د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دکرزي دکابینې دیوه غړي جرات اودایرانیانومضرې هلې ځلې

نجیب عزت 13.02.2008 01:52
د وحدت ګوندپخواني جګړه مارقومندان اودزرګونوخلکوپه قتال متهم محقق وايي چې دکلتوروزیریې ولسي جرګې ته د دې لپاره ورغوښتی دی چې ولې یې دمزارشریف دملي تلویزیون کارکوونکوته ویلي دي چې دایراني اصطلاحاتوپرځای افغاني وکاروي .
که څه هم بي بي سي (فارسي)هڅه کړې چې له دې فرصته په استفادې افغانانوته تبلیغ کړي چې دکلتوروزیرد محقق له لوري دفارسي(دري)پرضد داقداماتوپه خاطراستجواب کېږي ،خوراپورونه وايي چې دکلتوروزیر وروسته له هغه چې څوځلې دمزارشریف دتلویزیون دووتنوکارکوونکوته خبرداری ورکړ چې په ژبه کې له اساسي قانون سره سم ملي ترمینالوژي وکاروي او هغوی دبیا بیا سرغړونه وکړه ، دواړه یې کسرمعاش کړل .
محقق چې په قومي بنیاد دزرګونوانسانانوقاتل دی ،دامریکایانودبي ۵۲ په زورددره صوف له غرونوراکوزشوی اواوس سرې سترګې په ولسي جرګه کې ددیني اوکلتوري کمیسون مشري کوي ،په ځای ددې چې دبشري حقونودسرغړونواوډله ییزو وژنوپه تورپه داروخېژول شي ،د دوو ایراني کلموپه خاطرپه وزیرانوپټکې کوي .
یاده دې وي چې دې مسئلې ته بي پي سي دتل په شان لمن وهلې دا راډیوچې دافغانستان لپاره خپرونې کوي په تېروڅو ورځو کې هڅه کړې چې دا مسئله لویه کړي ،په داسې حال کې چې دا راډیودافغانستان ولسي جرګې ته (مجلس نمایندګان) وايي خو دروسیې هغې ته دوما اودامریکا والې ته کنګره وايي ،پراخ تبلیغ کوي چې دکلتوروزارت فارسي ژبې دخپلې ژبې له استعمالولومنع کوي .
دا راډیوچې دستمي پرچمي عناصروپه کنټرول کې ده هڅه کوي چې دافغانانوترمنځ نفاق واچوي .خو په دې منځ کې د پښتنوروشنفکرانواوپه ولسي جرګه کې دپښتنواستازو هم لویه ګناه ده .هغوی هغه مهال چې رهین په بېلابېلوپلموپښتانه ژورنالیستان محاکمه کول ،هیڅ نه ویل .
اوس هم پکارده چې دکلتوروزارت له جراته کارواحلي اودا شیطاني راډیو چې دتل په شان په افغانستان کې دنفاق اورته لمن وهي بنده کړي .بي بي سي دافغانستان په شاوخوا دېرشو ولایتونواوولسوالیوکې په ایف ایم خپرونې کوي اودا دکلتوردوزارت صلاحیت دی چې چا ته په خپله خاوره کې په ایف ایم دخپرونواجازه ورکوي .
دکلتوروزارت دمزار دوو تنوخبریالانوته داساسي قانون پراساس ویلي چې ایراني اصطلاحات مه استعمالوئ .د اساسي قانون په شپاړسمه ماده دا مسئله په څرګند ډول روښانه کړې ده .
باورلرو چې اکثره افغانان به دښاغلي خرم دجرات ستاینه وکړي اودهغه ملاتړ به وکړي .
که ښاغلی خرم دایراني پلوه متعصبانودخنډونوپه وړاندې مقاومت وکړ ،پاوردې ولري چې افغانان به نوم په تاریخ کې ژوندی لري .مهمه نه ده چې دکرزي په کابینه کې وي یا نه وي .