د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

پکتياوالو هوښيار اوسئ

حبيب الله غمخور 09.02.2008 01:08

ددې سياسي مذهبي لوبې شاته  تور لاسونه وينم 

زه نه پوهېږم چې ولې هر څوک  په پښتنوخپل کرغېړن لاسونه پاکوي ؟حقيقت خودادی پدې شپږوکلو کښې پدې ملک کې  قران کريم ته څو ځله توهين شوی اودسپکاوی په سترگه ورته کتل شوی دي،هغه وخت دا په اصطلاح مذهبی سازمانونه چيرې وه اوولې چوپه خوله وه ؟ ممکن  دليل ئې داوی دا سپکاوی  دهغه چا لخوا کېده چې ددغو اسلامی سوداگرو يازورنه رسېده اويائي دپردې شاته ملگری وه .

په افغانستان کې يو ساده متل دی وايي عالم ته شا خداي ته مخ کړه رښتيا ووايه .داچې دفتبال پر توپونو کليمه ليکل شوې وه ،داچې دهلمند په لوي جامع جومات کې دننه یې دلمانځه پر وخت دهلمند دوالی مرستيال په ځانمرگی بريدکې له منځه يو وړ ايا هلته قران کريم ونه سېځل شو؟ دغه کار دخداي کورته سپکاوی نه و؟ داچي په ننگرهار کښي ئې کتابتون ته اورواچاوه هلته دقرانکريم څوکتابونه وسوځول شوه ؟ په لسهاو ښونځيو ته اورواچول شوئ اوپدغه ښونځيو کې په سلهاود قرانکريم کتابونه  داوردلمو قرباني شوه . څوتنه دينی عالمان بې گناه له ژوند څخه محروم کړل شوه ددغو قاتلينودرهبرانو په هکله ولي ټول له ډاره چوپ دی ؟ اوداسی نوري په لسهاو نور سپکاوی ،هلته دامدافعين چيري وه ؟ هلته ولې چوپه خوله وه ،اوسبابه هم چوپه خوله وي .

زما ددې خبرو معنا دانده چې په افغانستان کې دي هر څوک داسلام مقدس دين اويازموږ نورومقدساتو سپکاوی وکړي . خوچې کله مې دافغانستان په ملي تلويزيون کې داخبر واورېد چي په پکتيا کې دکوم اسلامي حرکت  چې نوم  ئي ما هغه وخت دکاغذ دنشتوالی له امله ونشو ليکلاي ځکه يو ځاي ميلمه وم ، همدا ړډول  دپکتيا دقومی شورا، دپکتيا دمخورو اونورونهادونو نومونه هم واخيستل شوه ،په اوريدو سره ئي هک پک پاته شوم اوسمدلاسه مي بې واره دټولوتر مخ د خولې ووتل ، ((الاگله دائي لابله )) دابيادپښتنو پر خلاف  د يوې بلي دسيسې پيل شو .

هغه پدې دليل :

دمعلوماتو له مخی سيد پرويز كامبخش په دې تورن دى چې له اېنټرنيټ پاڼو څخه يې يوه يادوې  مقالې اخيستې او بيا يې ويشلې دي . دغه مقاله پوښتنه کوي چې ولې اسلام نارينه وو ته د څلور ښځو حق ورکړى او ښځې نشې کولى څلورميړونه ولري . له بلې خوا کامبخش بيا بيا د مقالې د اخيستلو يا ويشلو تور رد کړى دى .

بلې ! کيداي شی نوموړی دامقاله را ايستلې وي اويايې د خپلو همزولوسره شريکه کړې وي ،ځکه ځوان دی ځوانان احساسا تی وي ،دامسله به  ورته ډېره جالبه ښکاره شوې وي ،چې ولي داسي کيږي . ددې مسلې په رېښه خو هر ځوان او هغه کسان چې داسلامي علوموپه برخه کې معلومات ونلري نه پوهېږي .

دازموږ اوددولتي  چارواکوگناه ده چي ولس مودتعليم اوتحصيل  له نعمت نه محروم  پاته  شوئ  دی .  داسلام خلاقيت پدې کښي دي چې علم ئي پر نر اوښځه فرض گرځولی . رښتيا خوداده يو مجرته د مرگ سزاورکول  ډيره لويه جزاده چې يوه چاته ورکول کېږي ،دشريعت  له مخې يوقاضي  پدي مکلف گڼل شوی چي دهرې جزا خو په ځانگړې توگه دمرگ دسزا په ټاکلوکي بايد له بې حده احتياط اوغورنه کار واخيستل  شی . موږپدې باوريوچې يو انسان له خدايي نعمت يعني ژوندڅخه تر محرو مېدو بله ډيره ښه لار به دا واي چې  دهغه داصلاح اوتربيې لپاره کار وشی . که زموږ په هيوادکې پر هر ه گناه باندي يوڅوک اعدام شی پدې باورلرو چي دولتی محاکم به ئې په ځړېدو ونه رسيږې .

دامقالې چې اخوس ئې  په ويش  يو افغان تورن دی يوه ايرانی ليکوال ليکلې اوپه ايرانی ويب سايټ کې تر اوسه پرتې دي هره ورځ ئې په نړی اوهمدې افغانستان کې  په سلهاوانسانا ن  لولی ،دغه ځوان کومه اختراع اونړيوال کشف نه دی کړی .

که حقيقت  ته ځير شونوتر موږ افغانانو وړاندي بايد ايرانی اخوندان چې  هر شيبه غواړي  تر څوموږته اسلامي قواعد رازده کړی، اودوی تر هرچا ځانونه داسلام مدافعين بولي،هغوي ولې ددې مقالې دليکونکی په مقابل کې  چوپ دی .دوي دسلمان رشدی پر خلاف چې په انگلستان کې اوسېده دکفر فتواصادره کړه اودهغه پر مرگ ئي جايزه کښېښودل ولې دخپلو ايرانی ليکوالو په اړوند خاموشی غوره لار بولي ،هغوي ددې مسلې ننداره کوی اوموږ ته ملي پرابلمونه  جوړوي  .

طالبان  چې تر ټولوپه سرسخته مسلمانانومشهوردی  پدې پوهېږي چې دا دماشومانو لوبه ده ځکه ئې هيڅ نوع غبرگون پدې اړه چاونه ليد.

که چيري دسيد پرويز كامبخش  اشتباه رښتياهم دومره لويه وی چې  جزائې مرگ ده،خودادی دبلخ ابتدائيه محکمې  په خپله پرېګړه کې هغه ته دمرگ سزا واورول ، دمحکمې پرېګړه په ټوله نړئ کي دسالم عقل خاوندا نواودنړيوالوبشری سازمانونو لخوا وغندل شوه . اوډيرو پدې هکله څرگند وويل چي پداسي عجولانه پرېکړو نه بايد داسلام مقدس دين نړيوالوپه ذهنيتونوکې بد معرفی شي . اسلامی حقيقت کې داسی نه دی لکه چې دابتدائيه محکمئ پرېکړه يې منعکسوی .دحضرت محمد (ص) په وخت کې کفار بخښل شوی دي اويا مسلمانانوهم داسي سهوی کړي که يې دغو قاضايانوته پلاس ورکړواي   چپه به ئې حلال کړی واي ،ولې انحضرت ديوه پيغمبر اوعالم شخصيت په توگه هغوي ته حوسله کول اوهغوي ئې پسله نصيحت اولارښودنې بخښل .دحضرت محمد (ص) دغه عالي اومنصفانه صفات برخورد اوله ،هربانی ډک رويش و چې دهرچاپه زړونو کې ئي ځاي درلود . دده دښمنا نوهيڅ وخت داسي اسناد تر لاسه نشوه کړاي چې په هغوي دخداي پيغمبر بدنام کړی . که رښتيا ووايو دحضرت محمد (ص) نيک اخلاق ،نيک کردار ،پراخه حوصله اودبخښنې خصلت ددي لامل شو چې په ډيره چټکی داسلام لمن  په ټوله نړی کې پراخه شوه .

که داسلام  څيره پدغه ډول خلکوته وړاندي شوې واي  لکه چې اوس يوشمير اسلام دښمنه اوداسلام پر نامه سياسي سوداگر له هغه  نه استفاده کوي،پدې پوره ډاډ لرم چې دخداي پيغمبر به داکسان له ځان څخه ليري کړي واي  .

داساسی قانون له مخې يومجرم  په ترتيب سره په ټولومحکمو کې  دخپلې دوسې دڅېړلو اوبياغور کولو حق لري  تر اوسه دده په هکله دبلخ ابتدائيه محکمې  پرېکړه کړېده تر هغه  وروسته  مرافعه ،اوستره محکمه يا استناف  لاپاته دي، دمعلو ماتو له مخې هغه استناف طلبه شوی دی اوس  ئي دوسيه په استناف کې تر څېړنې لاندي ده ،که دغې محکمه هم دهغه کړنه دمرگ دجزالايقه وبولی  داساسي قانو ن له مخې  بايد وروستۍ  پرېکړه جمهور رئيس وکړې .

پدې هکله دفبروری پر ۵ نيټه په يوه خبري کنفرانس کې چې دبلې مسلې لپاره جوړ شوی و،خوژورنالستانو دخپلې مسلکی علاقې له مخې دجمهوررئيس دوياند څخه د سيد پرويز كامبخش   ۲۳ کلن زلمی دبرخليک په هکله هم پوښتنې وکړې ، ترکومه ځايه چې زموږ  ټول چارواکي مهمي خبري په دری کوی اودوياند ئي پښتوهم ممکن زده نه وی ،زه ئې دژباړي څخه قصدأ صرف  نظر کوم دهغه خبري دهغه په ژبه په  راوړم ،هغه ټولوته داسی وويل : ((كرزی روند قضايي خبرنگار افغان محكوم به اعدام را به دقت زيرنظر دارد،رييس‌جمهور افغانستان با ابراز نگراني از حكم اعدام خبرنگار اين كشور كه متهم به توهين به اسلام شده، اعلام كرد كه تا اعلام حكم نهايي دادگاه نمي‌تواند در اين رابطه اظهار نظر كند.

به گزارش ايسنا به نقل از خبرگزاري رويتر، سخنگوي حامد كرزي گفت : حكم خبرنگار افغانستان كه متهم به توهين به اسلام شده صادر گرديده و كرزی تا صدور حكم نهايي نمي تواند در اين رابطه دخالتي داشته باشد.

حكم اعدام كامبخش اعتراضات بين‌المللي را در برداشته و سازمان‌هاي مختلف تغيير اين حكم را خواستار شده‌اند.

همايون حميدزاده گفت : روند قضايي در جريان است . البته رييس‌جمهور از اين موضوع نگران است و روند را از نزديك زيرنظر دارد.

وي افزود: دولت پس از صدور حكم نهايي دادگاه مي تواند وارد عمل شود. هرگونه اقدام در اين راستا براساس قانون اساسي، تعهدات بين‌المللي و احترام به حقوق بشر خواهد بود .))
پدې هيله چي زموږ جمهور ریيس پردې خبره سبا دخپل همېشنی عادت له مخي پښېمان نشي .

گوری داټول قانونی مراجع لاپر خپل ځاي پاته دی ،دادهغوي صلاحيت اومسوليت دی چې په افغانستان کې داسلام ددين اوافغانانودانساني کرامت څخه حفاظت اوحراست وکړی . لکه چي جنگسلاروته وايو، تنظيم سالار اوداسلام دمقدس دين سياسی سوداگرهم  بايد داومنی چې په افغانستان کې دهغه اساسي قانون پر بنياد چې په درېمه ماده  کې ئي  لمر غوندي روښانه نويشته شوی دي چې :په افغانستان كې هېڅ قانون نشي نافذيدلى چې د اسلام د سپېڅلي دين او په دې اساسي قانون كې د راغلو ارزښتونو، مخالف وي. دولت به خپله چاته اجازه ورنکړي  چڅ داسلام دمقدس دين خلاف کړنې تر سره کړي له دې امله نور څوک  حق نلری پر محاکمو سياسي اجتماعی فشارونه رانه وړی ،تر څو محکمې ددوي په خوښه پرېکړي وکړي .

اوس دپورته  مادې تر لوستلو وروسته تاسو فکر وکړی  چې دمحاکموپر پرېکړو نظارت اوياهغوي ته لارښو دنه دچادنده بولۍ ؟

دهمدې اساسي قانون د (( ۲۲  مې  مادې  په دوهم بند)) کې داسي وايي : د افغانستان اتباع دقانون په وړاندې مساوي حقوق او وجايب لري. دقانون  در ويشتمه ماده بياوایی  : ژوند د خداى دى، هېڅوك له قانوني مجوزه پرته له دې حقه لورېينه او د انسان طبيعي حق بې برخې كېداى نشي .

دلته ندي راغلې چې دکوم ولايت جرگه کولاي شی دمحکمې دپرېکړې په هکله پر محاکمو ټولنيز فشارواچوی تر څو محکمه ددغه فشارپر بنياد مجبوره شی ديوه تنظيم دخوښی  مطابق  غيرعادلانه حکم صادر کړي .

فکر کوم  داغونډه ددي لپاره  رابلل شوې وه چې بهرنيانو ته څرگنده کړي ، وگوری  زموږ خلک ديوې وړې اشتباه په مقابل کې چې خپل افغان  ئي کړې ده دومره حساسيت ښکاره کوی ،اوپه نړيوال ډگر کې جمهور رييس ته داکرډيټ ورکړی چې گوياهغه  ددې تاريک فکره ولس خبرو اودمحکمو پرېکړوته غوږنه نيسي  ، نړيوال  اصول اولاسليک شوو لوزناموته وفادار دی او دهغو په رڼا کي داعدام د حکم سره مخالفت کوي .

له نيکه مرغه بايد ووايم چې داجمله ماپرون ليکلې وه خودآمريکا اوانگلستان دبهرنيو چارودوزيرانو سره په مطبوعا تي کنفرانس کې ښاغلی کرزي زماددغه  پورته نظر اوهڅ پخلۍ وکړ ،هغه ديوه لويديځوال ژورنالست  دسوال په ځواب  کې وويل : (( په پاى کې به د دۀ په وينا سمه پريکړه کيږي .)) بې بې سي

داساسي  قانون  دپنځه ويشتمې مادې په دوهم بندکې څرگند راغلی  : متهم ترڅو چې د باصلاحيته محكمې په قطعى حكم محكوم عليه ونه ګرځي، بې ګناه ګڼل كېږي.

خوپر دې سربېره ځينې سياسون  دخپلو شخصی اوسياسي موخو لپاره زموږ قومي مشران  داسی لوبوی چې دهغوي دپاکو احساساتو نه ناوژه استفاده کوی . دهغه چاپه هکله چې نهایې پرېکړه  لانده شوې اودابتدایيه محکمې پر پرېکړه نوکه لري دقومی جرگو راغوښتل اودهغوي له نامه داوړانديزکول چې دبلخ دابتدائيه محکمې  پرېکړه دې پلې شي  ،په حقيقت کې دقوم اوقومی مشرانو سپکاوی دی اوبس  ،ځکه دامسله په قومي جرگوپوري هيڅ قانونی ارتباط نلري .

داپداسی حال کې چې په يوشمير رسنيوکې  په هغه لومړيو ورځوکې دامطلب خپورشو چې  ((پروېزکامبخش  دبلخ د پوهينتون دژورناليزم دفاکولتې ددريم  صنف محصل  اوپه عين وخت کښې په بلخ کې دخپرېدونکی ورځپاڼي ((جهان نو)) (نوې نړی ) سره مسلکی همکاري لري .داسې گنگوسې  اوهغه په اصطلاح دسرچوک اوازې هم تر غوږو کېږي  چې داځوان محصل دومره مسوليت نلري  خو دده دمشر ورور" یعقوب ابراهیمی په گناه ددبلخ ځينو جگپوړو چارونوموړی راگير کړ  ئ دی ،ځکه ددهمشر  ورور څوځله  داسی تحقيقاتي مقالې ليکلې چې په سيمه کښې ئې دشمالي ټلوالی دځينو کسانوته گټې له گواش سره مخامخ کړی اويائې ددوي دهغو کړنو په هکله ليکلې چې داچارواکی نه غواړي په هغو څوک خبر شي . دپرداپه ويب پاڼه کې دنوموړې مسلې  په هکله چې ولې داسي وشوه او ولې ډير ژر دځوان محصل دمرگ په سزامحکوم شو ،دغه لنډ مطلب ته ددرنو لوستو نکو پام را اړوم : ((انچه به سرعت عمل قضات در صدور حکم و بررسی دوسیه نسبتی کامبخش ارتباط می گیردبه گفتهء محترم باقی سمندر مسوول اتحادیه خبرنگاران ازاد افغانستان که در گفت گو با بخش پشتوی رادیوی ازادی بتاریخ ۲۳ جنوری سال روان پرده ءابهام را از روی قضیه برداشت این است که " یعقوب ابرا هیمی برادر برزگ کامبخش که او نیز مصروفیت خبرنگاری را در ولایت بلخ به عهده دارد یکی از منتقدین سرسخت مقامات محلی در ولایت بلخ است و اختلافات مقامات محلی با یعقوب ابراهیمی برسر بیان صریح وی در بر ملا ساختن کمی ها و کاستی های موجود در عملکرد انها می باشد . بنا دستگیری و صدور حکم اعدام در محکمهء غیر علنی برای پرویز کامبخش ناشی از همین اختلافات است " فضل الرحیم رحیم خبرنگار ازاد .  ))  23 جنوری 2008

که داخبره رښتياوی  ددې پر ځاي چې يوځوان پانسۍ شي  لازمه ده  قضايي ارگانو نه  دمسلې اساسی رېښه وپلټی اوهغوته جزاورکړه شی کوم چې دجزالايق  دی . خو خداي خبر ځکه زموږ په هيواد کې ددولتی واک خاوندان له هرډول قانوني تعقيب اوبازخواست  څخه په امان کې دي .

داساسی  قانون يودېرشمه ماده وايي : 
هر څوك كولاى شي چې له نيول كېدو سره سم له ځانه د اتهام دلرې كولو او يا د حق د ثابتولو لپاره مدافع وكيل وټاكي.

مگر داپه تکرار ويل شوې چې هغه ته دمدافع وکيل امکانات ندی ورکړه شوی ، کيداي شی هغه به دومره پيسې هم ونلری چې ځانته مدافع وکيل ونسی ،له بلې خواداسي هم ويل کېږي  ټول له دې ډاره چې وکيل صاحب په کفر متهم نشي دهغه بېچاره دحقوقوددفاع څخه ډډه کوی  .

داساسي قانون  يوسلوڅلور ديرشمه ماده :
د جرمونو كشف د پوليس په وسيله او دجرمونو تحقيق او په محكمه كې پرمتهم باندې د دعوا اقامه د څارنوالۍ له خوا، د قانون له احكامو سره سم كېږي .

په يوه ماده کې هم کوم گوند اوتنظيم  ته داحق ندی ورکړه شوی چي ديوې دوسیې دتحقيق په جريان  اوياتر هغه وروسته دی پر محاکمودسياسی فشارحق ولر ي  .

داټول مې  په تفصيل ځکه وليکل  تر څوداڅرگنده کړم چي دفبروری په شپږمه په لويه پکتيا کې  دپښتنو سپينږيرو راټولو ددي لپاره چې گويادوی  دبلخ د ابتدائيه  محکمې  پرېکړه تايدوی  ،په حقيقت کي له يوې خواداساسي قانون خلاف خلک يوه سياسي حرکت ته هڅول  اوله بلي خوا پدې غير قانوني کار سره دپښتنو سپکاوی اودقومونو په شر اچول دی  .

داځکه سياسي  اوکرغېړنه لوبه راته برېښی چې  له لويه سره داله پرېکړئ ملاتړ  ځنډنۍ غوندي راته ښکاري ښکاري ،ځکه په هغه ورځ دراډيو اوټلويزيون له لاري اعلان شوه چې ددې مسلې په اړه دبلخ ابتدائيه محکمې کومه پرېکړه وکړه ،۱۵ ورځی وروسته له خوبه رابيدارېدل يوڅه سوالونه راپيداکوي .

دوهم  : دهغو لپاره چي دازموږ سپينږيری ئي راټول کړی وه هغه په مشرانوجرگه کښي چې يې  دبېچاره مجددي صاحب له پاک زړه نه ئي ناوړه استفاده کړې وه اودټولو قوانينو خلاف چې مائې يوشمير مادي په تفصيل رانقل کړې  دمشرانوجرگي له نامه اعلان وکړ چې دمشرانو جرگې په خپله ننۍ غونډه کې دجنوري د میاشتي پر ۲۲ مه د بلخ ولایت د ابتدایه محکمې له خوا اسلام ته دسپکاوي په تور د اعدام په سزا دتورن محکومولوڅخه  خپل ملاتړ اعلانوی بايد دعبرت درس واي . ځکه ددې پرېکړي په اعلان سره ټول حيران پاته شول چې دازموږ دمشرانوجرگه په رښتياهم په څه مصروف ده ،دوي دقانون اوخپلوکاري دندو دلايحې دکومې مادې له مخې داصلاحيت لري چې په خپلو پرېګړو پر نورودولتي ادارو دهغه جملې پر محاکموفشار رواړي  اويادهغوي دپريکړې نه ملاتړ وکړي ؟ په ټوله نړی کې شورماشور جوړشو،دټولودخنداشوو ځکه زموږ مشرانوجرگه باندي داسي يوه پرېکړه تيره شوه چې دقانون خلاف اودشرم خبره وه .

دبهرنيانو ئي کور ودان  دغه راوستلی اوپه ملي شوراکې راټول شوی ئي خپلې سهوی ا وخاليگاه ته متوجه کړه ،هغه وياند کوم چي  لومړی ځل  ئي په ډير ږوږ  داغير قانوني پرېکړه اعلان کړې وه ،  بې له دينه چې وشرمېږي  دتلويزيون  دکامري مخ ته حاضر شو اواعلان ئي وکړ چې دتخنيکی معاذيرو له امله  هغه پخوانئ پرېکړه سمه نه وه .داچې تخنيکی معاذيرو دلته کوم لرول درلود دحقوقو فيلسوف  به ئې هم توضح نشي کړاي . خو هر څه چې وه ټول دپردي شاته تير شول،دغه غير قانونی فشار ناکام  شو.

دادۍ داناکامه تجربه دپښتنو دښمنان   په گرانه پکتيا کي پر غيرتی پښتنو باندي يوځل بياتکراره وی  .

پدي کار سره ددې طرحي طراحان غواړي نړيوالوته څرگنده کړي چې پښتانه څومره دسياسی اوحقوقی سواد نه ليري خلک دي ،سره لدي چې وائې ورېدل دمشرانو جرگي داتيرونه کړي وه دادی بياهم دوي دلته سره راټول شوه  اوغواړې دقومی اوياتنظېمی جرگې په نامه پر استناف ټولنيز فشار واچوی . داخپله سياسي لوبه ده چې دتورومخولپاره دپښتنودعزت پر خلاف تر سره کېږي .

که داځوان داسلام دښمن هم وي  ،ولې يوازي دپکتيا خلک له هغه سره خپله  دښمنی ښکاره کړی ،په دنوروسيمو کې خلک څه کوی  ؟ ولي اسلامي هيوادونه چوپ دی ؟ هغوي خو حق لري دافغانستان پر حکومت فشار راوړي چې داپه اصطلاح ستر مجرم پانسۍ کړی  .خوحقيقت دادی چې هغوي پرموږ خاندي  ،او وايي نور کارونه سرته ورسېدل چې  اوس پدي پسي راسم شول چي څوک کومه مقاله لولی اودکومی مقالئ په لوستلوبايد پانسی شي .

کله چې مادغونډي جريان کاته له ورايه معلومېده چې يولا والله که په خبر لاوو چي قيصه څه ده  ؟ خو يوچادغه لوي  سالون  ته راغوښتي  وه ،داپر اسلام ټيکدار به په غټ گمان دپاکستاني نسټپالو په هڅونه دکوم دولتی چارواکي په مرسته  دغونډي چاري سمبال کړی وي  . اوپدې جرگه کښې یې دپکتيادسپنيږيروله نامه  دقانون خلاف پرېکړې اعلانولې .

پداسي حال کې چې دغونډي سازمان ورکونکی پدې ښه پوهېدل چي  داساسي قانون  په يوسلو شپاړسمه ماده کې واضح ليکل شوی چې  :قضائيه قوهْ د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت خپلواك ركن دى.

نوکه دقانون دغه  ماده دقبول   وړوی بيانودعلاهده  غونډوجوړېدوته اړتياڅه ده ؟ اودکوم هدف لپاره جوړېږي  ؟

پدې پوره باولرم چې داساسي قانون دامده هم ورته معلومه ده چې وايي  :

يو سلو نهه وېشتمه ماده : د محكمو د ټولو قطعى فيصلو عملي كول واجب دي خو د يوشخص د وژلو د حكم په حالت كې د جمهور رئيس منظوري شرط ده.

فکر کوم زموږپه هيواد کې جمهور ریيس  په ژوندی سر ناست دی  حلومت کوی  هغه پوهېږي کار اودصالحيت څخه استفاده .داچې نن  دفبروري پر ((۷)) ئې وويل  ((په پاى کې به د دۀ په وينا سمه پريکړه کيږي . )) اوس نو هغه دعوامو خبره په موږ کې څه پاته شول . ولې ددې لپاره تلاسش روان دی چې  جمهورریيس داسلامي اصولو اونژيوالوپرسيبونوپه نظر کې نيوسره پرېکړه ديوه لوي قوم  ديوې برخې داوسېدونکو دخوښی خلاف وی . ښه به داواي چې پروسه نورمال قانونی بهير ته پرېښودل شوی واي .

لازمه نده چي په پښتنو ملنډی ووهل شی  . دابايد په ډاگه څرگنده شي چې پښتانه په يوازي توگه داسلام  ددفاع  مسوليت پر غاړه نلري  . پښتانه لوي قوم دی ددوي دنده داده چې دسترو ملي مسلو اووطنی لانجودحل اولاروچارودسنجولو لپاره سره راټول شی .

داساسي قانون  له مخې داسلام څخه دفاع په لومړی سرکې  دجمهوررئيس  اوقضايي ارگانو دنده بلل شوې ده .

داپاکستاني  بنسټپال  گوندونه ،دپاکستان دځارگری اداره اونوري استخباراتي شبکې دی چې  پښتانه  داسلام څخه ددفاع  په نوم استعمالوی  .

ولې  ټولي بدنامی په پښتون پوري وتړل شی؟هيله مند يم پښتانه  ديوستر اوهوښيار اوغښتلی قوم په توگه دهرچا وهر حرکت  اوهر وړانديز ته جدی پاملرنه وکړي .يوه ټکی ته بايد جدی  متوجه شۍ  اوپه دواړو غوږو ېې واورۍ چې  له پښتنو اوددوي له پوها وی  اوهوښيارانه حرکت څخه په سيمه کې ډير زبرځواکونه ډاريږي . متاسفانه په سيمه کې داسي قوتونه شته چې دخپلو ټولو امکاناتوپه لروسره دافغانانو اوپه ځانگړې توگه  دپښتنو دبدنامی لپاره کار کوی  .

داتور اوکرغېړن پلانونه  په ډير مهارت  اودپښتنو دپاکو اواسلامي احساساتو څخه په استفادې سره پرمخ بيول کېږی .اوداهم تصادفي نده چي داځل ئې داغيري قانونی غونډه په لويه پکتيا کې  ددې سيمې دپاکو احساساتو خاوندو سپينږيرو په گډون دایره کړې وه . پکتياوال بايد هوښيار اوسۍ چې دمارلستوڼی  ئې ونه چيچې،که نور نه وي دبلخ دوالي ښاغلي عطامحمد نور داوروستي موقف ته  جدی پاملرنه وکړی  که موخوانه بدېږی له هغه نه ئې يوڅه زده کړی . زه دهغه وينا نه څېړم هر لوستونکی دې دقيقه ولولی اوځان دې پرې پوه کړی چې زما مطلب پدې کې څه دی ؟؟؟

مافکرنه کاوه چي  ښاغلي  عطامحمد نور دي داسي يوه ملي دريز اختيار کړي .

گوری ؟ هغه سره لدې چې دجمعيت سره ئي پيوند درلود ممکن اوس پدې پوهېدلی وی چې داپيوند ملی گټی نشي ساتلاي  دجنرال دوستم لخوادترک تبار ودشورا دریيس اکبرباي پر کور په نيمه شپه دوسله والې حملې اودهغه دپلويانو اوپه  اصطلاح  ملي جبهې  دغير قانونی غبرگون  اوحرکت په مقابل کښې یې څومره هوښياره خبره کړېده اوښه موقف ئي اختيارکړی دي  .هغه دفبروري پر پنځمه  دژورناليست ددې سوال په ځواب کې چې  ((تاسو د اسلامي جمعيت له نوموروغړو څخه ياست او اوس د دغه ګوند ډيرى مشران دملي جبهې غړي توب لري تاسو يې پر خلاف د جنرال دوستم دكور په محاصره كولو كې د دولت پلوي وكړه ايا له ملي جبهې وېستل شوي ياست ؟ )) وايي : (( ما له پيله دغه جبهه دملي ګټوخلاف بلله، هېڅ وخت په كې نه وم، نو څنګه به ترې ووېستل شم .)) عطامحمد نور زياته كړه زه د دولت مامور يم او هېڅ كله به د دولت مخالفت ونه كړم.

څومره هوښياره اودقيقه خبر ه . وړاندي ښاغلي نور وايي : ګمان نه كوي چې د استاد رباني او فهيم غوندې مشرانو دي د دوستم پلوي كړي وي ، خوكه كړي يې وي دا دهغوئ خپل نظر دى او زياته يې كړه چې دى (دبلخ والی )به هيڅ وخت ګوندي ګټې پر ملي ګټو پورته ونه ګڼي .

نوموړي وويل : (( هيڅ ګوند او رهبرته به په شمال كې دسياسي تجارت كولو اجازه ورنكړم)) هغه  زياته كړه چې شمال د بيلا بيلو قومونو كور دى او اوسيدونكي به يې په خپله دخپل راتلونكي په اړه تصميم نيسي .
هغه  وويل : چې دى دجنرال دوستم سره مخالف نه دى خو كه هغه يا هر چا په شمال كې دمركزي دولت په وړاندې دملي ګټو پر خلاف خوځښت ته لمن ووهله نو په كلكه به يې مخالفت وكړي  . 2008-02-06 ټول افغان ويب پاڼه

دامثال مي ددې لپاره راوړی چې دټولوکورنيو اوسياسی پېچلو مسايلو سره بايد پداسي هوښياری برخورد وشی .

دادقومونو په جرگواوياکوم تنظيم پوري اړه نلری چې دمحکمونه ددوي  دخوښی  مطابق د پرېکړوغوښتنه وکړی  .

که نور کسان دقانون  څخه په سرغړونه تورن  کوو ښه به داوی چې خپله هم دقانون  درناوی وکړو اودهغه پلي کول پر خپل ځان ومنو . دافغانستان  دجمهور ریيس نه موغوښتنه داده چې په ټولو پرېکړو اودهغه جملې پدې هکله اسلامی عدالت ،انصاف  اوملي منافع  اوزموږ دهيوادنړيوال پرستيژ په نظر کې نيولوسره خپله وروستۍ اوپرېکړنده خبره هغه وخت چې وار ئي راورسېد اعلان کړي .  پای