د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

افغانستانيان: (( ميم زرما ټول زما))

شريف الله ځدراڼ، ټل 13.02.2008 08:11

په افغانستان کې، چې د پښتنو په ګټه کوم ګام اخستل کيږي، يا پښتانه د پرمختګ پر لور ګام اخلي، په يوه او بل نامه يې مخنيوى او تخريب کيږي. دا مخنيوى په لوړه او ټيټه دواړو  سطحو کيږي، خو که نور هغه ملي ارزښتونه هم بدلوي، باک يې نشته، ځکه څو بدمعاش ياران يې په دولت کې ننګې ته لاس په ټټر ولاړ دي. زموږ د حنيف اتمر او نورو ډارنو وزيرانو او د ولسي جرګې د غړو په څېر نه دي، چې د معاملو او څوکيو له وېرې د يوه اکثريت د استازو  په توګه د خپل ولس او ماشومانو حقوق نشي پرځاى کولاى.( اور دې ولګي د داسې اکثريت پر استازو!!!)
راځئ  يوه مقايسه او پرتلنه يې سره ولولئ.
• د افغانستان په ګردو پوهنتونونو کې که په دري ژبه تدريس کيږي، هيڅ خبره نه ده، خو که پښتانه په خپله مورنۍ ژبه زده کړه غواړي، چارواکي يې په تعصب او تبعيض تورنوي ؛ځکه  ملي يووالي ته زيان رسوي!
• که يو شمېر فاشيستي کړۍ دود او منل شوي ملي مصطلحات په اېرانيو هغو بدلوي، حق يې ګڼل کيږي،خو که پښتانه پر ملي مصطلحاتو او د هغو پر خونديتابه ټينګار کوي، متعصب ګڼل کيږي او د محقق په وينا، (( دا وړ مسايل د خلکو احساسات راپاروي او ملي يووالى خرابوي)).
• که فاشيستان ځانونو ته افغانستانيان وايي، چارواکي او د ولسي جرګې غړي پرې غلي وي، خو که څوک يې په مقابل کې راپاڅيږي، هغه په تبعيض او تعصب تورنوي.
• د افغانستان تاريخ، ملت  او نوم جعلي ګڼل کيږي، ټول پرې پټه خوله دي، خو که څوک خوله پرې را پرانيزي، متعصب ګڼل کيږي؛ ځکه ملي يووالي ته زيان رسوي!
• که هندوستان کې رهين پښتو لوحه له سفارت نه لرې کوي، هيڅ خبره نه ده، خو که د اطلاعاتو او کولتور وزير په پښتو لوحه ليکي، په تعصب تورنيږي.
• که ښاغلى محقق په ولسي جرګه کې پښتو رپوټ د اطلاعاتو او کولتور د يوه معين پر مخ ورولي، مهمه خبره نه ده، خو که د دانشګاه اېرانۍ کليمې پر وړاندې غبرګون ښوول کيږي، دوى ولسي جرګې ته وزير هم ورغوښتلاى شي؛ ځکه ملي يووالي ته زيان رسوي!
• که د پوهنې، سوداګرۍ، عدليې، کرنې او.... وزارتونو لوحې له پښتو نه دري ته بدليږي، هيڅ خبره نه ده، خو که يوه لوحه پښتو ته اړول کيږي، يا نګارستان(!)ملي په ګالري ملي اړول کيږي، بيا نو انډوخر جوړيږي؛ ځکه ملي يووالي ته زيان رسوي!
• که د بهرنيو چارو وزارت، برېښنا وزارت او نورو ادارو په خپرونو او مجلو کې ټکى پښتو نه وي، هيڅ خبره نه ده، خو که په دولتي خپرونو او ټلويزيون کې يوټکى پښتو زيات شي، تعصب او ژبنيو لانجو ت لمن وهل تعبيريږي؛ ځکه ملي يووالي ته زيان رسوي!
• که ولسمشر کرزى شپه ورځ په دري غږيږي، هيڅ خبره نه ده، خو که يوه وينا په پښتو وکړي، خپل او پردي پرې اسمان راکوزوي؛ ځکه ملي يووالي ته زيان رسوي!
• که د دولت په ټولو ادارو کې دري ليکل کيږي او رسمي ژبه وي(ده)، دا ددوى حق دى، خو که څوک يوه پښتو عريضه ور وړي، پرمخ يې ور ويشتل کيږي او کار يې يوې مياشتې ته ځنډوي. ځکه ملي يووالي ته زيان رسوي!!!!!
• که سبا د اېران ملي سرود د پارسي توب له امله د افغانستان ملي سرود کيږي، هيڅ خبره نه ده، ځکه پارسي دى او ګاه او بارګاه او کده او مده کليمې پکې دري دي، خو که مخالفت يې کوو بيا به په تعصب تورنېږو.
• که په سويلي ولايتونو کې د بيا رغونې يوه خښته اېښودل کيږي، سورې نارې جوړوي، خو که په شمال کې ټوله نړۍ پر بيا رغونه بوخته وي، غلې غليا او هيڅ خبره نه وي.
• که په سوېل کې جنګياليو ته پيسې او وسلې ورلېږي، هيڅ خبره نه ده، خو که په شمال کې اسلامي حزب او طالبان راپاڅيږي، ټوله نړۍ په شور راولي.

اوس نو تاسې سوچ وکړئ، چې موږ څه وکړو؟ زموږ په هره ګام اخستنه کې د ملي يووالي د خرابېدو او تبعيض او تعصب پلمې لټول کيږي، خو که دوى ملي ارزښتونه تر پښو لاندې کوي او سم دم اداري نومونې راخرابوي او دولت او ادارې ننګوي، هيڅ خبره نشته، ځکه ګاه، بارګاه، کده مده او ...دري- پارسي ګډې کلميې دي. د خداى بنده دا د ايران ملي سرود خو هم پارسي دى که نه ، خو که مو همداسې خپلې مخې ته پرېښوئ، سوګند پر خداى، چې سبا به دا هم راخپل کړئ او خلک به سلامۍ ته پرې اړ کړئ، ځکه ستاسې خو له تقليد او غلا پرته بله چاره نشته او نه خپله دومره وړتيا لرئ، چې پخپله څه وپنځوئ.