د فاتحې خبرتيا
16.01.2008 14:50د سپېڅلي خداى (ج) په نامه
په امريکا کې مېشت مامور عبدالقدوس، متقاعد ډګروال غلام روحاني، د IOM موسسې کار کوونکى غلام جيلاني رحيمي، د ځوانانو معينيت کارکوونکى محمد رحيم، د اړيکو د همغږۍ د ملي مرکز کار کوونکى محمد نبي ساحل او د تکيې د ليسې زده کوونکى محمد ولي زامن.
د خزانه دار محمد خان د مړينې له کبله چې جنازه يې پخوا د وردګو ولايت د سيد آباد ولسوالۍ د حسن خېلو په کلي کې خاورو ته سپارل شوې ده، د فاتحې مراسم يې د روان کال د جدى مياشتې په ٢٧ مه د پنجشنبې په ورځ د کارته چهار د سوريا ليسې مخامخ د شيرشاه مينې په جامع جومات کې له غرمې وروسته له يوې نيمې بجې څخه تر درې نيمو بجو پورې د مرحوم د کورنۍ، د حسن خېلو د کليوالو، د قوم د سپين ږيرو او د غازي محمد جانخان د علمي او مشورتي ټولنې لخوا اخستل کيږي. همدا راز د ښځو فاتحه د کارته چهار د سوريا ليسې مخامخ د فاتحو په سالون کې په همدغه ورځ له يوې نيمې بجې څخه تر درى نيمو بجو پورې د يوې ورځې لپاره اخستل کيږي. دوستان او خواخوږي دې خبر وي.