د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د دروېش ځواب

احمد سهار 28.01.2008 14:53

د ټول افغان په وېبپاڼه كې مې د دروېش په نوم د يو چا ليكنه ولوسته چې ډېر بې بندوباره او ګستاخانه ليكنه وه، چې ځينې ديني مقدساتو، د دولت ركنونو او شخصيتونو ته په كې سپكاوى شوى ؤ، نور خو په هر صورت خو د ځيني اسلامي مقدساتو او شعائرو توهين دې ته و هڅولم چې د هغه ځواب وليكم چې په لاندې ډول ده !
دروېشه !
دا چې تا ويلي ( خداى شته د علم او پوهې په دې عصر او زمان کې دا ډېره د تعجب خبره ده چې يوه محکمه دې يو ژورنالېست ته تش په دې دليل د اعدام جزا ورکړي چې د کوم سايټ څخه يې غېر اسلامي مطالب کاپي کړي او يا يې د مذهب په اړه کومه پوښتنه مطرح کړې ده ) ستا په ځواب كې بايد ووايم چې ما ته هم دا د حيرانتيا خبره وه چې د علم او پوهې پدې عصر كې لكه تا غوندې انسانان هم پيدا كېږي چې له خپل دين څخه خبر نه وي او د داسې يو چا ننګه كوي چې له هغه څخه هېڅ څوك دفاع نشي كولاى په ټول هېواد كې داسې څوك نه پيدا كېږي چې د هغه د دفاع وكيل وګرځي، تا هم له امريكا نه دا جرئت كړى چې دا خبره وكړې، كه ته د دفاع لپاره كوم دلايل لرې هغه وليكه چې زه د هغه دلايلو په اساس له دغه ژورنالېست نه دفاع وكړم، او كه ستا دليل دا كلمه وي چې (د علم او پوهې په دې عصر او زمان کې دا ډېره د تعجب خبره ده چې يوه محکمه دې يو ژورنالست ته تش په دې دليل د اعدام جزا ورکړي چې د کوم سايټ څخه يې غېر اسلامي مطالب کاپي کړي او يا يې د مذهب په اړه کومه پوښتنه مطرح کړې ده) نو وروره ! دا د بې منطقۍ، ناپوهۍ او جهالت انتها ده، دا دليل دى ؟ دا منطق دى ؟ دا ستا پوهه ده ؟ دا ستا متمدنيت دى ؟
همدا ستا جمله خپله د هغه په محكوميت دلالت كوي او دا ثابتوي چې هغه يو ډېر لوى مجرم دى، چې جرم يې ارتداد ده، د مرتد جزاء اعدام ده، دا چې ده كاپي كړې ده او يا يې نشر كړې دا مهمه نه ده، مهمه دا ده چې ده دا كار يې ولې كړى ؟ څه اړتيا وه چې دى دې دغسې يوې موضوع ته انعكاس وركړي، دا زموږ د ټولنې كوم درد دوا كاوه ؟ پرته له دې چې دى دې هم په همدې فكر وي، نو كله چې دى مرتد شوى وي په اسلام كې حكم دا دى چې ورسره علماء كښېني او قناعت وركړي، كه چېرې يې ومانه ښه تر ښه، كه نه نو بيا وروسته ورته د اعدام سزا وركول كېږي، دا چې دا تا ته وړه موضوع ښكاري كېداى شي لامل يې دا وي چې يا ته له خپل دين سره هېڅ آشنا نه يې، يا د مقدساتو نه د دفاع حس په تا كې نشته او يا هم معتقد په دغه دين نه يې ( مرتد شوى يې ) كه نو دا ډېره لويه خبره ده، چې يو څوك چې هېڅ ډول پوهه ونلري، پرته له منطق او دليل نه داسې يو موضوع دې كاپي كړي چې دفاع هم ترې نشي كولاى ( آيتهاى زن ستېز قرآن !!!!! )
په دې نړۍ كې اسلام يوازېنى دين دى چې ښځې ته يې دومره حقوق وركړى چې هېڅ مدنيت، هېڅ فكر او هېڅ دين ندى وركړى، چې دغه وركړ شوي حقوق په قرآن عظيم الشاْن كې، په يو مكمل سوره ( د نساء سوره ) كې تسجيل شوى دى، نو دا بې منطقه انسان كوم زن ستېز آيتونه په ګوته كوي، پرته له دې چې دروغ او بې منطقه وي، پداسې حال كې چې د اسلام شعار او لمړني غوښتنه عدالت، برابرۍ او د بې عدالتۍ له منځه وړل او په ځمكه كې د يو نظام په چوكاټ كې د ژوند رامنځته كول او د بې بند و بارۍ مخه نيول دى چې په نورو تمدنونو كې نشته او د اسلام دا ځانګړتيا هر څوك نشي حس كولاى پرته له هغو خلكو چې په اسلام كې ژوره مطالعه، معقول فكر او د اسلام څخه سم برداشت ولري .
بل دا چې ارتداد د بغاوت په څېر يو جرم دى، په ټولو تمدنونو كې د باغي سزا اعدام يا مرګ ده توپير يې په اسلام كې دا ده چې په اسلام كې ورسره استدلال كېږي، قناعت وركول كېږي يعنې چانس وركول كېږي خو په نورو تمدنونو كې پرته له هر څه نه په مرګ محكومېږي .
دا چې تا د افغانستان قاضيانو ته سپكاوى كړى زه له هغوى څخه ننګه نكوم خو دا ښكاره شوه چې ستا برخورد له افغانستان سره د يو رټل شوى او پردى انسان په څېر دى چې هېڅكله افغانستان ته د راتګ نيت نلري او په ليكنه كې دې دا په ډاګه ښكاري، هلته دې ويلي هم دي چې هېڅ ځاى ته د تلو شوق نلرې .
تا د پروېزكامبخش بې ګناهۍ او د ځيني نورو شخصيتونو لكه رباني، سياف، حکمتيار، دوستم، عطاء، مجددي، فهيم، ملا عمر او نورو ګناهګارۍ ته اشاره كړې ده او ويلي دې دي چې دوى ولې نه محاكمه كېږي؟ زه هم د دوى محاكمه كېدل غواړم او بايد محاكمه شي او حتٰى پدې آند يم چې هر انسان چې جرم كوي بايد محاكمه شي، دا د اسلام او قرآن حكم دى، خو زه غواړم چې دا مجرمين سره پرتله كړم، پورته مجرمين چې تا يې نومونه واخيستل په ټوليزه توګه د شپېتو زرو انسانانو په وژل تورن دي، فرض كړه د دې شپېتو زرو انسانانو وژلو تور به د دوى په هر يو ولګوو،يعنې هر يو يې شپېته زره انسانان وژلي دي، تا د اتو نفرو نومونه اخيستي دي، چې اته شپېته زره ګون څلور لكه او اتيا زره نفره كېږي چې دوى وژلي دي، مګر دغه څوك چې ته يې دفاع كوې د يو عشاريه څو بېليونه انسانانو دين ته يې توهين كړى چې هغه هم نا حقه او پرته له منطق او دليل نه چې دا د انسان له وژلو نه ډېره دردونكې ده، نو آيا د دومره انسانانو وژونكي ته د اعدام سزا غير عادلانه ده ؟
تا د خپلې ليكنې په څلورم پراګراف كې د ځينې خلكو اعمال اسلام ته منسوب كړي، دا ستا ستونزه ده، دا د اسلام څخه ستا د ناسم برداشت ستونزه ده( اصل فكر كوم چې ته د اسلام څخه هېڅ ډول پوهه نلرې له همدې امله اسلامي شعاير درته بې ارزښته او له هغه څخه دفاع درته ناسم ښكاري ) ، ځكه چې ته اسلام هغه ګڼې چې يو څو ناسمو خلكو د اسلام په نوم په تېرو وختونو او اوس كې په افغانستان ترسره كړل، كه تا له اسلام څخه سمه پېژندنه لرلې واى، تا بيا دغه احمقانه تجاهل چې ستا په څېر خلك يې كوي، نه واى كړي .
كه موږ د اسلام سپېڅلې تاريخ ته ځير شوو نو دا به راته جوته شي چې اسلام وژلو دين ندى بلكې اسلام د زغم، مينې، منطق، عقل، مباحثې او دليل دين دى همدا وجه ده چې لكه نورو دينونو غوندې مرتد ته په يوواري د مرګ سزا نه وركوي، بلكې درې ورځې هغه ته وخت وركوي چې د استدلال په ترڅ كې قانع شي او له خپل دريځه واوړي .
تا اسلام او ملايان يو ځاى ياد كړي، ته بايد پوه شې چې د هر ملا كړنه د اسلام كړنه نه ده، بلكې د اسلام هر كار په منطق، دليل او معقوليت ولاړ دى او اسلام د ښه او منظم ژوند كولو يو بشپړ قانون دى، ملا يو انسان دى چې ترې د هر خطا تر سره كېدل نا ممكن نه وي، ته بايد د دې دواړو په هكله بېل، بېل بحث وكړې، له دې هم ښكاري چې تا ته مقدساتو ته د احترام كچه هم نده معلومه چې اسلام او ملا په يو تله كې تلې .
په بل ځاى كې تا د دې مجرم محاكمه بې غيرته كار بللى، خو ښاغليه! اسلام زموږ دين، غيرت، عزت او ناموس دى كه موږ د دې دفاع ونكړو نو د دې پورته اصلونو ساتنه به مو نه وي كړي او تر دې به لويه بې غيرتي نه وي، بل دا چې دلته د غيرت خبره هېڅ منطق نلري، دا يو هېواد دى، پدې كې قانون حاكميت لري، هر څوك چې جرم كوي او د قانون څخه سر غړونه كوي هغه بايد سزا وګوري، كه د قانون پلي كېدل بې غيرتي وي نو بيا خو په ټولنه كې هېڅ نظم نشي راتلاى .
تا د استدلال خبره كړې ده چې استدلال دې وشي، كوم استدلال ؟ له چا سره ؟ له پاپانو سره ؟ له يهودي علماوو سره؟ كه له كامبخش سره ؟ له كامبخش سره كه وايئ هغه غريب خو د دې وړتيا نلري چې استدلال وكړي، كه له دې نورو سره وايې نو له هغوى سره هم ډېر بحثونه شوي دي، تاسو د احمد ديدات، ډاكټر ذاكر ناياك او نورو اسلامي علماوو بحثونه وګورئ چې څوك په منطق ولاړ خبرې كوي ؟ څوك بامنطق او مستدله دي ؟ د چا دين په حقه دى ؟ د اسلام دين حقانيت لكه د لمر رڼا په شان ښكاره ده او دا نن ورځ په استدلال، منطق او عملاً هم ښكاره شوې ده، څوك يې چې نه مني هغوى لكه د اسلام په لمړيو كې د ابو سفيان او ابو جهل په شان خپل موقف او امتياز په خطر كې ويني، ځكه چې نن خو په نړۍ كې چې څوك د اسلام په وړاندې ودرېږي هغه ډېر خريداران لري او هغه ته پوه، مډرن او متمدن انسان ويل كېږي .
په پاى كې يادونه كې دې ويلي چې ستا د تېرې ليكنې په وړاندې غبرګون ښودونكي بې منطقه دي كه مهرباني وكړئ د خپلې ليكنې هغه قوي برخه او قوي منطق راته په ګوته كړئ چې كومه برخه كې تاسو قوي استدلال كارولى، ما خو په كې څه شى پيدا نكړ او بل دا چې ويلي مو دي چې په امريكا كې اوسئ او له دې خبرې څخه په بهر كې د مېشتېدو شوق نلرئ، كېداى شي له دې نه دې موخه هلته مطرح كېدل وي چې درته يو پوه، مډرن او متمدن انسان وويل شي، پداسې حال كې چې دا لاره چې ته ځې تركستان ته ده، د يو افغان خړ پړ، شډل پډل بچى دې د ځواب څپېړه په مخ وهي .

يادونه :
درنو لوستونكو! زه ليكوال نه يم، خو كله چې مې د دغه ښاغلي بې بند و باره ليكنه په ټول افغان كې وليده نو د ايماني، اسلامي او افغاني وجيبې له مخې مجبور شوم چې ځواب يې وليكم، كه توندې خبرې مې ليكلي وي له تاسو بښنه غواړم .
په درنښت