د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ستورو ورا مې تر سترګو شوه

سنګروال 19.01.2008 22:50

د ستوروله ورا سره روانه  ډولۍ وځلېده او داسې وځلېده لکه د اباد پسرلي مالیار  چې د جل وهلو ډاګونو په ارته سینه کې د ګلونو بوټي ټومبلي وي او دا ګل  څانګې داسې په نخرو نخرو ټوکیږي چې د سره سالو رپانده او څپانده تندی یې له ورایه ښکاري .
په دښته د آسمان کې  یې رڼا لګي تورتمه
                                                               د ستورو د ورا ناوې ده سپوږمۍ ورڅخه مه وړه
د ؛ستورو ورا؛ د رنګینو شعرونو یوه ښکلې او زړه راښکونکې تابلو ده چې په دې وروستیو کې نوې له چاپه را وتلې ده . د دې شعري مجموعې وینا وال  د پښتو ژبې پیاوړی شاعر ښاغلی کټوازی  دی چې  په خوږه او پسته ژبه یې د ډېرو شعرونو په ټټر د شاعرانه تخیل ځلېدونکي ستوري ټک وهلي دي .
د ؛ستورو ورا؛ په شعري ټولګه کې د بېلابېلو سر لیکونو له مخې لږ ترلږه د سلو په شاوخوا کې شعرونه او نظمونه تر سترګو کیږي .
که په ټوله کې د دې شعري ټولګې لنډ جاج واخلو او داسې و انګېرو چې ګنې شاعرانه تخیل بې کلماتو تصویر دی او زړه راښکونکی تصویر. نو خدای شته چې د شاعر ګڼ شمېر شعرونه خو د تخیل په ګاڼه ښکلي شوي دي  او د شعر په ټټر یې د مرغلرو امېل ځړولی دی او که په ځانګړې توګه د دې ټولګې د شعرونو نچوړ په  څو خبرو کې راونغاړو او د نمانځنې په دود یې وپالو نو بیا په دغو ټکو ټینګار کول اړین بریښي چې د شعرونو بڼې او مینځپانګې ته تم او پښه نیولي شو:
۱- په دغه شعري جونګ کې ټول راغلي شعرونه قافیه وال دي . د قافېې په نه تورو کې کوم توری چې د قافېې  اصلي توری دی هغه ؛روي؛ دی شاعر په دغه برخه کې بریالی ځکه بریښي چې پرته له ردف او ردیف نه ځنې شعرونه یې د قافېې په قواعدو برابر دي . د بېلګې په توګه دغه شعر:
نه پښتون نه هزاره یم نه تاجک
نه ترکمن یم نه بلوڅ یم نه ازبک
                                                            زه افغان یمه له ځانه راته ګران دی
                                                           د وطن د پاکې خاورې هر څپک 
۲- د قافېې له ستنې ځانګړتیاو پرته په یو شمېر وتلو شعرونو کې استعارې ، اسطوری ، تخیل  ، احساس ، موسیقي ، مفکوره او نورې شعري ښېګڼې هم د پام وړ دي :
تا خو په ګلونو زړه  بایللی  دی
                                                               راشه چې د هیلو پسرلی د شم
 ۳-   په دغه شعري ټولګه کې یو بل په زړه پورې نوښت د ډېرپام  وړ دی او هغه دا چې په یو شمېر شعرونو کې په ډېره شتمنه او شاعرانه ژبه د پښتو ژبې لږ تر لږه له پنځوسو ډېر متلونه کښلي دي . که څه هم دا کار په مینځني ادبي پېر او د پښتو ژبې په اوسني ادبي پېر کې هم شوي دي خو د ښاغلي ګټوازي دغه هڅه د ستاېنې وړ ده.
۴- له دې سربېره په دغه مجموعه کې یو شمېر داسې شعرونه هم ګورو چې په ادبي فنونو برابر دي لکه توشیح ، تجنیس، طباق   لف اونشر او نور داسې شعرونه چې کیسه ورته معلومه نه وي نو د شعر مانا ورته سختیږي چې موږ د توشیح د ادبي صنعت یوه بېلګه د دې کتاب په ۱۳۳ مخ کې لیدلی شو .
 ۵-  د ښاغلي کټوازي په شعرونو کې داسې سیمه ییزه وېیونه راغلي دي چې د پښتو ژبې لغوي پانګه نوره هم شتمنه کوي . که چېرې دا ډول سیمه ییزه لغتونه په ډلییزو خپرونو او رسانیو کې دود شي نو د معیاري ژبې شتمنۍ به لا وغوړیږي . په زړه پورې خبره خو دا ده چې شاعر د کتاب په لمن لیک کې دا ډول وییونو لیکدود او لیکښود معیاري کړی او ښودلی  دی چې موږ ، بوړی=د ټوپک یو ډول ، رنډ=نه منونکی=ځېل کوونکی=رېنګه کوونکی، سمند=د آس یو ډول دی ، سپانده=سپېلني، غړواندی=غړوندی=غاړه کۍ، کبلی=دهوسۍ زوی، اناوټ=اړ=محتاج، څټه=بورۍ=بوجۍ ، زووب=ګزک، زمول د شپول په وزن =کمزوری ، پېروونې=دا په اسمان کې دستورو یو ښکلې ډله ده، کرېب=رقاب ،لچ =د سترګو ناروغي ، لټکه =دوه سری مار ، ببوزی=بادپکه ،هاله=شپول =پنډغالی ، بډه بول=په ډانګ پېیلې او نور د بېلګې په توګه یادولی شو.
خپلې خبرې د څو شعرونو په بېلګه پایته رسوو:

بیا لکه د مصر ناوکۍ د نیل څپو ته
ونډه د توپان شوم له سینګاره سره وسوم 

                                  ؛برخې ازلي دي  نه په زور نه په زاري دي ؛
                         زه ازل رټلی له ښاماره سره اوسم

یا:  ځوځ خو نه یم چې ازغي په غېږ کې نیسم
د باغ ګل یم له وږمو سره مې اړه

یا دا:   هسې رنګه خوشبويي دې ځي له زلفو
نه یې مشک لري نه عطر نه لونګ
د اوس لپاره همدومره  په شاعرانه مینه