د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ولسمشر خپل لوزونه پوره نکړل

عبدالرب شاهد 07.02.2008 14:11
هغه مهال چې ولسمشر کرزى او ورونه يې کوچني وو، د احد کرزي څخه چا پوښتنه کړې وه چې ځامن دې څنګه دي؟؟؟
احد کرزي ويلي وو : (( نور ټول ښه دي خو حامد لږ دروغ وايي )) حامد يعنى همدا حامد کرزى، همدا چې زمونږ ولسمشر دى !!!
که څه د چا د کوچنيوالي په خويونو باندې نبايد استناد وشي، ځکه انسان تل د بدلون په حال کې وي خو زمونږ ولسمشر ته که وګورو دا لا هماغسې کوچنى پاتې دى ( د دروغ ويلو په خوى کې ) .
ښه مې په ياد دي چې ځان يې ولسمشرۍ ته کانديداوۀ، بي بي سي کې يې د اېمل پسرلي سره مرکه وه، کرزي ډېرې وعدې کولې او اېمل پسرلي يې خبرې پرېکولې (( ښاغلى کرزى، دا خو هيلې دي، تاسو تر اوسه څه کړي دي ؟؟؟)) .
پسرلي د جنګسالارانو سره د کرزي د نږدې اړيکو په اړه پوښتنې کولې خو کرزي په ډېر جرئت ويل چې دى به هر ډول ظلم او ملوک الطوايفي ورکه کړي ......... ډېرې داسې وعدې يې وکړې او په پاى کې يې وويل چې که زه د دې کارونو په ترسره کولو کې پاتې راغلم، نو دا زما وعده ده چې خپل درانه ملت ته به استعفا وړاندې کوم !!! ؛
که چا هغه مرکه اورېدلې وي او داسې ډېرې نورې مرکې نو زما د خبرو عمق ته به ورسېږي . دا دى څلورم کال يې د پېل کېدو په حال کې دى خو د افغانستان لپاره يې څه وکړل ؟
آيا جنګسالاران ورک شول؟
آيا اقتصادي مافيا ورکه شوه؟
آيا اداري فساد ته د پاى ټکى کېښودل شو؟
آيا افغانستان ته امن راغى او ....................؟
هر لوستونکى به دې هرې پوښتنې ته ( نه ) ووايي . ځکه واقعيت همدا دى چې دا هر څه دروغ وو، هماغه دروغ چې کوچينوالي کې يې ډېر ويل . خو کرزي هېر کړي وو چې هغه مهال هغه يوې کورنۍ ته يا يوې کوڅې يا کلي او يا هم يو ښوونځي ته دروغ ويل، د پنځه ويشت ميليونو افغانانو په سترګو کې خاورې اچول، د هغوى ناهيلي کول دي .
يو جنګسالار ملي اتل شو، يو جنګسالار مارشال شو، يو جنګسالار د ولسي جرګې رئيس شو، يو جنګسالار لوى درستيزوال شو چې په رڼا ورځ په پايتخت کې د خلکو په کورونو ورننوځي، د کورنۍ په غړو جنسي تېرى کوي، وهي يې او په ګوليو يې هم ولي؛ داسې ډېر داړه ماران دي چې درې قوې ورباندې ډکې دي . آيا د همدا د جنګسالارانو ورک کول وو؟
د افغانستان تر ټولو لوى کان او شتمني د لوګر په ولايت کې د عينکو مسو کان وو چې په دې وروستيو کې د چين يوې کمپنۍ ته وسپارل شو؛ ټول هېوادوال شاهدان دي، ټولو انځوريزو او چاپي رسنيو پرې بحث وکړ چې د قزاقانو کمپنۍ سرمايه تر چنايي کمپنۍ ډېره ده، شرائېط يې هم ښه دي خو ولې قزاقانو ته دا کان ونه سپارل شو ؟؟؟
دا ځکه چې دوه نيم ميليونه ډالره رشوت د کانونو وزير او پنځه ويشت ميليونه ډالر د کرزي ورور( د اقتصادي مافيا مشر محمود کرزى ) اخېستي وو . د چين د کمپنيو يوه عمومي تګلاره دا ده، په هر هېواد کې چې کار کوي يا کوم قرارداد نيسي نو د کار ځواک يې خپل وي، په دې مانا چې چينايان به استخداموي .... تاسو خپله فکر وکړئ، کېداى شي په دې کان کې تر ٣٥٠٠کسانو ډېر کار وکړي خو دا به افغانان نه بلکې چينايان وي؛ په داسې حال کې چې افغانان د وزګارۍ له امله سخت زورېږي .
اوس پوښتنه دا ده چې آيا کرزي اقتصادي مافيا له منځه يوړه که يې غښتلې کړه او خپله کورنۍ يې پکې سهيمه شوه ؟؟؟
د اداري فساد په اړه بحث ته هېڅ ځاى نشته، ځکه چې هر بېوزله افغان يې کړولى دى، که چا نه وي ليدلې، يو ځل دې محکمې ته لاړ شي او د محکمې فضاء دې وګوري، همداسې څارنوالي، ملي امنيت د کورنيو چارو وزارت او .....................
اوس زمونږ ولس پخپل ملت هېڅ ډول باور نشي کولى، د ملت او دولت تر منځ داسې فاصله رامنځته شوې چې نوره به د کرزي په دروغو لنډه نشي، دا نظام هېڅ خپل نه ګڼي؛ که داسې نه وي څو پښې لوڅي، احساساتي، بې منطقه، بې کلتوره او احمق انسانان د طالب په نامه څنګه کولاى شي يو نظام ته ګواښ شي . که چېرته زمونږ ملي اردو او ملي پوليس د خلکو ملاتړ ولري، آيا د پوليسو يا د اردو کوم موټر به په بم والوزي؟؟؟ ښکاره ده چې ځواب منفي دى .
افغانستان تر پخوا ډېر نا امنه شو، سمه ده چې په افغانستان کې کورنۍ جګړې وې، د خلکو شتمني له منځه تلې، چا آرام نه درلود .... خو د هېچا سر پرې شوى نه وو، فلم ترې اخېستل شوى نه وو او کورنۍ يې مرګ ورته په ټلويزيون کې نه وو ليدلى .... د دې ټولو کړو پړه د کرزي په غاړه ده، ځکه چې هغه کې د ماشومتوب عادتونه دي، هغه ژاړي، هغه په يوه ساعت کې څو ډوله کېږي، دروغ يې هم چې د ماشومتوب نه ورته پاتې دي، تر هغه وخته ډېر وايي .
ګرانه ولسمشره !
زما خبرې ډېرې ترخې دي، له بده مرغه ما هم درته رايه درکړې ده، که په ژوند کې مې يو بد کار کړى وي هغه همدا دى چې تا ته مې رايه درکړې ده ......... راځه دا يو ښه کار وکړه، نور دې که ټول دروغ وويل، دا يوه وعده خو دې پوره کړه .....
هغه وعده دې :
چې که ما خپلې ژمنې پوره نکړې نو استعفاء به وکړم .......