د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

مورنۍ ژبه او د زدکړې اړتيا، علمي سيمينار

24.01.2008 18:08

د ملګرو ملتونو د کلتوري او تعليمي برخې (يونسکو)
لــــه لــــورې د مــــــورنـــيــــو ژبـــــو د کــــــال پــــه ويـــــــاړ:

(( په افغانستان کې په مورنۍ ژبه د زده کړې اړتيا ، ستونزې او د حل لار ))

علمي سيمينار

په اروپا کې د افغاني کلتوري ټولنو د ګډې جرګې له خوا پر راروانه شنبه ( د جنورۍ 26 ) په افغانستان کې په مورنۍ ژبه د زده کړې د اړتيا ، ستونزو او د حل پر لارو يو علمي سيمينار جوړېږي . په دې سيمينار کې به د ښوونې او روزنې او دغه راز د نړيوالو حقوقو يو شمېر پوهان او متخصصين ويناوې او مقالې وړاندې کړي او په دې اړه به علمي بحثونه وشي . د پوهانو له لورې د حل لارې چارې او وړانديزونه به د افغانستان دپوهنې چارواکيو  ، يونسکو او دغه راز ميډيا (رسنيو) ته واستول شي .
د دې علمي او ښوونيزې موضوع  مينه والو ته په غونډه کې  په درنښت سره د ګډون بلنه ورکوو.

په اروپا کې د افغاني کلتوري ټولنو ګډه جرګه

وخت : د 2008 کال د جنورۍ 26 ، د ماسپښين درې بجې

پته :
EVENT PALAST
Max – Planck – Str. 9 a
50354 Hürth  bei Köln
www.eventpalast.com

Tel,: 0177- 9192 298
        0173- 2435 350