د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په مورنۍ ژبه د زده کړې اړتيا ، ستونزې او د حل لار

انديال 28.01.2008 02:13

(( په افغانستان کې په مورنۍ ژبه د زده کړې اړتيا ، ستونزې او د حل لار )) ترسرليک لاندې علمي سيمينارپه جرمني کې جوړشو

په اروپا کې د افغاني کلتوري ټولنو د ګډې جرګې له خوا د شنبې په ورځ ( د جنورۍ 26 ) په افغانستان کې په مورنۍ ژبه د زده کړې د اړتيا ، ستونزو او د حل پر لارو يو علمي سيمينار، دجرمني دکولن ښارته څېرمه په هورت ښارګوټي کې جوړشو .
په دغه سيمينار کې نه يوازې په اروپاکې ميشتو د ښوونې او روزنې او دغه راز د نړيوالو حقوقو يو شمېر پوهانو او متخصصين ويناوې وکړې بلکې له کابل پوهنتون نه راغليو يو شمېر استادانوهم په علمي بحثونه کې برخه واخيسته .
دسيمينارپه پيل کې په اروپا کې د افغاني کلتوري ټولنو د ګډې جرګې په استازيتوب ښاغلي زرين انځور راغليوپوهانواوبرخه والوته ښه راغلاست ووايه اوپه لنډه توګه يې ددې سيميناردجوړيدو په اړتيااوموخورڼاواچوله . ښاغلي انځوردګډون والوپه خوښه ، دکابل پوهنتون پخواني استاد طلابازحبيبزي ته بلنه ورکړه ، چې دپروګرام دچلولودنده په غاړه واخلي اوهمداراز ډاکټر شيرولي شيرته په دغه سيمينارکې دمنشي دنده وسپارل شوه .
ښاغلي حبيبزي دپروګرام ترمعرفي کولووروسته ښاغلي مبارز ساپي ته بلنه ورکړه ، چې دپروګرام رسمي برخه دعظيم الشان قران دپاکوايتونوپه تلاوت سره پيل کړي .
دسيمينارپروګرام په دې ډول و ، چې لومړی به پوهان خپلې علمي مقالې وړاندې کوي او وروسته به دموضوع په هکله هراړخيزې خبرې اترې ترسره شي او په پای کې به له دغو نظرياتونه غوره ټکي دوړانديزونوپه توګه په يوه پرېکړه ليک کې راټوليږي اواړوندچارواکواو کورنيو اوبهرنيوموسسو ته به ليږل کيږي .
دسيمينارلومړی برخه وال ښاغلي محمدامين باوري و . ښاغلي باوري په اروپا کې د افغاني کلتوري ټولنو د ګډې جرګې په استازيتوب پرانيستونکې وينا واوروله او د ګډې جرګې له لورې يې د داسې علمي سيمينارونو جوړول خورا مهم وګڼل . له پرانيستونکې وينا وروسته د علمي برخې په پيل کې د ښوونې او روزنې متخصص ښاغلي ډاکټر کامه وال ته د خپلې مقالې د اورولو بلنه ورکړل شوه .
ښاغلي ډاکټر صديق کامه وال په دې سيمينارکې (( دهېواددمرکزکابل په زړۀ کې په مورنۍ ژبه تدريس )) ترسرليک يوه مفصله مقاله وړاندې کړه ـ ښاغلي کامه وال دمورنۍ ژبې رول داسلام ، ملي ټولنې اوښوونې روزنې په رڼاکې وڅېړلو . نوموړي په پرمختللوهېوادونوکې دمورنۍ ژبې دزده کړې په هکله بېلګې وړاندې کړې .
ښاغلي ډاکټرکامه وال دماشومانولپاره دمورنۍ ژبې زده کړه دښوونې اوروزنې دودې لپاره ﻻزمي وبلله اودشخصيت په وده ،عاطفي ارزښتونو ، ذهني انکشاف په برخه کې يې دګټورتوب په هکله علمي نظريې وړاندې کړې .
دسيمينار يوبل ويناوال دښوونې اوروزنې پخوانی کارپوه ښاغلی محمداکبرځاځی و . ښاغلي ځاځي په خپله مقاله کې وويل : (( دايوڅرګندواقعيت دی ، چې په مورنۍ ژبه زده کړه دماشوم يوقانوني حق دی اوپه مورنۍ ژبه دتعليم دامکاناتوبرابرول په ځانګړي ډول کابل ښارکې ديوه قانوني حکومت له بنيادي اواساسي دندوڅخه شميرل کيږي . دداسې يوه قدم اوچتول به په هېواد کې دملي يووالي اورښتيني ټولنيزعدالت پرلوري يولوی پرمختګ وګڼل شي .))
ښاغلي اکبرځاځي دخپل وړانديزدپخلي لپاره په اروپايي هېوادونوکې په مورنۍ ژبه دزده کړې په هکله دڅېړنو نوي پايلې وړاندې کړې .
(( يونسکو، دبشرحقوق اومورنۍ ژبه )) دهغې مقالې سرليک و ، چې دځوان حقوق پوه ښاغلي سراج ببرکزي له خوا حاضرينوته واورول شوه .
ښاغلي ببرکزي دمورنۍ ژبې دورځې لنډتاريخ بيان کړ اوهمداراز يې ديونسکوموسسې ددندو په هکله هم په زړۀ پوري معلومات وړاندې کړل اودهيومانيزم اوبشردحقوقوپه رڼاکې يې دمورنۍ ژبې دزده کړې اړتياوې په ګوته کړې .
ورپسې دسيميناردوهمه برخه يعنې دبحث اووړانديزونوبرخه پيل شوه . دحاضرينوله خوا يو کميسيون وټاکل شو ، چې دبحث اووړانديزونوپايلې په ليکل شوي بڼه تنظيم کړي .
له نېکه مرغه پروګرام له پلان سره سم په ښه شان اوپه يوه علمي فضاَ کې دوام وکړ او ګډونکونکوترپايه په دې سيمينارکې فعاله ونډه درلوده.
سيمنياردشپې په يوولسوبجو د دې علمي سيمينار د پايلو او وړانديزونو له تصويب وروسته پای ته ورسيد . دسيميناربرخه وال هيله من دي ، چې زموږ په هېوادکې دکړکيچونودله منځه وړلوپه موخه ، دمصلحت له تګلارې نه د انصاف اوعدالت ﻻره غوره شي .