د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

طالبانو افغان خبريال مجیب الرحمان انګار ته سخت اخطارونه ورکړي

ټول افغان 16.01.2008 03:19

په پاکستان کې دیره افغان ژورنالیست مجیب الرحمان انګار د وسله والو طالبانو له خوا سخت ګواښل شوی.

دی وايي، طالبانو ورته د تلیفون او هم په لیکنۍ بڼه ګواښونه کړي او د خطرناکو عواقبو اخطار یې ورکړی دی.

مجیب الرحمن انګار له ۲۰۰۳ عیسوي کال را په دیخوا د نورو  مطبوعاتو ترڅنګ د ټول افغان ویب پاڼې له خبري څانګې سره همکار دی.

ددې ترڅنګ له تیرې څه مودې را په دیخوا  د آفاق مجلې د مسوول مدیر په توګه هم دنده ترسره کوي.

هغه له پيښوره د تلیفون له لارې د ټول افغان ادارې ته وویل چی وسله وسله والو طالبانو وروسته تر دې اخطارونه ورکړل چی ددې ډلې له یوه مشر مقام استاد یاسر سره یې په آفاق مجله کې یوه مفصله مرکه خپره کړه.

( څو ورځې وړاندې مې په یوه لرې قبائلي سیمه کې د طالبانو د یوه مسوول مقام او د سر سړي ښاغلي استاد یاسر سره یوه اوږده مرکه وکړه، په دې مرکه کې استاد ځینې داسې خبرې وکړی چې طالبان یې له حقیقته انګاري دي،د بیلګې په توګه د اجمل نقشبندي د وژنې په باب ځینې خبرې او هم په غزني کې د طالبانو له لوري د یوشمیر کوریایانو د نیول کیدو او بیرته خوشې کیدو مسله او ځینې نور.... دا هغه څه و چې طالبان یې په هکله بل ډول نظر لري خو استاد په دې مرکه کې نورې نورې خبرې وکړې.

ما له مرکې مخکې استاد یاسر ته سپينه وویله چی که ازاده مرکه کوي نو ښه ده کنه بنده مرکه نه کوم،هغه په ډیر ورین تندي راسره ومنله چی د هر ډول پوښتنو کولو حق لرم.

تر مرکې وروسته یې هم څه ونه ویل چی دا دا برخی به نه خپروې خو اوس چی مرکه خپره شوه طالبان راته زنګونه وهي او څو وارې یې سخت اخطارونه راکړل،همدا شان یې یو لیک هم کورته راغورځولی چې پکی یې ورته ګواښنه کړې)

د طالبانو دې مشر په دې مرکه کې چې د جنوري پر لومړیو کې چاپ شوې ( پرله پسې لسمه ګڼه) ویلي چې که افغان ژورنالیستانو طالبانو ته پينځه شپږ لکه روپۍ ورکړې وې نو اجمل نقشبندي به نه وای وژل شوی. همدار نګه د کوریایانو په هکله یې په غیر ارادي توګه تائید کړې چې هغوی یې د پيسو په بدل کې خوشې کړي.

په داسې حال کې چې طالبان د پيسو اخیستل نه مني او وايي چی کوریایان یې د بشري همدردۍ په بنیاد خوشی کړی

د آفاق مجلې د امتیاز څښتن م . الف توحیدیار ښاغلي انګار ته ورپيښه ستونزه تائید کړه او ویی ویل چی طالبانو له ده سره هم تماس نیولی او دده په لاس یې انګار ته یو لیک لیږلی چی په هغه کی نوموړی ( انګار) ته سخت او خطرناک اخطارونه ورکول شوي.

بلخوا طالبانو ته یوې نژدې منبع ټول افغان ته وویل چی استاد یاسر د همدې مرکې له وجې د طالبانو د مرکزي شورا د غړیتوبه ویستل شوی.

خو د استاد یاسر یوه نژدې ملګري بیا وویل چی د هغه غړیتوب په موقت ډول ځنډول شوی ځکه چې د طالبانو مشرتابه په دې مرکه سخت په غوسه دی.

ښاغلي انګار ددې مرکې په باب وویل چې ده پکې هیڅ ډول لاسوهنه نده کړې او هغه څه یې خپاره کړي چې د استاد یاسر له خولې وتلي.