د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

((مخدوم رهين )) ملت ته د ملت د بابا ظاهر شاه لخوا زهرجنه ډالۍ

ميرويس مېوند ((عمرخېل )) 15.01.2008 12:14
رښتيا خبره ده چې كله كله سړى خپل دښمن ته په خوږو كې زهر وركوى ، په افغانستان كې شاهي كورنۍ او شاهي دربار پښتون قوم او پښتو ژبي ته ستر زيانونه اړولي.
سره ددې چې ظاهرشاهي كورنۍ په خټه پښتانه محمدزيان دى،خو تر ننه پورى الحمدالله ددې كورنۍ يو كس هم سوچه په پښتو خبرى نشي كولي، او بل داچې دربار ته نژدى په دربار كې هغو كسانو ځاى نيولي كوم چې د پښتون قوم او ژبي سره په شعورى توګه د دښمنۍ په لار درومى .
راځم خپلې خبرې ته كله چې د بن تر غونډې وروسته په افغانستان كې لنډ مهاله اداره جوړه شوه، او كرزى دولس مشرپه توګه وټاكل شو دولت د مصلحتونو له مخې د ټوپكوالو(شمالي ټلوالي ) غربي تكنوكراتانو(اروپايي ميشتو او امريكايي ميشتو سياستوالو) اوپه بهر كې د روزل شويو متعصبينو ترمنځ وويشل شو.
په دغه وخت كې هر ډلې كوښښ كاوه چې په مركزى كړۍ كې ځاى ولرى، د همدې موخې لپاره د ظاهر شاه كورنۍ هم د اعتماد وړ يو شمير كسان ملت ته ورډالۍ كړ.
دپښتون قوم او پښتو ژبي شعورى دښمن مخدوم رهين چې تاسى يې له نوم سره اشنا ياستى يو له هغو كسانو نه و چې په كابينه كې ځاى وموند،رهين په اصل كې په كال ۱۳۵۲ ل لمريز كې په ايراني پوهنتون كې روزل شوى څيره ده.
كله چې مخدوم رهين د كلتور وزارت د وزير په توګه وګمارل شو له هغى ورځى يې خپل د وفادارۍ لوړه (پښتون قوم او پښتوژبي سره دښمنى ) كوم چې ورته ايراني بادارانو وركړى و پر پل قدم كيښود،پښتو ته يې په سپكه وكاته ، په زرهاوو ايراني فاشتي كتابونه يې له ځان سره راوړ،ملي ټرمينالوژى يې تر پښو لاندى كړ ،پښتو ژبه يې له رسمياتواو دفترى چارو وغورځاوه او په پاى كې خپله فاشتي څيره بربنډه كړه، سره ددې چې د نوموړى فاشت په اړه كتابونه ، زرګونه مقالې او ليكنې شوى بيا هم ملت ته د محمدظاهرشاه د اعتماد وړ زهرجنه ډالۍ و.
په ولسي جرګه ګې هم د مخدوم رهين فاشتي او اسلام ضد څيرې څخه پرده پورته شو،او اكثريت رايو سره ونه منل شو ، خو بيا هم د شاهي كورنۍ او كرزى په سلا په هندوستان كې د سفير په توګه وټاكل شو.
بيا هم ومو ليده چې فاشت مخدوم رهين خپل د پښتو ضد كړونو څخه پاتي نه دى او په هندوستان كې خپل فاشتي افكارو ته پراخ والي وركړى ، سفارت ته يې ايراني كتابونه اړولي ، او په پاى كې د اساسي قانون د ملي ټرمينالوژى سره سم هغه لوحه كوم چې پرى ليكل شوى و( په هند كې د افغانستان اسلامي جمهوريت سفارت ) د ورتګ نه وروسته په پاړسى ژبه اړولي ، چې دا كار خپله د افغانستان د اساسي قانون او ملي ټرمينالوژى تر پښو لاندى كولو په معنا ده،حتي په ډيرو بهرنيو هېوادونو كې پر افغان سفارتونو پښتو ليكل شوى لوحى پرخپل ځاى پاتي دى ،غوره مثال يې د روسي په فدارتيف دولت په پلازمينه (مسكو )كې د افغانستان پرسفارت ليكل شوى پښتو لوحه تر اوسه پورى شته .
خو اصلي خبره داده چې مخدوم رهين د پښتو ژبي سره دښمنى لرى او نه غواړى چې پښتو ژبه پرمختګ وكړى ، ځكه بيا دمخدوم رهين ايراني لوړه تر پښو لاندې كيږى او ايراني فاشستان ترى مروريږى .
په پاى كې ولس مشر كرزى ته د ټولو پښتنو دا سلا ده چې دغه متعصبه څيره نور دسياست له ډګر نه لرى كړى او د ايراني چارواكو هيلې له خاورو سره خاورى كړى ، ځكه د رهين په شتون كې ممكن ددغه واحد ملت په منځ كې بيلوالى رامنځ ته شي او خداى دى نه كړى چې د المان د نازيانو په څير فاشستي جګړى ته اور بل شي .