د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دزړه ناروغي ديو ي ګلوبالي ايپيديمې په توګه

پوهنمل حاجي محمد نوزادي 21.01.2008 16:53

             تيرکال مې دزړه دعملياتو وروسته پدي هيله چې نوروطنوال مې خداي مکړه ماغوندي بې خبره ورسره لاس اوګريوان نشي  ، دراز راز سرچينو څخه يولړ اړين معلومات راټول او دانترنيټ پرليکه مې دنړۍ په هرګوټ کې ترلوستونکوپوري ورسول . دا پدی خاطر ليکم لکه پياوړۍ شاعردرويش درانۍ چې وايی :
بيلتانه دی دهرچا په غم شيريک کړم
يار دبل درومی او زه ور پسی ژاړم
 
 په نوموړې ليکنه کې ماويلې وه چې کاشکي داکاريوه ماهرډاکترترسره کړي واي  ، خويوه ورځ مې دانترنيټ پر مخ  ديوي ناروغۍ په هکله دکوم محترم ډاکتر پرليکنه سترګي ولګيدي او په ډير دقت څوځله ولوسته ، خوداچي له بده مرغه زه دطبابت سره مسلکي اړيکي نلرم ، دهغي ليکني نه مې ډيرلږ څه ترلاسه کړه  . زه پدي پوه شوم  ، په هره اندازه چې يو ډاکتر ډير ماهروي په هم هغه پيمانه يې زما غوندي عادي وګړي دناروغيو په هکله په ليکنو باندي لږ پوهيږي  ، يعني ليکنې يې يواځې دډاکترانودپاره دپوهيدو وړ دې .  ځکه مې نودرحمان بابا ددي بيت  :
دادستوردي چې له درده زګيروۍ خيږي
ګڼه    څه    وو   د   رحمان    د   شاعرۍ
           په پام کې نيولو سره دمجبورۍ له کبله وپتيئل چې دزړه درګونو دناروغي په هکله ددي ليکي اړين معلومات هم پرهغو پخوانيو ورزيات کړم   .
             لاندي ژباړنه مې دپورته يادي شوې لړۍ يوه برخه بولم چې له دنمارکي ژبيNational  Geographic  مجلې د     2007کال دوهمي  ګڼې څخه په پښتو ژبه ژباړلې ده اوغواړم دمحترمو ډاکتر صاحبانو نه هيله وکړم ترڅو ددغې لړۍ دتکميلولو  په موخه خپل معلومات راوليږي او زما په ليکنو او ژباړنو کې داصلاحاتو پخاطراحتمالې نيمګړتياوي چې دشتوالې امکان يې نه ردوم  ، راته په ګوته کړي      :
 
 
              دزړه درګونو دبنديدو لامله ناروغي په چټکۍ سره دنړۍ هرکنج ته پراختيا مومي او ديوه ګلوبال  )جهان شموله   ( مرض بڼه خپلوي   . موږ دموډرن ژوند ټول اوسيدونکې ددي ناروغۍ په خطرناک زون کې ځای نيسو ، مګر داهيلې اوس غوټۍ سپړې چې د  جن تکنولوژي  Gentechnology په مرسته به نوموړي ناروغې مخکښي له هغه نه چې پرمختګ يې دزړه عضلې متضرري کړي ، تشخيص شي   .
             پخوا دايو دامکانه وتلې کار  وو چې بيله جراحي مداخلې څخه دزړه دحالت يوښه تصوير ترلاسه شي   .  مګر اوس دکمپيوتري پرمختللې تخنيک په مرسته  د  ۱۰  دقيقو په موده کې دزړه دحالت يو دقيق تصوير اخيستل يوه بيخي عادي خبره ده   . داډول تصويرونه ښئي چې ديوه بالغ انسان په بدن کې په مجموعي توګه نژدي دسلوزرو  ) ۱۰۰۰۰۰ ( کيلومترو
 )دوه نيم ځله داستواخط  )پاي ليک وګوري ( (  په اوږدوالې شيريانونه ، وريدونه او کاپيلار ) ډير نري ( رګونه  غزيدلې دي  . پدغو رګونو کې  دهرو ۲۴ ساعتو په موده په يوه منظم ريتم سره دزړه دانقباض او انبساط له کبله سل زره   ) ۱۰۰۰۰۰ ( واره پنځه ليټره وينه تيريږي راتيريږي    . څيړونکو  زړه او ورسره تړلې رګونه د پمپ ديوه ماشين سره ورته بللې چې دنلانو يوخورا پيچلې سيسټم لري  . اوس ددغي نل غزيدني  ) نلدوانۍ ( ماليکولي حالت لاهم دنوي تخنيک له برکته دليدلو وړ ګرځيدلې دې . 

              دزړه دناروغيو ډولونه خو ډير دي  ، مګر په دوی کې دزړه درګونوبنديدل دي چې پرزړه باندي دحملې او په پاي کې دزړه د دريدو  سبب ګرځي   . همدغه ناروغي ده چې ترټولو زياته مړينه منځته راولي   . احصائيه ښئي چې په ټوله نړۍ کې هرکال په منځني توګه  ۷،۲ ميليونه کسان دزړه درګونو دبنديدو له کبله ژوند دلاسه ورکوي   . له بده مرغه دارقم په چټکۍ سره مخ په زياتيدو دي ځکه چې دلوديز ژوند مستريح شرايط  ، دارام ترانسپورت  شتوالۍ او دغيرفزيکي کارپراختيا دنوموړي ناروغۍ ريښوته اوبه ورکوي   .
              دانسان زړه چې نژدي  ۳۰۰ ګرامه وزن لري ويني ته په جريان ورکولو سره هغي ته اکسيجن ورکوي  ) صافوي يې ( اوپه دومره قوت سره يې پمپ کوي چې کيدلاي شي دلوي شيريان) ښارګ (  په پري کيدو سره په هوا کې ديوه متر په لوړوالې دوينو فواره جوړه کړي  .  زړه په هره دقيقه کې د ۷۰  ځلوپه خواوشاکي خلاصيږي او ټوليږي چې دغه حرکتونه يې دزړه دضربان پنامه يادوي    .
           دنيتروګليسرين تابليتونه دزړه دحملي دناوړو پايلودمخنيوي په موخه ډير اغيزمن درمل دي چې دحملې اودردونو دراپيداکيدوپروخت بايد ترژبي لاندي کښيښودل شي   . نوموړي تابليتونه په چټکۍ سره دوينې غلظت کموي  ، وينه رقيقه اوجريان يې اسانه  کيږي  ؛ دوريدونود عضلو حجري ښوئ شي  ؛ شيريانونه پراخ اووينه په ګړنديتوب سره ځان دزړه وعضلوته رسوي ترڅو هغه په حرکت راولي  . پدي توګه دزړه دحملې او دريدو مخنيوۍ کيږي اوناروغ ته دومره کافي وخت پلاس ورځي چې ترروغتون او ډاکتر پوري ورسول شي   .
          نژدي پنځوس کاله دمخه دزړه درګونو دبنديدولامله ناروغ ديوه حتمي مرګ سره لاس اوګريوان وو ، مګر پدي وروستيو لسيزو کې ديولړ درملو په لاسته راوړو اوهمدارنګه ددرملنې دداسي متودونو له برکته لکه دبالون  پواسطه درګونو دتنګ شوي ځای پراخول او بايپاس    (Bypass)    عملياتو دا امکان منځته راوست ترڅو دزړه دمزمنو ناروغيو سره سره دناروغ ژوند وژغورل شي  .
       دزړه درګونو دبنديدو  په ناروغتيا کې دخطر فاکتورونه    :
        لاندي فاکتورونه دزړه درګونو دبندولو  کارچټکوي اودخطرزون پراخوي    :
۱   ـــ  دمضر او ګټورکوليستيرول ديوځاي والې نامتناسب اوغيرصحي انډول     ـــ ـ دلته بايد ياده شي چې کوليستيرول دوه ډوله دي    :
         الف  ــ  مضر کوليستيرول Low  density  lipoprotein    )        LDL  دټيټ کثافت لرونکۍ ليپوپروتين  ( چې دټاکلي نورم نه يې دمقدارزياتوالۍ مضراوخطرناک تماميږي    .
         ب   ـــ  ګټور کوليستيرول High  density  lipoprotein   )  HDL    دلوړکثافت لرونکۍ ليپوپروتين   ( چې دمقدارزياتوالۍ يې دمضر کوليستيرول څخه پيښيدونکۍ خطر کموي   .
۲   ـــ دشکري ناروغي  ــ داناروغي په ښځو کې دزړه درګونودبنديدلو خطر څلور برابره اوپه نارينه وو کې دوه برابره
 زياتوي     .  
۳  ـ  دوينو دفشار لوړوالۍ  ــ  نوموړۍ فاکتور  په نارينه وو کې دري برابره او په ښځو کې دوه برابر  خطر زياتوي    .
۴  ــ  ستريس او ديپريشن   ــ دري برابره خطر جګوي    .
۵  ــ  صحي غذا  ـ   دافاکتور بيا ديرش په سلوکي   ٪۳۰ نوموړۍ خطر کموي   .
۶  ــ په ګيده کې دوازګو زياتوالۍ  ــ  دوه برابره خطر زياتوي   .
 ۷  ــ  دفزيکي کار او ورزش کموالۍ   ــ   شل په سلو کې   ۲۰ ٪  خطر  زياتوي   .
۸  ــ  سګړيټ څکول   ــ  د  ۲  څخه تر  ۳  ځلو پوري دخطر زياتوالۍ منځته راولي    . 
 دا خوهغه څه وو چې د ( نيشنل جيوګرافيک مجلې ) نه را وژباړل شول . همدارنګه د Nydehsavisen پنامه دنمارکی ژبی خبری ورځپاڼی هم دروان ٢٠٠٨ کال دجنوری په ٩ نيټه دزړه درګونو دناروغۍ په هکله ليکلې چې د (٥٠ کلنۍ ) نه دپورته عمر کسانو دپاره په يوه مناسب مقدار سره ( مثلا يو وړوکۍ جام په ورځ کی ) دالکولې موادو استعمالول د زړه درګونو دناروغۍ د درملنې په موخه ګټوره اغيزه ښندلای شی . البته داکار دهغو کسانو دپاره توصيه شويدی چې پرځان باندی بشپړ واک لری يعنی دالکولې موادو څخه يواځې ددرملو په توګه کار اخلې نه داچی دبوتل په ليدلو سره خپل کنترول دلاسه ورکړی او دنيشې پخاطر جامونه سرپرسر تشوی .
ورځپاڼه ليکې ، لوړه خبره دهغو څيړنو پايله ده چې ( دعامی روغتيا دولتې انستيتوت ) تر سره او( د زړه په اړه اروپايی مجلې European Heart Journal ) خپره کړيده . نوموړو څيړونکو دخپلوترسره کړيو تجربوپر بنسټ ښودلې ده چې د ورځی ددغه لږ مقدار الکولو څکل دوينو درګونو دبنديدو په مخنيوې کې دپام وړ مرسته کوی . ورځپاڼه زياتوی ، ددی سره سره چې الکول ددغی ناروغې دپاره خورا ګټور مواد دی مګر دنورو ډيرو ناروغيو په رامنځته کولو او پرمختګ کې ناوړی اغيزې هم درلودلای شی . دبيلګی په توګه په ښځو کې د تيو دسرطان دمنځ ته راتلو خطر ١٥ په سلو کی جګوی اوپه عمومی ډول دبدن فزيکی فورم او کړو وړو ته زيان رسوې . خو دهغو کسانو دپاره چې په ورځ کی په لږه اندازه الکول څکی او ورسره يوځای د ورزش کولو عادت هم لری ، دوينې درګونو دبنديدو خطر ٥٠ په سلو کی کميږی . پداسی حال کی چې  بيله الکولو ورزش په تنهايي  سره کولای شی داخطر يواځې تر ٣٠ په سلو کی راټيټ کړی .
دژباړي پاي   .

دژباړونکي لخو ا     : 

              اول    :په لوړه ليکنه کې يواځې هغه برخي ژباړل شوي دي چې ورباندي پوهيدل يې دټولو لوستونکو دپاره اړين دي او زما په تيره ليکنه کې يې کمښت احساسيدې  . ددي مرګوني ناروغي په هکله چې موږ هر يو يې دخطر سره  مخامخ يو  ، کافي معلومات درلودل يوه ضروري حياتي خبره ده   . که چا پدي اړه زما تيره ليکنه چې سرليک يې ) دناروغ زړه تماشا مه کوه  ( دي  ,  نه وي لوستې  ، کولاي شي   د  www.28-asad.com  سايټ په ارشيف يې د )نور مطلبونه  ( ترعنوان لاندي اويا ئی په نورو افغانې انترنيتې سايټو کی  وګوري   .
                 دوهم   :«   داستوا خط يو فرضي کمربند دي چې دځمکي پرشاوخوا راګرځيدلې او دځمکي کره پر دوويعني       شمالې اوجنوبي نيمو  کرو باندي ويشي . ددي کمربند ټول اوږدوالۍ  څلويښت زره او شپږ  اويا  (40076)   کيلومتره
 دي ، دشمالي اوجنوبي قطب ترمنځ په مساوي واټن پروت او فاصله يې دقطبونو څخه      نژدي لس زره  (10000)کيلو متره  ده      »     .