خيال محمد او ماه جبين قزلباش په واشنګټن کې
23.01.2008 21:48د پښتو دوه وتلي سندرغاړي خيال محمد او ماه جبين قزلباش به د روان عيسوي کال د فرورۍ د مياشتې په ۲ مه نېټه دامريکا د واشنګټن په ښار کې کنسرټ ورکړي. له دې وروسته به دوئ د امريکا په نورو ايالاتو او کاناډا کې هم د خپله مينه والو تنده ماته کړي.
دا کنسرټ چې په امريکا کې د پښتنو نړيوال انسټيټوټ له خوا برابر شوی دی، به د ويرجينيا ناردرن کالج کې ترسره شي.
د ټکټونو د بيوو او نور معلوماتو لپاره په لاندې ټيليفون شمېره اړيکې ونيسئ. او يا هم لانديني لينکونو ته سر ورښکاره کړئ.
703-644-9111.