د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

اوه دېرش جیبونه

محب 31.01.2008 17:52

ـــ خیر دئ که زه کوم وکیل یا قوماندان نه ېم!
ـــ خیر دئ چې کوم وزیر یا اٍن جې او والا نه ېم!
ـــ اخر انسان خو ېم، د دې خاورې یو مامور خو ېم!

مامور عبدالله په داسې حال کې چې د کڅوړې له خولې نه یې د جامو د رخت یوه څنډه راځړیده، خپلې ګردوهلې عینکې له سترګو لیرې کړې او د کورتۍ
(کرتۍ) د کیڼ اړخ په پاسني جیب کې یې د قلمونو د کتار تر شا وټومبلې.
له ما سره د مخامخ کیدو پر مهال یې غوښتل چې یو څه راته ووایي او د خپلو ناخوالو او ګیلو ګنډه راپرانیزي. خو څرنګه چې ګنډونکي سیدوزیر پر ما د «راځه! راتیر شه!» غږ وکړ، نو پوه شو چې زه د ګنډونکي کوم خپلوان یا ملګری ېم، نو ځکه یې پر خپلې ګیلې او شکایت بخۍ تیره کړه، خو په بنګیدو بنګیدو کې مې دومره ترې واوریدل چې:
ـــ دا خو زما د نیمې میاشتې تنخوا ده!

زه چې له ډیرو کلونو مساپرۍ وروسته د لوي اخترپه درشل کې خپل هیواد ته ستون شوی وم، نو د خپل پخواني ملګري سیدوزیر د لیدو په نیت مې د هغه دوکان ته هم سرورښکاره کړ.
د مامور عبدالله له نوم او دندې نه هم پخپله سیدوزیر خبر کړم. د سیدوزیر په وینا، مامور عبدالله یې پخوانی بیپار دئ او له څو کلونو راهیسې د اخترونو او نورو ښادیو له پاره د خپلې ټولې کورنۍ جامې پر همده ګنډي. خو څرنګه چې په دې وروستیو وختونو کې د هر شي بیه ډیره ختلې، نو د جامو ګنډلو بیه هم ورسره لوړه شوې ده...
سیدوزیر چې زما پر لیدلو ډیر خوشاله ښکاریده، او څرنګه چې پوهیده چې زه په افغانستان کې د پاتې کیدو والا نه ېم، نو ورو مې غوږ ته رانږدې شو او را ته دې کا:
ـــ ګودره وروره! په دې وروستیو کلونو کې زموږ کاروبار د خدای (ج) په فضل ډیر ښه شوی. اوس زموږ بیپاران لکه د دغه عبدالله په شان هسې سپږن ماموران نه دي. هو، اوس موږ چارواکو او وکیلانو ته «جامې» ګنډو. پوهیږې! اوس اٍن جې او والا او قوماندان صیبان زموږ بیپاران دي او دوی له موږ سره په بیو کې چنې منې نه وهي.

له یوې نوې او پټې خبرې نه به دې هم خبر کړم. خو لوز به را سره کوې چې هیچا ته به یې نه وایې!
سیدوزیر د یوې شیبې له پاره غلی شو. ما فکر وکړ چې سړی خو ماهر درزي دئ او لکه چې غواړي پخپلې خبرې ګینده تیره کړي.
خو ما لا خپل شک او اټکل نه و بشپړ کړی چې سیدوزیر له لاسه ونیوم او د پردې شا ته یې بوتلم.
ـــ ګودره! ته خو زما د اته دیرشو کلونو انډیوال یې او زه دې پیژنم چې ډیر تکړه خیاط هم وې. هلته په خارج کې، په پردیو وطنونو کې څه کوې چې پروت یې؟ راشه دلته به یو دوکان درته ونیسم او په څو میاشتو کې به له خاورو راپورته شې!
ـــ سیدوزیره! په دې خبرو پسې مه ګرځه. زموږ له راتګ نه لاس ومینځه. تاسې دې خدای (ج) دلته خوشاله لري او موږ هلته. اصلي خبره کوه!
غوښتل دې چې یوه مهمه خبره را ته وکړې. اوس لکه چې غواړې په دغو اوتو بوتو هسې ځان تیر کړې!
ـــ ګودره وروره! نه، خبره په ځان تیرولو کې نه، بلکې په پیرزویینه کې ده. له تا نه به یې څه پټوم، زموږ کاروبار په دې وروستیو پینځو ـ شپږو کلونو کې اوس ډیر ښه شوی. ما خو مخکې د خپلو نویو بیپارانو خبره درته وکړه. پوهیږې چې اوس موږ هغوی ته جامې نه، بلکې جیبونه ورته ګنډو او هغه هم اوه دیرش جیبونه!