د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

له کندوزۍ خور سره د زړه خواله

محمد نعمان دوست 28.01.2008 14:52

محبوبې خور !

پوهېږم، تا به د خپلې څلور مياشتنۍ لور د پلورلو پرېکړه له ډېر فکره وروسته کړي وي، خو کله چې دې له خپلې غېږې جلا کوله هډونه دې لړزيدل ، خوله دې وچه وه او په سرو سترګو کې دې اوښکو ډنډونه جوړ کړي وو .

سترګې دې پړسېدلې وې ، ساړه اسويلي دې له خولې وتل او تر ډېره دې خپلې لور پسې چوپه خوله کتلې .
که څه هم له دې وړاندې ، سړې هوا او ولږې له تانه درې اولادونه د تل لپاره جلا کړي وو ، خو دې ډېره ودردولې او دا ځکه چې دادې په ژوندوني له لاسه ورکړه .
محبوبې خورې !
په کومه شپه چې تا د خپلې لورکۍ د خرڅون پرېکړه کوله ، تر ډېره به ويښه وې ، څو ځلې به دې سينې پورې ټينګه نيولي وي ، په خپلو اوښکو به دې د هغې تنکى مخ لوند کړى وي ، ښکل کړې به دې وي او تر ډېره به دې په ډنډ سترګو ورکتلې وي .

خپله پرېکړه به درته لويه ګناه ښکاره شوي وي ، ترې په شا شوې به يې خو کله چې درته خپل نور تنکي اولادونه چې ولږې او سړې هوا تر خاورو لاندې کړل ؛ در ياد شوي وي ،خپله فيصله به درته صله رحمي ښکاره شوي وي .

ته موريې ، مور په اولاد ډېره مهربانه وي ، هيڅ مور نه غواړي چې د سترګو په وړاندې يې خپل ماشوم له ولږې سلګۍ ووهي او سترګې پټې کړي .
ګرانې خورې !
تاته به دخپلې لور د پلورلو پرمهال د خپلو مشرانو غوړې وعدې ، د خوار او غريب په نوم په ميليونونو ډالره شوې مرستې در يادې شوي وي او بيا به دې خپلې بيوسۍ ته کتلي وي .
خورې !
تاته به د شتمنو نازولي بچي هم در ياد شوي وي چې حتا په موټرونو کې ورته تودې بخارۍ چالان دي او دومره يې زړونه ګرم دي چې په واورو کې لوبې کوي .

خورې ! ته به په دې هم ډېره ځورېدلې يې ، چې په يوه اسلامي ملک کې دومره زړه خوږي پيدا نشول چې ستا لور په تن پټه کړي او له پلورلو يې وژغوري .
او تاته به ... !!
خورې !
ستا سودا اوله او اخره نه ده ، ته په دې نه يې خبره ، داسې پېښې به ډېرې تکرار شي خو څوک به پرې اوښکه هم تويه نه کړي .
ته پوهېږي !؟
موږ د سرمايه دارۍ توپان په مخه کړي يوو ، په سرمايه داري کې زړه خوږوالى نه وي ، د هغوى شعار دى ( که لرې ژوند وکړه او که نه مړ شه ! ) په دې سخت زړي نظام کې به ستا په څېر د ډېرو ميندو تنکي ماشومان مړه شي او يا به يې ميندې وپلوري .
ګرانې خورې !
دلته به سرمايه داران سرې خولې ګرځي او ترهغه بۀ رګونه زبېښي ترڅو په کې يو څاڅکى وينه هم پاتې نه شي .

کندوزۍ خورې !
زه پوهېږم ته به پس له دې هره شپه په خوب کې خپله کوچنۍ لور ګورې ، له کړپ سره به خپل لاس راتاو کړې خو لاس ته به دې څه رانشي ، د لور ځاى به دې خالي وي .
خورې !
هغه به خوب کې تاسره خبرې نه کوي ، بدې _ بدې به درته ګوري ، مروره به وي ته به ورته د يوې بې وفا مور په بڼه ښکارې .
خو هغه مه ملامتوه ، ماشومه ده ، هغه څه پوهېږي چې مسلماني يواځې په خبرو کې ژوندۍ ده !؟

هغې ته ډاډ ورکړه ، د ولږې او سړۍ هوا له امله ورته د وژل شويو وروڼو او خويندو کيسه وکړه .
هغې ته ووايه چې ، ته يواځې نه يې په دې بې رحمه چاپريال کې به ډېر واړه ماشومان نورهم در سره يوځاى شي .
خپلې وړې وحېدې ته ووايه چې ، په دې نيت يې له ځانه جلا کړې چې دمرګ ميلمه نشې او دا ځکه چې د غريبو په جونګړو کې ژوند نه شته .
محبوبې خور !

زه د يوې لويې ګناه احساس کوم ، که څه هم په دې سړه شپه کې ستا غم ژړوم ، ستونى مې ډک دى ، په کېبورډ مې اوښکې څاڅي خو ستا هيڅ لاس نيوى مې ونه شو کړاى .
خورې !
زه هم ستا يو بې وسه ورور يم ، هيڅ مې له وسه نه دي پوره . راځه! په ګډه خپل واکمن رب ته لاسونه پورته کړو او يوه داسې چيغه وکړو چې د مظلومانو په وينو جوړې رنګينې ماڼۍ را ونړوي او شتمن د بېوسو له حاله خبر شي .

يادونه :
د کندز ښار په سر دوره سيمه کې د محبوبې په نوم ٢٦ کلنې ميرمن چې درې بچيان يې له ولږې او سړې هوا له امله مړه شوي ، خپله څلور مياشتنۍ لور ( وحيده ) د ٥٠٠ افغانيو په بدل کې همدا نن د کور په څښتن وپلورله .