د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د نظر د ازادۍ اتل پروېز کامبخش

خان ګل "همت" 26.01.2008 20:11
په دې وروستيو کې په افغانستان کې ځينې داسې پېښې مخې ته راغلې چې د خپل هېواد په اړه يې زمونږ نظرونه يو مخ بدل کړل. دغو پېښو دا خبره ثابته کړه چې په افغانستان کې تش د واکمنۍ نامه بدله شوې ده او نور هر څه څنګه چې پخوا وه هماغسې دي. يانې طالب واکمني په ملاواکمنۍ اوښتې ده.
د بلخ د پوهنتون د ژورناليزم د څانګې محصل او د يوې مجلې همکار سيد پروېز کامبخش، چې مونږ ورته په حقه د نظر د ازادۍ اتل ويلاى شو، دوسيه هم دغه ډول ده چې تش د يو مطلب په کاپي کولو او په نوموړې موضوع د نظر د ورکولو پر بنسټ ورته محکمې د اعدام جزا ورکړې ده.
د نظر او عقيدې ازادي د هر بشر يو داسې طبعي حق دى چې هيڅوک يې ترې نه شي اخيستلاى. زمونږ ټولنه چې تراوسه پورې د بې شمېره جهادونو سره سره ويجاړه او برباده ده لامل يې دا دى چې دلته انسان ته د انسان په توګه نه کتل کېږي نو د چا حق منل خو ليرې خبره ده. په افغانستان کې د زياتره ملايانو او يا د ملايانو د جهالت په کرښه کې ګېرو خلکو دليل دا دى چې که څوک د مذهب او عقيدې په اړه پوښتنه کوي نو د هغه جزا مرګ ده چې ښاغلى کامبخش هم ورسره مخ دى. نو دا کوم انصاف دى چې يوه ډله دې د ټوپک او يا مرګ په زور په خلکو خپله عقيده يا نظر مني او که يو تن د دغې عقيدې يا نظر په اړه پوښتنه کوي نو هغه به وژل کېږي؟ مونږ خو له ډېر پخوا راهيسې اورېدل چې اسلام د امن او ورورولۍ او زغم دين دى خو اوس داسې معلومېږي چې دا هسې د خولې خبرې دي او په عمل کې داسې نه ده ځکه چې کومو خلکو ځانونه په خپله د دين امامان اعلان کړي دي هغوى خو د مرګ او جزا نه پرته بل څه خبره نه کوي نو بيا د امن، ورورولۍ او زغم مفکوره کوم خو ا ته لاړه؟
 دويمه خبره دا ده چې د يو تنکي هلک او محصل د يوې پوښتنې په ضد دومره سخت عکس العمل ښودل د دې خبرې پخلى کوي چې حق خبره تل په خلکو ترخه لګي او حق ويونکى د همدغسې برخليک سره مخ کېږي چې مونږ يې په تاريخ کې نورې بېلګې هم لرو لکه سقراط، منصور او داسې نور. زما پوښتنه دا ده چې که چېرې د ملايانو دين رښتيا هم په هغه څه ايمان او عقيده لري چې وايي يې نو ولې د دغه هلک د وژلو په ځاى هغه د دليل او منطق له لارې نه پوهوي او په مينه ورسره خبره نه کوي؟ که د چا په ذهن کې د يوې عقيدې يا دين يا مفکورې په اړه يوه پوښتنه راولاړه شي نو د هغه وژل د دغې پوښتنې ځواب خو نه شي کېدلاى؟ دا خو دا خبره په اثبات رسوي چې د دغې پوښتنې هيڅ ځواب نشته او په دې توګه ملايان خلکو ته دا ثبوت په لاس ورکوي چې دوى څه وايي په هغه نه پوهېږي او نه د عقل او منطق او حق سره څه تړاو لري.
زه د افغانستان په محکمو او جوماتونو کې د ناستو ملايانو څخه هيله لرم چې علمي او عقلي پوښتنو ته دې علمي او عقلي ځوابونه ووايي او د امن او مينې له لارې دې خپل پېغام خلکو ته ورسوي. د علمي او عقلي پوښتنو په وړاندې د چا د وژلو فتوې ورکول او ترهګري کول به د لنډ مهال لپاره د دوى څخه خلک وډار کړي خو د تل لپاره به داسې ونشي بلکې ډېر زر به سيد پروېز کامبخش د نظر د ازادۍ د اتل په توګه راڅرګند شي او د افغانستان متمدن، باسواده او د فکر و نظر لرونکي ځوانان او خلک به د هغه د غږ سره د خپل غږ د جيګولو لپاره د نظر د ازادۍ مبارزه پېل کړي.