنډ مسلې] د حل وخت نه دی. افغانستان ډېر زيات مشکلات لري. بله دا چې په دې مساله کې د خلکو سرونه ولاړل. دا څه عادي خبره نه ده. ډاکټر نجيب الله اګر چې د کمونيست رژيم وروستی ولسمشر وو، ولې داسې ويل کېږي چې نوموړی هم په همدې مساله کې خپل سر له لاسه ورکړی وي. اوس خو ټول هرڅه مرموز دي ان تر دې چې هغه د عدلي طب تحقيقات هم د هغه پر جسد تطبيق نه شول. که چېرته وخت يې راغی ممکن چې بيا ډېر څه مينځته راشي او حقايق راڅرګند شي. همدارنګه د ملابورجان او د ملا مشر مرموزې مړينې همداسې د نظار شورا د مشر په شمول.

خير په هر تقدير، الله دې هغه وکړي چې زموږ پکې خير وي او دا مظلوم ملت نور له کړاوونو څخه خلاص شي.

* دا لیکنه د ټول افغان په یو خبر د تبصرې په شکل د خبرونو په برخه کې لیکل شوې ده. مونږ اړینه وبلله چې د روانو چارو په برخه کې یې هم خپره کړو.  ټول افغان اداره