د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

بيړنۍ مرستې

محمداصف شېنواری 11.02.2008 14:52
ښايې ډير درانه لوستوونکي له دې نامه سره دپخوا نه اشنا وي خو دانوم زما په اند دطالبانو دواکمنۍ له ړنګيدو وروسته دبيړنۍ لويې جرګې په جوړيدو سره دهرچا په خوله شوځکه چې دې بيړنۍ جرګې دافغانستان لپاره دلنډمهالې ادارې بنسټ کيښود .ددې بنسټ ايښودنې سره سم په افغانستان کې هرڅه په بيړنۍ توګه پر مخ روان و ،بيړنۍ غونډې،بيړنۍ پريکړې،بيړني سفرونه،بيړنۍ بيا رغاونه ،بيړنۍ ټاکنې ،او همدارنګه بيړنۍ مرستې ،کله چې دمرستو خبره کيږي اوهغه هم بيړنۍ مرستې نو دا پدې مانا وي چې اړو خلکو ته دتنګسې پرمهال په خپل وخت مرستې ورورسيږي .زه غواړم تاسو درنو لوستونکو ته دافغان دولت لخوا دهمداسې بيړنيو او پر خپل وخت دمرستو رسولو يوه بيلګه وړاندې کړم .
ښايې ځينې لوستونکي خبر وي چې دننګرهار په ولايت کې دتير اوړي اورښتونه دسختو سيلابونو دراوتو سبب شو او دې سيلابونو ولسي وګړو ته دسر پر زيانونو سربيره درانده مالي زيانونه هم ورواړول .په ننګرهار کې يوه سيلاب ځپلې سيمه دخيوې ولسوالۍ دشګې کلى دى چې سيلاب دڅو تنو دژوند پر اخيستلو سربيره يې دشګيوالو کورونه ،کروندې او څاروي هم لاهو کړل( وايې چې غريب مړ کړه خو شړۍ ترې مه اخله)بيشکه چې پداسې وخت کې شګيوال ورونه دبيړنيو مرستو حقدار و خو پوهيږۍ څه وشو خواو شاه يوه مياشت خو دسيلاب ځپلو سره دمرستې لستونه نه برابريدل دا ځکه چې هر واکمن به پکې دخپلوانو او دوستانو نومونه ورزياتول .له ښه ځند وروسته چې کله لستونه جوړ او دولايت دمقام له لارې په کابل کې دبيړنيو مرستو دولتي کميسون چې دولسمشر دويم مرستيال يې مشري کوي ته ورسيد نو شګيوالو ته دروان ژمي په دلوې مياشت کې مرسته راورسيده او هغه هم هرې سيلاب ځپلې کورنۍ ته لس زره افغانۍ ورکول شوې ددې مرستو دويش لپاره دکابل نه دپيښو سره دمبارزې درياست راغلي پلاوي له خلکو نه پدې بخښنه وغوښته چې ګواکې ددوې کارکوونکې لږ دي او نشي کولاې اړو خلکو ته پر وخت مرستې ورورسوي اوس قضاوت تاسې وکړۍ چې ايا پدې لس زره افغانيو ددې سيلاب ځپلو درد دوا کيږي او ايا دا په رښتيا هم بيړنۍ مرستې دي ماته يوه افسانه راياديږي چې وايې دخداى بخښلي ظاهر خان په واکمنۍ کې دکوم هيواد الوتکې دافغانستان دفضايې قلمرو نه سرغړونه کړې وه دسرحد ساتونکو له مرکزي دولت نه دلارښوونې غوښتنه کړې وه خو کله چې دمرکزي دولت حکم دسرحد ساتونکو ته وررسيده درې مياشتې پکې وتلې وې .زه وايم چې دتير اوړي سيلاب ځپلو ته په ژمي کې مرستې وررسيږي نو هغه کورنۍ دې چې په روان تر ټولو سخت ژمي کې زيانمنې شوې دي راتلونکي اوړي ته انتظار وباسي ځکه چې دولت غواړي هغوې ته بيړنۍ مرستې ورورسوي،