د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

پښتو پوهنيزه پانګه - علمي سيمينار - هالنډ

هالينډ افغان کلتوري ټولنه 20.01.2008 15:23

په هالنډ کي افغاني کلتوري ټولنه د ۲۰۰۸ کال د فبروري پر شپاړسمه نېټه د ( پښتو پوهنيزه پانګه) تر سرليک لاندي يوه پوهنيزه څېړنغونډه جوړوي .

په دې علمي سيمينار کي د هيواد يو شمېر نامتو پوهان او ليکوال برخه اخلي او د يو شمېر نورو له خوا پر بېلابېلو موضوعګانو رالېږل سوي مقالې لوستل کيږي او په بېلابېلو علمي ساحو کي د پښتو ژبي پر پرون او نن باندي علمي او څېړنيز بحثونه اوريدل کيږي . د مقالو او ويناګانو تر اورېدلو وروسته د علمي بحث او پوښتنو ځوابونو لپاره وخت په پام کي نيول سوی دی .

د پښتو ژبي له پوهانو ، ليکوالو او مينه والو څخه په درناوي هيله کيږي چي په دې علمي سيمينار کي له موږ سره ګډون وکړي.

نېټه او وخت : ۱۶ فبروري ۲۰۰۸ د ماسپښين له دريو بجو د ماخستن تر لسو بجو

د تالار پته : Wijkplaats
Joh. camphuysstraat 101
3531SE Utrecht NL

برېښناليک: acvn.nl@gmail.com

ټيلفون شمېرې
 0629355648
0614432770
 0622303611