د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دګډې او اغېزمنې ستراتيژۍ نه شتون

محمدحسن حقيار 07.02.2008 13:21
له څه مودې راهيسې دافغان دولت او په افغانستان کې د ځينو مېشتو بهرنيو پوځونو ترمنځ داختلاق نښې ليدل کېدې ، دا اختلافات هغه وخت خورا ډاګيز او له پردې راووتل چې تېر کال ولسمشر کرزي په هلمند کې د بريتانيانوي ځواکونو پرماموريت او اجرائاتو په سخته لهجه دخبرې رسنيو پر وړاندې نيوکه وکړه چې وروسته خبره له افغانستان څخه د دوو بريتانوي لوړ رتبه ديپلوماتانو وېستلو او په موسى کلا کې چې ويل کېدل دا ولسوالي د بريتانويانو او طالبانو د خپلمنځي جوړ جاړي له مخې طالبانو ته سپارل شوې ده، عملياتو ته ورسېده .
په کومه غونډه کې چې کرزي په هلمندکې د بريتانيې پر ماموريت او ناکامۍ نيوکې وکړې نو ددې هېواد سفير هم ناست وو اودومره توند غبرګون يې وښود چې ان خپله هغه بيانيه يې دستيج پرسرڅيرې کړه چې په همدې غونډه کې يې داورولو لپاره ليکلې وه .
له بده مرغه چې دا اختلافات يواځې تر همدې حده محدود پاتې نه شول، بلکې تاويې د ناټو او ايساف نورو غړيو هېوادونو ته هم ورسېد، دکاناډالومړي وزيراستفان هارپر اعلان وکړ چې که ناټو د هېواد سهيل ته چې د طالب ګوريلايانو دحملو او نفوذ سيمه ده نور پوځيان ونه لېږي نو دوى به هم يو کال وروسته له افغانستان څخه شاتګ وکړي او خپل پوځونه به وباسي .
د کاناډا دې اعلان متحده ايالات دې ته اړ کړل چې د ناټو له غړيو اروپايى هيوادو څخه افغانستان ته د نورو پوځيانو لېږل وغواړي خو دلته هم دلارډ پډي اشډاون له ماموريت سره چې بريتانوي تابعيت لري او په کابل کې دولت پلوې رسنۍ يې پدې تورنوي چې زېرزميني او استخباراتي موخې او ناوړه او افغان ضدپروګرامونه يې درلودل، دافغان حکومت کلک مخالفت ددې لامل شو چې اروپا، د پخوا په پرتله دافغانستان په اړه بې تفاوته شي او سوړ غبرګون وښيي، له ټولې اروپا څخه يواځې بلجيم د سلو تنو پوځيانو رالېږلو ته زړه ښه کړ او د جرمني ددفاع وزيرفرانتزيوزف يونګ خو دمتحده ايالاتو ددفاع د وزير رابرت ګيټس ليک په ډېره ترخه ژبه او توندو الفاظو ځواب کړ .
دسياسي څېړونکيو په اند دافغانستان په قضيه کې ددخيلو امريکايي او اروپايي هېوادونو ترمنځ اختلافات نور له هغې پولې څخه اوښتي چې څوک يې د پټولو هڅه وکړي. اروپايي هېوادونه داسې انګېري چې ګويا امريکا، ناټو د خپلو شخصي موخو او د قدرت او دواک دپراختيا او په سيمه کې د خپل سياسي او پوځي حضور دپوتنشيل دلوړ ساتلو لپاره کاروي او متحده ايالات داسې انګېري چې اروپا او په ځانګړې ډول بريتانيه په افغانستان کې د خپل اصلي ماموريت پر خلاف نورې شخصي موخې تعقيبوي ، همدا لامل دى چې افغان حکومت يې وهڅاوه چې هم له بريتانيا سره لفظي او هم فزيکي جګړه پيل کړي چې کتونکي د بريتانيا پر ضد د کرزي څرګندونې او د پډي اشډاون د مامورين مخنيوى د همدې لمسون دلفظي او عملي اختلاف بېلګې ګڼي.
د ناټو د غړيو ترمنځ اختلاف کومه نوې خبره نه ده پخوا هم ددوى ترمنځ دا ناندرې او تاويلي ما ويلي وو، چې ولې څوک دهېواد سهيل ته هلته چې د جګړې اصلي ډګردى د خپلو پوځيانو لېږلو ته زړه نه ښه کوي، او د عملي جګړې فشار ته غاړه نه ږدي، خو اوس دا اختلافات ډېر شول ،د رسوايۍ او اندېښنې حد ته ورسېدل، دې اختلافاتو افغان دولت، متحده ايالات ، ناټو ، ملګري ملتونه اونړيوالې موسسې ټول وارخطا او اندېښمن کړل ، د امريکا د بهرنيو چارو وزارت مرستيال ريچارډ بوچر ددې هېواد دمشرانو جرګې استماعيه غونډې ته وويل چې تر ټولو لوى خطر اوس دادى چې هسې نه نړيواله ټولنه افغانستان ته شا کړي ، هغه وويل چې په افغانستان کې تر لاسه شوي برياليتوبونه تضمين نه دي .
د متحده ايالاتو د پليو سمندري ځواکونو قوماندان جنرال جيمز جونز هم اندېښنه ښودلې ده چې ښايي افغانستان يو ځل بيا پر يو ناکام دولت بدل شي ، همدا راز د ناټو عمومي منشي ياپ دي هوپ شيفر او دملګرو ملتونو سرمنشي بانکي مون هم داروپا او متحده ايالاتو او يا په بله وينا دناټو دغړيو هېوادونو ترمنځ په اختلافاتو ژور خفګان ښودلى او پردې هم خفه دى چې ولې د اختلافات دومره رسوا او ډاګيز شول .
داکسفام دسازمان مشاور مت والدن وايي چې افغانان په خپل ژوند کې هېڅ ګټور بدلون نه ويني نو ځکه له روان وضعيت څخه ستړي دي .
داتلانتيکې امريکا څېړنيزه شورى په خپل خپور کړي راپور کې وايي چې ناټو په افغانستان کې دبرياليتوب په حال کې نده .
موږ ددې اختلافاتو پرانګېزو، ترشاه پر پټو دسيسواو نورو عواملو ډېر څه نه ليکوخو همدومره وايو چې داختلافات غير مترقبه نه ، بلکې طبعي دي داځکه ، دلته چې دکومو هېوادونو پوځيان راغلي ، مالي او ځاني مرستې کوي نو هريو يې ځانته ځانګړې موخې لري، يو يې هم نه دافغانانو لپاره قرباني ورکوي او نه دمتحده ايالاتو لپاره . او بيا بريتانيه خو داسې يو هېواددى چې تل يې دنړۍ دمتفکر مغز په توګه دنړۍ په سياست کې مهم رول لوبولى دى ،هروخت يې امپراطورۍ او مستعمرې درلودې ان چې افغانستان او امريکا دواړه يې يو وخت دامپراطورۍ په قلمرو کې وې،نو څنګه کېدلى شي چې وړيا او بې ګټې دامريکا دګټو لپاره دومره قرباني ورکړي .؟
که داشداون په اړه دکابل ددولت پلويو رسنيو تبصرې او خبرونه رښتيا وي نو معلومېږي چې بريتانيه اوس هم پاکستان خپل ګڼي او اوس هم غواړي په افغانستان کې خپله هغه پروژه پشپړه کړي چې څه باندې سل کاله وړاندې ددوى تيورسنانو پيل کړې وه او دډيورنډدکرښې په نوم دا ناسور اوس هم دپښتنو پر ټټر پروت دى .
بريتانيه دالقاعده اوطالب په ضد جګړه هسې دلته دخپل پوځي او سياسي شتون دتوجيه لپاره عنوانوي . که داسې نه واى نو نه به يې له هغوى سره اوربند او دسيمو وېش واى اونه به يې هلته دمخدره توکيو شتون ته وده ورکوله .
دبريتانيې وروستيو کړنو وښوده چې دوى اوس هم دنورو په چارو کې لاس وهي، لاهم ښکيلاکي نقشې تطبيقوي . لا هم دامريکا په څېر دامپراطورۍ جوړولوفکر لري.لا هم امريکا، ناټو او نړيوال غولوي.
په هر حال د افغانستان حالاتو او تېرو تجربو ښودلې ده چې دلته ډېر کلک ،مضبوط او محتاط ګامونه اېښودل په کار دي .
ديو افغان په توګه وايو چې د ناټو غړيو هېوادونو ته په کار ده چې که دلته دحتمي بري لپاره کار کوي نو بيا دې کوچني او خپلمنځي اختلافات اوشخصي موخې پرېږدي او د لوړ هدف لپاره دې مبارزه وکړي، په پيل کې چې کله د سپتمبر له يوولسمې وروسته نړيوالو په افغانستان کې نظامي مداخله پيل کړه نو ستر شعار يې دلته دالقاعده ځپل، د طالبانو رانسکورول، دديموکرات او نړيوالې ټولنې ته د منلو وړ او پراخ بنسټه حکومت رامنځته کول وو خو د٦ کالو تېرېدو وښوده چې نه يواځې داچې دوى بريالي نه شول ، بلکې لا پر شا لاړل ، لاالقاعده او طالبان غښتلي شول. دناټو خپلمنځي اختلافات ددوى دغليمانو دبري په معنى دي .نو څومره چې ژر کېدلى په افغانستان کې دجګړو پاى دناټو او افغان حکومت په ګټه ده . که نه دناټو هرغړى به خپلې ځانګړې موخې تعقيبوي ، خپل ځانګړي دوستان او موخې به پالي او واحده ستراتيژي او ګډه قومانده به نه وي. نو څومره ژر چې ممکنه ده ناټو او متحده ايالات بايدداستراتيژيوله دې تراکم او په عين وخت کې دواحدې او اغېزمنې استراتيژۍ له فقدان څخه ځان راوباسي اوترټولو غوره لاريې هماغه ددولت له وسلوالو مخالفينو سره تفاهم او مذاکرات دي .
که نه دا حقيقت ده چې په افغانستان کې به د ١٩٩٢ کال ناخوالې بيا تکرارېږي ،افغانستان به د قوماندانانو او زورواکيو لاس ته لوېږي ، د نړيوالو اوسنۍ اندېښنې به رښتيا کېږي طالبان به صحنې ته راځي او هماغه زوړ ملا او زړې تراويح به وي خو دې ته هم پام په کار دى چې دا ځل به القاعده او طالبان تر پخوا ډېر مست ، ډېر په غوسه، ډېره ځواکمن او د غچ او انتقام په څپو کې ډېر لاهو وي، دا ځل به القاعده تر پخوا لا ډېر پراخ تنابونه وغځوي او ډېره به نړۍ تر خپل هدف لاندې راولي.
که ناټو دافغانستان په موضوع کې له جديت څخه کار وانخلي او خپل مسووﻻيت رفع نکړي نو اعتبار خو يې پرېږده ان شتون يې هم له سوال سره مخ کېږي . دناټو مسؤوليت دا ندى چې دلته دجګړو لپاره ډېر پوځيان راولېږي ، بلکې مسؤوليت يې دادى چې دلته جګړوته دپاى ټکى کېږدي او يو بين المللي اوبين الافغاني تفاهم او سولې ته لار هواره کړي .
نړيوال او په ځانګړي ډول ناټو بايد دادرک کړي چې دوى يواځې دافغانانو لپاره نه، بلکې د خپلو ځانونو لپاره هم جنګېږي، دوى اوس اړدي چې هرومرو له بوتل څخه د راوېستل شوي دې ديو څه علاج وکړي .
اوس نړيوال په دې پوه شوي دي چې د جګړو له لارې دافغانستان دستونزې حل ناشونى دى او دا ورته عملاً ثابته هم شوه نو ښه داده چې د بيارغونې،افغانانو ته د کار موندلو او له وسلوالو مخالفينو سره د خبرو اترو ترڅنګ په نورو لارو چارو غور وکړي.
افغان دولت ته هم زموږ مشوره داده چې بايد له دې وروستيو نوساناتو څخه درس واخلي او ډېر ژر جګړو ته دپاى ټکى کېږدي، ځکه چې پر بهرنيانو هېڅ ډاډ او باور په کار نه دى ، که په دوى لږه سخته راشي نو افغانان په نيمه کې پرېږدي .
افغان دولت بايد دپرديو پر ځاى په خپل ملت تکيه وکړي ، همدوى را خپل کړي او له دوى سره موجودې ستونزې دتفاهم او سولې له لارې حل کړي.
ښاغلى کرزي ته به له بهرنيانو خپل افغانان ښه وي . نه به يې څوک له اړتيا څخه ناوړه ګټه اخلي ، نه به نورپډي اشداونان دشاتو په جاموکې زهر ورکوي ، نه به يې څوک دهېواد دتجزيې پلانونه جوړوي .