د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

پخواني ښاماران د خزانو خوبونه ګوري

لرغون 07.02.2008 14:16

په دې ورځو كې په كورنيو او بهرنيو رسنيو كې د افغانستان د جمهوری رياست د احتمالي كانديدانو په باب ډول ډول تبصرې كېږي. څو ك پخواني تنظيمي مشران، څو ك ستر جنګسالاران، څوك هم مړ ژواندي ګوندي رهبران، څوك هم په افغانستان كې د امريكا متحده ايالاتو پخوانی استازی زلمی خليلزاد او څوك هم د كورنيو چارو پخوانی وزير علي احمد جلالي د مهمو كانديدانو په ډله كې شمېري. په دې كې ځينې داسې اشخاص هم شته چې خپله ځان مطرح كوي او د عوامو په اصطلاح ځان نېغ نېغ كوي، پرته له دې چې د خپل سياسي ژوند د ماضي ارزونه وكړي، يو ځل بيا د خپلې تنظيمواكۍ خوبونه ويني. عجيبه خبره داده هغه ډله په دې كې ډېره ګرمه ده چې د خپلې نيمواكې واكمنۍ پر مهال يې د كابل خلك په وينو ولمبول، د كابل خزانې يې داسې لوټ كړې چې له كابله د تېښتې پر مهال يې په بانكونو كې يوه افغانۍ هم پرې نښوده. د همغو ډلو رسنۍ ډېرې ګرمې كړي چې يو ځل د خپلو ناوړه اعمالو له امله له سياسي صحنې څخه حذف شوي وو، خو د طالبانو تر سقوط وروسته يوځل بيا په سياسي ډول لكه \\\" بعث بعدالموت\\\" راژوندي شول او خلكو داسې فكر كاوه چې دا ځل به دوی له خپلو پخوانيو اشتباهګانو او جنايتونو څخه لاس اخيستی وي، نور به د عادي افغانانو په توګه ژوند وكړي او ولس به خپلې خوښې ته پرېږدي. اوس چې په افغانستان كې دنړيوالو په همكارۍ د افغانستان د دولت له خوا په ډېرو برخو كې مثبت پرمختګونه او كارونه ترسره شوي او د دولت خزانې، بانكونه او بيت المال بيا د ډكېدو په حال كې دی، نو پخواني ښاماران بيا هڅه كوي چې اوبه خړې كړي او كبان په كې ونيسي، يو ځل بيا د دولت پر بيت المال خېټه واچوي او د لوټ او تالان بهير پيل كړي. دې كې هېڅ شك نشته چې اوسنی حكومت يا په مجموع كې دولت د خپلو ډېرو برياوو ترڅنګ ګڼې نيمګړتياوې هم لري، خو هغه ډلې چې ځان د دولت سياسي مخالفين بولي او په اصطلاح د سياسي اپوزېشن دريځ يې خپل كړی ددې پر ځای چې د دولت نيمګړتياوو ته ګوته ونيسي او د هغو د اصلاح لارې وښيي، په خپله د نيمګړتياوو او مشكلاتو سبب ګرځي، هم له دولت څخه په دې پلمه چې امنيت خرابوو، امتيازات ترلاسه كوي او هم د دولت د اصلاحي پروژو مخه نيسي. دا ډلې په حقيقت كې يو څو محدود ګروپونه دي چې بېلابېل نومونه يې ځانته غوره كړي، خو په حقيقت كې همغه يوه دوه يا درې ډلې دي چې خپل پخواني نومونه خلكو ته د شرم له امله نه شي ښكاره كولای، نو ځكه خپل نومونه او رنګونه بدلوي خو ماهيت يې نه بدلېږي او له نېكه مرغه چې خلك يې هم پر ماهيت پوه دي. كه دوی پر خپلې تېرې ماضي نه شرمېدلای نو ولې په خپلو پخوانيو نومونو فعاليت نه كوي. كه سړی په نسبي او بې طرفانه ډول قضاوت كوي نو ويلای شو چې د طالبانو تر سقوط وروسته د حامدكرزي د موقت، انتقالي او انتخاباتي حكومت په دوران كې چې څومره برياليتونه د افغانستان د خلكو په برخه شوي او څومره ګټور كارونه ترسره شوي دومره ګټور كارونه د بل هېڅ حكومت په وخت كې نه دي ترسره شوي، هر څوك چې اعتراض لري مهرباني دې وكړي د ټولو تېرو حكومتونو ارقامو ته دې مراجعه وكړي، ځينې كسان كېدی شي دا استدلال وكړي چې دا خو نو د حامدكرزي د حكومت كار نه دی دا كارونه خو نړيوالو كړي دي، دا نظر خپله د حامدكرزي برياليتوب په ګوته كوي چې څنګه يې نړيواله ټولنه په دې قانع كړې چې له افغانستان سره مرسته او همكاري وكړي، دلته مخكې نور حكومتونه او ليډران هم تېر شوي هغوی هم بهرنيان افغانستان ته رابللي وو خو د افغانستان د ورانۍ لپاره، خو د حامدكرزي تفاوت له هغوی سره دا دی چې دی له بهرنيانو څخه د افغانستان د ابادۍ لپاره كار اخلي او نورو د ورانۍ لپاره كار اخيسته، خو اوس تر ټولو زيات همغه اشخاص پر كرزي نيوكه كوي چې خپله د بهرنيانو د لاس اله وو. البته دا خبره هم بايد څرګنده شي چې د حامد كرزي حكومت هم د پرښتو حكومت نه دی چې هېڅ نيمګړتياوې نه لري، ددې حكومت غټه نيمګړتيا هم همدا ده چې ولې يې (دې) او (هغه) (سالار) ته يې چې تر ټولو زيات د حكومت د ريفورمونو مخالف دي په حكومت كې ځای وركړی، همدا ډلې ټپلې د اداري فساد يو عمده عامل دی، كه د حامدكرزي حكومت په پيل كې له دې ډول اشخاصو د حكومت څوكۍ پاكې كړې وای او يا يې اوس پاكې كړي نو دې خلكو به بيا دا جرئت نه درلود چې په رسنيو كې د حامدكرزي خلاف ناوړه پرازيت خپاره كړي.
اوس هم حامدكرزی د جمهوري رياست لپاره د ټولو احتمالي كانديدانو په منځ كې مناسب ځای لري او كه له ځينو مغرضو تنظيم پالو او سيمه پالو اشخاصو د حكومت ليكې پاكې كړي نو د انتخاباتو د ګټلو چانس به يې لا زيات شي. په رسنيو كې د حامدكرزي غټ مخالفين يوه ملي جبهه ( پخوانۍ شمال ټلواله) ده چې په هېواد كې د ملت په كچه اساسي بيز نه لري او د جمهوري رياست په تېرو انتخاباتو كې يې هم ماتې خوړلې او بيا يې هم د ماتې احتمال شته. د دې جبهې زيات زور په رسنيو او مالي امكاناتو كې دی نه د ولس په پرګنو كې.
دويم احتمالي كانديد زلمی خليلزاد دی، سره له دې چې هغه خپله كانديدي نه ده تائيد كړې خو كه د يوه احتمال په توګه يې محاسبه كړو، دهغه مشكل دادی چې دی داسې يو څرګند افغاني الاصله امريكايي دی چې د خپل رسمي ماموريت زياته موده يې د يوه امريكايي په توګه تېره كړې او د افغاني ټولنې د دوديز او مذهبي جوړښت او خصلت له مخې پر افغانانو د داسې يو شخص منل يو سخت حتی ناشونی كار ګڼل كېږي.
بل احتمالي كانديد چې په رسنيو كې يې يادونه كېږي، علي احمد جلالي دی، علي احمد جلالي هم ډېره موده تر هېواد بهر پاتې شوی، هغه كېدی شي په هېواد كې د ډېرو ستونزمنو شرايطو د حل او زغم توان ونه لري، ښه مثال يې هم د كورنيو چارو وزارت تصدي وه چې حالاتو ستړی كړ، خپل هېواد يې پرېښود خو خپل امريكايي تابعيت يې پرې نښود. د علي احمد جلالي غټ مشكل دادی چې د عملي سياست په انډول يې دسياست اكاډميكې برخې ته پاملرنه زياته ده، هغه كېدلای شي په پوهنتون كې يو ښه مدرس شي نه ښه سياستوال، يانې ښه سياستپوه به وي، نه ښه سياستوال. د جلالي بل مشكل دادی چې د هغه ولسي بيز كمزوری دی، ټولنيز، قومي او ولسي مشرانو سره يې اجتماعي اړيكي كمزوري څه چې بېخي نه شته، جلالي كوم ګوند او سياسي جريان ته منسوب هم نه دی چې هغه ترې ملاتړ وكړي، په دولت كې هم داسې پلوي كادرونه نه لري چې له ده سره د جمهوري رياست په كمپاين كې مرسته وكړي، اقتصادي امكانات يې څرګند نه دي چې دی پرې خپل كمپاين وچلوي نو د دغسې حالاتو په پام كې نيولو سره په اوسنيو شرايطو كې د حامد كرزي انډول او بديل نه ښكاري. كه موږ د ټولو احتمالي كانديدانو بهرنی ملاتړ چې بې له شكه په ټاكنو كې رول لري موازي او مساوي محاسبه كړو په كورنۍ كچه كرزی داسې يو لړ ځانګړنې او امتيازات لري چې نور احتمالي كانديدان يې نه لري. د كرزي د بري امكانات دادي چې ولسي بيز لري، اجتماعي خصلت او چلند يې ډېر قوي دی، حوصله، تحلمل او دولتي امكانات او كاردونه لري، د عملي او نظري سياست انډول يې برابر دی د حكومت كولو او انتخاباتو تجربه لري، كه دخپلو مرستيالانو په غوراوي كې ډېر دقت وكړي او داسې اشخاص ځان سره په لست كې شامل كړي چې ده ته ډېرې رايې راټولې كړي نو دده د بري احتمال به په يقين بدل شي. د جمهوري رياست انتخاباتو ته لا تر كال زياته موده پاتې ده، په دې موده كې په هېواد كې د هر ډول مثبتو او منفي تحولاتو احتمال شته خو زموږ دا ارزونه د هېواد د اوسنيو شرايطو د فعلي احتمالي كانديدانو د امكاناتو او موقعيتونو له مې ترسره شوې ده.